لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنېټر مشاهد حسین د اویغور مسلمانانو د کړاو په مسئله کې، د چین د حکومت اړخ ونیو


دا ځای په چین کې د اویغور مسلمانانو د ساتنی/روزنې یو کمپ گڼل کیږي (مئی ٢٠١٩)
دا ځای په چین کې د اویغور مسلمانانو د ساتنی/روزنې یو کمپ گڼل کیږي (مئی ٢٠١٩)

د پاکستان په سنېټ کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر مشاهد حسین په چین کې د اقلیت اویغور مسلمانانو په وړاندې د چین د حکومت بدسلوکي، د غربي مېډیا پروپگېنډه بللې او ویلي یې دي چې "مونږ په دې مسئله کې د چین تر څنگ ولاړ یو او خارجي مداخلات ردوو".

مشاهد حسین د چین سرکاري میډیا، سي سي ټي وي، ته ویلي: "زه ډېر ځله سېنکیانگ ته تللی یم، او هغه ځای مې ډېر امن او عادي لیدلی دی."

سنېټر مشاهد حسین د چین سرکاري میډیا ته دا هم ویلي چې د ده په نظر، د چین حکومت په سېنکیانگ کې حالات قابو کړي دي. هغه زیاته کړې ده: "د سېنکیانگ مسئله، د چین داخلي مسئله ده او چین په ډېره پرامنه توگه هغو مسایلو ته رسیدگي کوي کوم چې له انتهایي پسندۍ او ترهگرۍ سره تړلي وي."

د پاکستان په سنېټ کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر سنېټر مشاهد حسین
د پاکستان په سنېټ کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر سنېټر مشاهد حسین

یاده دې وي چې په نړۍ کې څو مهمو رسنیو او تنظیمونو په دې وروستیو کې داسې رپوټونه او شواهد خپاره کړل چې د چین په شمال ختیځ ایالت سینکیانگ کې د لږکیو اویغور مسلمانانو په وړاندې د حکومت بدسلوکي او په کمپونو کې د هغوی بنديتوب څرگندوي.

د څېړونکو خبریالانو نړېوال کنسرشیم څه موده مخکې یو شمېر بربنډ شوي اسناد خپاره کړل چې په یادو کمپونو کې پر ساتل شویو مسلمانانو باندې سخته څارنه ښکاره کوي. چین هم دا منلې چې په سینکیانگ کې یې مسلمانان په کمپونو کې ساتلي، خو چین بیا دې کمپونو ته د روزنیزو مرکزونو نوم ورکوي او وایي چې د تندلارۍ د مخنیوي پرضد هلته خلکو ته ذهني روزنه ورکول کیږي.

اسوشیتد پرېس ایجنسۍ، نیویارک ټایمز ورځپاڼې، او یو شمېر نورو معتبرو رسنیو هم رپوټ ورکړی چې په چین کې په لاکهاوو مسلمانان کمپونو ته وړل کیږي او هڅه کیږي چې د هغوی باور او دیني ذهنیت واړول شي.

پر دې سربېره، څه موده مخکې وي او اې ډېوه ته په خبرو کې، د چین د ايغورټولنې سره تعلق لرونکې روشان عباس چې په امريکا کې د دغه ټولنې لپاره د کمپاين نومي يو تنظيم مشره ده، هم ویلي و چې چین په یوویشتمه پیړۍ کې له اویغور مسلمانانو سره چې کوم سلوک کوي هغه په بنده غونی ځیګ کړي.

د اسوشیتډ پرېس ایجنسۍ څه موده وړاندې لیکلي و، هر کله چې په نړۍ کې کوم چیرته د اسلام یا د پیغمبر د سپکاوي خبره اوچته شي، نو پاکستانیان ځان د دین مدافعین گڼي او ردعمل څرگندوي، چې یوه بیلگه یې د اسلام د پیغمبر د کارتون ایستلو په ضد مظاهرې وې، خو اوس چې په چین کې مسلمانان ځورول کیږي او د عقیدو د اړولو هڅې یې کیږي، پاکستان او نور اسلامي ملکونه پرې چوپه خوله پاته دي.

په واشنگټن کې د ویلسن مرکز یو څیړونکی، مایکل کوگلمن وایي: "په بین الاقوامي تعلقاتو کې، هغه څه چې مهم دي، هغه له احساساتو پرته خالصې گټې دي."

کوگلمن زیاتوي دا چې اسلامي نړۍ له اویغور مسلمانانو سره د چین پر ناوړه چلند سترگې پټوي، کیدای شي وجه یې دا وي چې هغوی غواړي د نړې له راتلونکي سوپرپاور (چین) سره نږدې اړیکې وپالي.

پاکستان اوس مهال له سختو مالي ستونزو سره لاس او گریوان دی، او په همدې حال کې چین د پاکستان په ترقیاتي منصوبو کې سترې سرمایه کارۍ کړې دي، او مهمه یې د سي پیک منصوبه ده چې ویل کیږي ارزښت یې ٧٥ بیلینه ډالرو ته رسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG