لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان استخباراتي اداره طالبانو سره کومک کوي


د افغانستان د طالبانو یو عکس
د افغانستان د طالبانو یو عکس

برطانيی یوې یونیورسټۍ خپل رپورټ کې ویلې د پاکستان د پوځي انتظام د لاندې استخباراتي اداره ايي ایس ايي د طالبانو کومک کوي. خو د پاکستان د یو پوځي چارواکې دغه دعوی' رد کړې ده

د برطانیي یوې یونیورسټۍ خپل رپورټ کې ویلې د پاکستان د پوځي انتظام د لاندې د استخباراتو یوه اداره د افغانستان طالبانو سره نیغ په نیغه تعلق لري.
د لندن سکول اف اکنامکس یا په لند کې د معاشیاتو د مطالعې یونیورسټۍ خپل رپورټ کې ویلې د پاکستان ايي ایس ايي طالبانو ته نه یواځې مالي امداد ورکوي بلکه طالبانوته افغانستان کې تربیه او د پناه ځایونه ورکوي او د طالبانو شوری' کې نمائندگي هم لري.
د پاکستان یو پوځي چارواکې د رپورټ ادعاوې بې بنیاده او د بدخواهۍ نه ډکې گرځولې دي.
خو د یونیورسټۍ رپورټ کې ویل شوې چې د پلټنو د پاره يي افغانستان کې سږ کال نهو طالب کمانډرانو سره مرکې کړې دي. مرکو کې زیاتره کمانډرانو ویلې ايي ایس ايي د طالبانو شوری' کې نمائندگي لري.
رپورټ کې ویل شوې افغانستان کې د یاغیتوب ختمولو په لړ کې د افغان حکومت او د نیټو ځواکونو کوشیشونه یواځې د پاکستان په ملاتړ کامیابیدی شي.
د ١٩٩٠ په لیسزه کې طالبان د پاکستان په مرسته واک ته رسیدلې ؤ خو په کال ٢٠٠١ کې امریکا کې د ترهگرۍ بریدونو ورسته پاکستان د فشار ورسته طالبانو سره خپل رسمي تعلقات قطع کړل.
ددې ورسته، پاکستان د طالبانو خلاف د خپل هیواد دننه جگړه شورو کړه او سږ کال يي د طالبانو ددویمې شمیرې مشر ملا عبدالغي برادر په کراچۍ کې وونیولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG