لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای اېس پي ار: د احسان الله احسان په خوشي کولو کې د ککړو پوځي افسرانو خلاف کاروايي شوې


د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار مېډيا ته په وړومبي ځل منلي د تحريک طالبان پاکستان د پخواني وياند احسان الله احسان د بند نه په تښتېدو کې د مرستندويه پوځي افسرانو خلاف پوځ اقدامات کړي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د جي اېچ کيو راولپېنډۍ په خپل دفتر کې د بهرنۍ مېډيا د نمايندګانو د پاره راجوړ کړي مطبوعاتي کانفرنس ته جنرل بابر افتخار ويلي “دا يوه سنجيده مسله ده او د احسان الله احسان د بيا نيولو هڅې روانې دي”.

البته د پوځ وياند ککړو پوځي افسرانو د سزا په اړه تفصيل نه دی ورکړی او دا يې ويلي چې د احسان الله احسان په اړه ورته معلومات نشته چې چرته دی.

د احسان الله احسان نوم يو وار بيا په مېډيا کې هله وځلېد چې په خپل يو ټويټ کې يې د نوبل امن جاېزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته دړکه ورکړه چې دا ځل به ورپسې ماهر تن ليږي چې ژوندۍ پاتې نشي.

ملاله يوسفزۍ په نهم اکتوبر کال 2012 کې په سوات کې د سکول نه بيرته کور ته د تلو په وخت په لاره کې په ‌‌‌‌‌‌ډزو وويشتل شوه او سخته ژوبله شوه.

احسان الله احسان چې د کال 2020 په جنورۍ کې په مشکوک حالاتو کې د يو نامعلومه امنيتي محفوظ ځای نه تښتدلی په ملاله يوسفزۍ د بريد ذمه واري منلې وه چې هغه وخت د ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې ټي ټي پي وياند و.

کله چې د جنرل بابر افتخار نه وپوښتل شو چې د احسان الله احسان دغې دړکې ته څنګه ګوري نو هغه وايي “د ټوېټر کوم اکاونټ چې ملاله ته يې دړکه کړې ده جعلي اکاونټ دی”.

خو د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي څو ورځې وړاندې په خپل يو ټويټ کې ليکلي چې د کره معلوماتو کولو وروستو يې ياد اکاونټ ټوېټر ته رپورټ او ځکه تړل شوی.

د احسان الله احسان مبينه ټويټ ته په ځواب کې ملاله په خپل ټويټ کې چې پکې @OfficialDGISPR او @ImrankhanPTI هم ټيګ شوي ليکلي “دا د تحريک طالبان پاکستان پخوانی وياند دی چا چې په ما او نورو بې ګناه خلکو د حملو ذمه واري منلې او اوس خلکو ته په سوشل مي‌‌‌‌‌‌ډيا دړکې ورکوي. هغه څنګه وتښتېدو؟”.

د نورو ترهګريزو بريدونو سره سره احسان الله احسان د ارمي پبلک سکول پېښور د نزدې144 ماشومانو د قتلان ذمه واري هم منلې وه او ځکه هم د پوځ نه پوښتنې راپورته کيږي چې په ځان ګواه او دومره خطرناک ترهګر د امنيتي ادارو د څار نه څنګه بچ شو او لا تر اوسه ازاد ګرځي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG