لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ: یونین کونسلونه دې د عیسايي ټولنې ودونه درج کول پېل کړي


د پاکستان د عیسايي ټولنې غړي په یوه گرجا کې د عبادت په مهال
د پاکستان د عیسايي ټولنې غړي په یوه گرجا کې د عبادت په مهال

د پاکستان سپرېم کورټ د هېواد ټول ېونېن کونسلونو ته د عيسايي لږکېو د ودونو درج کولو یا رجسټر کوولو او د شناختې کارډ ادارې ته د عیسایانو د ودونو کمپېوټراېزډ سند جاري کوولو امر کړی دی.

عیسايي ټولنې سپرېم کورټ ته خواست کښې د خپلو ودونو د درج کوولو په لړ کې د ستونزو ذکر کړی و.

په دغه خواست کښې دریځ خپل کړی شوی و که څه هم یونین کونسل کې د عیسايانو د ماشومان د زېږیدنې اندراج کېږي خو هم دغه کونسلونه او د حکومت نورې اړونده ادارې د دوی ودونه د ثبت کوولو نه انکار کوي. خواست وايي د دې انکار له کبله د عیسایانو ودونه په رسمي ډول د قانونې حېثېت نه محرومه وي.

سپریم کورټ کال د ستمبر په مېاشت کښې په دغه خواست فېصله محفوظه ساتلې وه خو د سپرېم کورټ درې کسېزه بېنچ د شورو، چهارشنبې، په ورځ فېصله جاري کړه چې پکې د پاکستان ټولو یونین کونسلونو او د شناختې کارډونو جاري کونکي ادارې نادرا ته د عیسایانو د ودونو ثبت کوولو امر شوی دی.

د کېس اورېدنې په وخت د عیسایانو مشرانو د دوې ودونه نه ثبت کېدل د دوې سره توپېرې چلن او د ملکې دستور په ضد ګرځولي وو چې د ایین د ٢٥ مې مادې ترمخه د هېواد هر ېو وګړي ته د ېو څېر حقونو تحفظ ضمانت ورکوي.

د دغه قضېې د اورېدنې په خت مشر قاضې ثاقب نثار هم په ګوته کړې وه چې کوم چارواکې د یو مسلمان کورني واده ثبت کوولی شې نودغه چارواکې نه د عیسايي کورنې د واده د رجسټرد کوولو کار هم اخستلې کېدل شي.

د سپرېم کورټ پرېکړې ته غبرګون کښې د پېښور د واکمن تحرېک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې جمشېد تهامس فېصله وستایله.

د وي او ای ډېوه سره خبرو کښې جمشېد تهامس وویل چې د عیسايي ټولنې د ودونو د رجسټریشن نه کېدلو له کبله د دوی د پاکستان دننه او بهرنې هېوادونو ته د سفر په وخت د ېو شمېر ستونزو سره مخامخ کېدل خو د سپرېم کورټ امر د عملي کېدلو سره به دوی دغه ستونزې هوارې شې.

له دې وړاندې سپرېم کورټ حکومت ته په ګرد هېواد کښ د لږکېو تحفظ باوري جوړولو لپاره د ېو ځانکړي فورس د جوړولو امر هم ورکړی وو.

خو د دغه امر باوجود په ګرد هېوادکښې دهندوانو، سکهانو او د احمدیان د زورول کېدو پېښې رامېنځ ته کېږې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG