لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

فخرالدين ابراهيم :بې پلوه او صفا ټولټاکنې به ترسره کوؤ

دپاکستان چيف اليکشن کمشنر جسټس (ر) فخرالدين جي ابراهيم وئيلي دي هيواد کښې د صفا، ازادو او بې پلوه ټولټاکنو دترسره کولو پرته بله لاره نشته.
هغه دا هم وئيلي چې اولس بدلون غواړي او اليکشن کميشن به دا خبره باور کوي چې دانتخاباتو په مهال يې په کردار کومه نيوکه ونۀ کړل شي.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال فخر الدين جي ابراهيم وويل چاته به هم دکمپيوټرائزډ شناختي کارډ پرته دووټ اچولو اجازت نۀ وي او زياته يې کړه چې ددې لپاره لږ ترلږه عمر ١٨ کاله دى.
دهغه وينا وه هيواد کښې داسې ټولټاکنې ترسره کول غواړو چې څوک پرې نيوکه ونۀ کړي، بايد دتير وخت خبرې هيرې کړو، دټولو څخه تيروتنې شوي او لمړى دومره ټيکنالوجي نۀ وه خو اوس اولس دبدلون لپاره چمتو دى.
دهغه وينا وه پرته له کومې ويرې څخه دنادرا سره انتخابي فهرستونه داسې جوړ کړل شوي چې څوک پرې اعتراض ونۀ کړي.
نوموړي زياته کړه داليکشن کميشن عمله دفهرستونو په تيارۍ کښې درايې اچونکو کورونو ته ورغلې اوتصدیق يې کړى، د٨ؤ کروړو۴٣ؤ لکو او ٦٠ؤ زرو رايې اچوونکو اندراج شوى.
دانتخابي کميسون مشر وويل مونږ پوره هڅه کوؤ چې په اليکټورل رول څوک نيوکه ونۀ کړي.
فخرالدين جي ابراهيم وويل مونږ ديوې ډلې پشان کار کوؤ او دنادرا سره په گډه درايې اچونکو فهرستونه تيار کړل شوي دي.
نوموړي وويل اليکشن کميشن اهل افسران لري او ووټر لسټونه زيات روڼ انده جوړ کړل شوي دي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان خارجه دفتر: کرغزستان کې هیڅ یو پاکستانی نه دی وژل شوی اؤ نه په پاکستانۍ میرمن جنسي تیری شوی

Kyrgyzstan
Kyrgyzstan

په کرغزستان کې په پاکستاني طالبعلمانو د شوي تشدد پسر د پاکستان خارجه دفتر د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور رابللی اؤ په دغه پېښه ېې ورته سخت احتجاج کړی.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ وایي چې په دې بریدونو کې هیڅ یو پاکستانی نه دی وژل شوی اؤ نه هم په کومه پاکستانۍ مېرمنه جنسي تیری شوی دی.

پاکستاني رسنیو د خالي یا شنبې په ورځ ویلي د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور په دغه پېښه خارجه دفتر ته بلل شوی اؤ د پاکستان لخوا ورته په یاده پېښه خپلې اندېښنې ښودل شوي.

پاکستان د کرغزستان سفارتکار ته ویلي چې باید حکومت یې د پاکستاني زده کوونکو تحفظ باوري کړي اؤ په دې لړ کې دې ټول ممکنه ګامونه واخلي.

د پاکستان خارجه دفتر ویلي چې د پاکستان حکومت ګرده نړۍ کې د خپلو وطنوالو د تحفظ اؤ امنیت چارې په سنجیدګۍ سره اخلي اؤ دهغوي د خېر ښېګړې باوري کولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اخلي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پاکستان ایکسپریس رسنۍ ته ویلي چې اوړمه شپه رامنځته شوې پېښه د اندېښنې وړ ده اؤ زمونږ زده کوونکو ته چې کوم تکلیف رسېدلی اؤ هغه د قبلولو وړ نه دی،

ویاندې ویلي، مونږ د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللی اؤ ددې پېښې په اړوند مو له خپلو تحفظاتو خبر کړی دی.

ویاندې ویلي په حملو کې د پاکستان هیڅ یو وګړی نه دی وژل شوی اؤ نه پاکستانۍ مېرمنې سره د جنسي تیري په خورو شوؤ خبرونو کې څه حقیقت شته.

هغې وویل مونږ د کرغزستان د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې زمونږ د زده کوونکو امنیت باید په سمدستي توګه باوري کړي اؤ مونږ ته په لوړه کچه د خپلو زده کوونکو د امنیت نیونې باور راکړل شوی دی.

ممتاز زهره بلوڅ ویلي چې د زده کوونکو د لارښوونې لپاره د پاکستان سفارتي مامورین هر وخت په دفتر کې دننه موجود پاتې شوي اؤ مونږ پاکستاني زده کوونکي یوازې نه دي پرېښي

د ایکسپریس ټي وي په دغه پروګرام کې له کرغزستان څخه پاکستاني زده کوونکو هم خبرې کړي اؤ هغوي ویلي چې دلته وضعیت ډیر اندېښمن دی اؤ مونږ په ویره کې یو.

پاکستاني زده کوونکي توقیر سرور ویلي کومو کسان چې کرغزستان کې په دوي بریدونه کوي هغوي کې زیاتره نشه یان دي اؤ دې نشه یانو د بهرنیو زده کوونکو نه پیسې غوښتې.

هغه وویل دوي اندېښمن دي چې برید کوونکي به پرې یو وارې بیا د زیات شدت سره حمله وکړي.

ښځینه زده کوونکې خدیجه صدیق ویلي بشکیک کې د مقامي خلکو اؤ بهرنیو زده کوونکو تر منځ له جګړې وروسته د راپېدا شوي وضعیت نه هم په ویره کې یو د پاکستان حکومت ته زمونږ امنیت باوري کولو کې خپل کردار ادا کړي.

هغې وویل حمله کوونکو پاکستاني جینکو ته هیڅ نه دي ویلي خو هلکان یې وهلي دي.

زیاتره پاکستاني زده کوونکو وویل هغوي غواړي له کرغزستان څخه په خوندي ډول خپل هیواد ته ولیږل شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار اؤ د سیفران وزیر انجنئیر امیر مقام ته په بشکیک کې د ګیرو پاکستاني زده کوونکو سره په تماس کې د پاتې کیدو اؤ د هغوي د امنیت خوندي کولو لپاره د ګامونو اخستلو امر کړی دی.

تېره ورځ د منځنۍ اېشیا د هیواد کرغزستان په سرښار بشکيک کې په پاکستاني او نورو بهرنيو زده کوونکو د تشدد خبرونه مخې ته راغلي وؤ، د پاکستان ‏وزيراعظم شهباز شريف د زده کوونکو په حال ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، بشکيک کې یې پاکستاني سفير ته د زده کوونکو سره د هر ډول ‏مرستې لارښوونه کړې ده.‏

په ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې د تشدد پېښې ليدل کیږي، ځينو کسانو پاکستاني زده کوونکو ته د مرګ ژوبلو اوښتو خبرونه هم ورکړي ‏دي.‏

نوښار: د وسله په ډزو کې یو پولیس عسکر وژل شوی

KPK Police file photo
KPK Police file photo

د خېبر پښتونخوا په نوښار سیمه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ برید کوونکي د پېښې له ځای تښتېدلي دي.

د نوښار د اضاخیلو پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او سید عادل شاه ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي چې په پولیس عسکر نور الله دا برید تېره ورځ د نوښار په امان ګړهـ سیمه کې شوی دی.

رسنیو سره خبرو کې سید عادل شاه ویلي چې پولیس عسکر نور الله چې د پولیسو په ضلعي استخباراتي څانګه کې یې ماموریت ترسره کولو ، تېره ورځ له ډیوټۍ ترسره کولو وروسته په موټر سایکل کور ته روان ؤ چې د امان ګړهـ پل سره نزدې په وسله والو برید کړی دی.

د وسله والو په ډزو کې وړومبی پولیس عسکر نور الله سخت ژوبل شو اؤ کله چې هغه په ژوبل هسپتال کې روغتون ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو تاوان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د ملزمانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي خو پولیس وایي چې لا یې ددې پېښې په تړاؤ هیڅوک نه دي نیولي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې خېبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي ځواکونه څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري ټي ټي پي اؤ داعش پغاړه اخستې ده.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په تخت له قبضې کولو راپدیخوا په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدنو لړۍ وارې بیا چټک شوې چې تر دې دمه پکې په سوونو عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګولي چې په پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ وایي افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي.

خو افغان طالبان بیا د پاکستاني چارواکو دا تورونه په سخته رودي اؤ وایي د خپل امنیت ساتنه د پاکستان خپله دنده اؤ د خپلې ناکامۍ پړه دې د افغان طالبانو په اوږو نه اچوي.

نړیوال بانک اټکل کړی راتلونکي مالي کال کې به په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 15 فیصدي ته راښکته شي

PAKISTAN-FINANCE-ECONOMY-UNEMPLOYMENT-ILO
PAKISTAN-FINANCE-ECONOMY-UNEMPLOYMENT-ILO

نړیوال بانک اټکل کړی چې راتلونکي مالي کال کې به په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 15 فیصدي ته راټیټه شي.

د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل تازه خپور کړي رپورټ کې نړیوال بینک ویلي روان کال کې امکان دی چې په پاکستان کې به د ګرانۍ کچه تر 26 فیصدي وي.

بانک وایي چې روان مالي کال کې به په پاکستان کې د معیشت د نمو شرحه 1.8 فیصدي وي اؤ په راتلونکي مالي کال کې به دا کچه 2.3 فیصدي څخه زیاتیږي.

نړیوال بانک پخپل رپورټ کې اټکل کړی چې راتلونکي مالي کال کې به د زراعت اؤ صنعت د نمو شرحه 2.2 فیصدي وي اؤ د کرنټ اکاونټ د خسارې د معیشت اندازه یې 0.6 فیصدي لګولې ده.

رپورټ کې اټکل شوي چې د پاکستان د راتلونکي مالي کال مالیاتي خساره به د جي ډي‌ پي 7.4 فیصدي وي اؤ سږکال د مالي مالي کال د مالیاتي خسارې د جي ډي پي 8 فیصدي ته د رسېدو امکان دی.

آي ایم ایف پاکستان کې راتلونکې ګرانۍ ته څنګه ګوري؟

تر دې وړاندې تېره اوونۍ نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) هم اټکل کړی ؤ چې په راتلونکو څلورو کالو کې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه په پرله پسې ډول کمه شي اؤ د سرکاري زېرمو تر 20اربو ډالرو د لوړیدو وړاندوینه یې کړې وه.

آی ایم ایف پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې د مالي کال 2028م پورې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 6.5 فیصدي ته وغورځیږي اؤ په کال 2027م کې به هم د ګرانۍ کچه 6.5 فیصدي وي.

خو آی ایم ایف بیا وړاندوینه کړې وه چې په مالي کال 2026م کې به په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 7.6 فیصدي پاتې شي.

رپورټ کې وړاندوینه شوې وه چې راتلونکي مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.7 فیصدي وي اؤ د کال 2028م پورې به د پاکستان د جي ډي پي وده 5 فیصده ته ورسیږي.

د پور د نوي تړون هڅې:

پاکستان سره د پور په نوي پروګرام د خبرو اترو د لمړي پړاؤ لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف د تکنیکي پوهانو پلاوی پاکستان ته رسیدلی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینې وایي چې پاکستان هڅه کوي له آي ایم ایف سره د 6 نه نیولی تر 8 اربو ډالرو د پور یو نوی تړون وکړي چې موده به یې درې کاله یا تر دې هم اوږده وي.

د پاکستان راتلونکی بجټ څنګه ترتیب کړل شوی؟

د پاکستاني مطبوعاتو له مخې د پاکستان د راتلونکي کال د بجټ شمیر شمیرې پاکستاني چارواکو آي ایم ایف ته سپارلي دي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ ویلي چې آي ایم ایف ته سپارل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې پاکستان راتلونکي بجټ کې د ابتدایي لګښتونو اټکل 24 زره اؤ 710 روپۍ شوی دی اؤ د حکومت د روانو لګښتونو اندازه بیا 22 زره اؤ 37 اربه روپۍ لګول شوې ده.

اي ایم ایف ته ورکړل شوؤ شمیرو کې ویل شوي چې د راتلونکي مالي کال د وفافي پرمختیاي بجټ حجم به 2 زره اؤ‌590 اربه روپۍ وي.

شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي وفاقي بجټ کې به د رعایتونو لپاره یو زر اؤ 509 اربه روپۍ اېښودل کیږي اؤ د انرژۍ په څانګه کې د اسانیو ورکولو لپاره د 800 اربه روپو اټکل شوی دی.

د بجټ شمیرو کې ویل شوي چې راتلونکي مالي کال کې د حکومت د ټول امدن اندازه 15 زره اؤ 424 اربه روپۍ ده اؤ راتلونکي مالي کال کې د ټیکسونو له لارې د 11 زره اؤ‌113 اربه روپو راټولولو اټکل شوی.

اوس پخپل سېل فون کې د سوات عجايب خانې تفصيل کتلی شئ


د سوات عحائب خانې انچارج نواز الدين وايي
دا عجائب خانه اوس د پاکستان په جدید عجائب خانو کښې شمارېږي. دلته به اوس خلق په جديد طریقه د سوات میوزیم
د سوات عحائب خانې انچارج نواز الدين وايي دا عجائب خانه اوس د پاکستان په جدید عجائب خانو کښې شمارېږي. دلته به اوس خلق په جديد طریقه د سوات میوزیم

فياض ظفر

د سوات عجائب خانه چې شمار يې د ګندهارا تهذيب په غټو عجائب خانو کښې کېږي اوس به خلک د دلته پرتو ټولو تاريخي څیزونو کتنه په کیو ار کوډ هم په خپل موبائیل کښې کولی شي.

د عجائب خانو په نړيواله ورځ د سوات عجائب خانې په اړه د وي او ای ډيوه همکار فياض ظفر معلومات رايوځای کړي او د خلکو سره يې پرې خبرې کړي چې تفصيل يې په دې ليک کې راوړو.

د چین یو تنظیم د سوات عجائب خانې دپاره یو سافټ وئير پروګرام جوړ کړی دی او د سوات په عجائب خانه کښې پراته ټول څیزونه ئې د کوېک رېسپانس لا د کیو ار کوډ سره نتي کړي دي. اوس چې څوک هم په خپل موبائیل دې عجايب خانه کښې کوم څیز سکېن کوي نو د هغې عکسونه او تاریخ به ورته پخپله راښکاره کيږي.

د سوات عحائب خانې انچارج نواز الدين وايي

دا عجائب خانه اوس د پاکستان په جدید عجائب خانو کښې شمارېږي. دلته به اوس خلق په جديد طریقه د سوات میوزیم څیزونه کتلی شي.

د سوات عجائب خانه په هغې غټو عجائب خانو کښې ده چرته چې د ګندهارا تهذیب ډېر زاړۀ اثار پراته دي. دې عجائب خانه کښې د پښتو دور او د یوسفزو د رياست د وخت هم ډېر څیزونه او ياداشتونه پراته دي.

د سوات يو د زړو اثارو او تاريخ زده کونکی محمد سعيد ډيوه ته وايي “زۀ ډېر خوشحاله یم چې نن دې میوزیم ته راغلم. ډېر زاړۀ او تاریخي څیزونه مې ولیده”.

په دې عجائب خانه کښې د بدها د پښې نخښه په یوګټه موجوده ده او د بدهـ مت نور ډېر زاړۀ بوتان،سيکې او نور تاریخي څیزونه پکښې موجود دي چې په نړۍ کښې د بدهـ مت مذهب منونکو دپاره ډېر مقدس دي.

سوات ته د نیدر لېنډ نه راغلی سيلګری کرېس وايي “زما دا میوزیم ډېر زیات خوښ شو. د سوات آرټ ډېر ښکلی دی او د پخواني وخت په لرګو د لاسو کار هم ډېر خوندور و”.

دا عجائب خانه په 1963 کښې د ریاست سوات په وخت کښې جوړه شوې وه خو په ۲۰۰۸ کښې چې په سوات کې اړی ګړی و نو په یوه بمي چاودنه کښې د دې ودانۍ ته ډېر زیان رسېدلی و.

د هغې وروستو بیا هر څه د پېښور او ټېکسلا عجائب خانو ته وړلی شوي وو خو په 2014م کښې چې د اټلي حکومت کله ياده وداني بيا جوړه کړه نو دغه سامان ئې ورته واپس راؤړو.

بلوچ يکجهتي کميټي: د بلوچستان ګوادر ښار په يو لوی جېل بدلول کيږي، حکومت وايي داسې نه ده

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غړو په وينا يوه اونۍ وړاندې د اوسپنيزو تمبو د بيرته لګولو لپاره تر څو کلو ميتره پورې د تمبو د لګولو په موخه کډي ايستل شوي خو له اولسي کلک غبرګون ورستو اوس پرې کار بند شوی.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غړو په وينا يوه اونۍ وړاندې د اوسپنيزو تمبو د بيرته لګولو لپاره تر څو کلو ميتره پورې د تمبو د لګولو په موخه کډي ايستل شوي خو له اولسي کلک غبرګون ورستو اوس پرې کار بند شوی.

حفيظ الله ستوری شيراني

د بلوچ يکجهتي کمېټۍ غړي تور پورې کوي چې د بلوچستان حکومت په ساحلي ښار ګوادر کې پر اوسپنيز شپول/باړ لګولو بيا کار پېل کړی او له هم دې لارې حکومت د ګوادر ځايي اوسېدونکي کډه بارولو ته اړ کوي چې له هغه ورستو به د ګوادر و چين حکومت ته حواله کړي.

د بلوچستان حکومت ياد تورونه سياسي بللي او وايي په داسې کومه پروژه کار نه کوي او دا خبرې بې بنياده دي.

په هم دې باب د خالي، شنبې په ورځ د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې د بلوچ يکجهتي کمېټۍ په نوم تنظيم يوه ورځنی سيمنار کړی چې پکې بلوچ ماشومانو او ښځو ګډون کړی.

دوی په لاسونو کې په نيول شويو لوحو/چارټونو خپلې اندېښنې او خفګان ليکلی و چې ځينې ليکل يې داسې دي، “زه د ګوادر اوسېدونکې يم خو هره ورځ زما شناخت پوښتل کيږي، چې څوک يې او له کومه راغلې”. “موږ بلوڅ د ګوادر سمندر مالکان يو خو اوس چاينا د دې ملکيت تر لاسه کوي، زه هر سهار ځکه خپل ښونځي ته ناوخته رسيږم چې په ګوادر کې د وي ايي پي پرټوکول پر نامه لارې بندې وي”.

د دې ترڅنګ دې ته ورته نورې جملې هم ليکلې شوې وې خو دا يو خاموشه احتجاج و.

د کوټې په پريس کلب کې په يوه ورځني سيمنار کې چې د بلوچ يکجهتي کميټۍ له لوري جوړ کړل شوی و تر دوه نيم سوه نه زيات بلوڅ نارينه او ښځينه سياسي او مدني فعالانو، استادانو، وکيلانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ګډون درلود.

له لويې پروژې څخه د لوی جېل پر لوري په نامه ياد سيمنار نومول شوی و او د بلوچ يکجهتي کونسل د غړو په وينا د حکومت له لوري د ګوادر ښار په اوسپنيز کېړ يا باړ کې بندولو لړۍ بيا پېل شوې چې دوی ته په يو قيمت منظوره نه ده.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ غړې ډاکټر ماه رنګ بلوچ وي او ای ډيوه ته وويل "د باړ په لګولو سره دوی خلک تنګول غواړي او د ځايي ابادي لدې ځايه د لېږدولو پلان لري. تر دې وړاندې يې هم د سي پيک روټ يا لارې په نامه ټول ځايي اباد خلک له خپله ښاره او کوره په کډه کولو مجبوره کړل او د خلکو په زوره لادرکه کول او پوځي عمليات هلته زيات شوي. دا هر څه د دې لپاره دي چې ګوادر ښار په مکمله توګه و چين ته حواله کړل شي، چې دا يو غېر انساني عمل دی".

د ګوادر د کېړ په اړه د بلوچ يکجهتي کونسل او د نورو بلوڅ سياسي ګوندونو دريځ د ګوادر ضلعي او د بلوچستان ايالتي حکومت ناسم بللی. د بلوچستان حکومت ايالتي وياند شاهد رند په خپاره کړي بيان کې ويلي،"په ګوادر کې داسې کوم عمل ندی روان".

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غړو په وينا يوه اونۍ وړاندې د اوسپنيزو تمبو د بيرته لګولو لپاره تر څو کلو ميتره پورې د تمبو د لګولو په موخه کډي ايستل شوي خو له اولسي کلک غبرګون ورستو اوس پرې کار بند شوی.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ يو بل غړی سيد صبغت الله شاه جي وايي "زموږ په خواه کې موږ څاروي، پسونه په کېړ يا باړ کې بندوو، د ځينې نورو ملکونو په څېر دلته د ګوادر خلک د امنيت د خونديتوب پر نامه په باړ کې بندي کړي، و بلوڅانو ته خو د نا امنۍ کومه ستونزه نشته نو نه پوهېږو چې دوی په کومه وجه بيا باړ لګوي".

د کال 2000م په لومړۍ لسيزه کې شروع شوې د پاکستان او چين تر ميان د سي پيک په نامه اربونو روپو اقتصادي پروژې مرکز هم ګوادر ښار دی. د بلوڅ وسلوالو تنظيمونو له لوري د يادې پروژې پر ضد د ګوادر په ګډون په بيلا بيلو بلوڅ ميشتو سيمو کې وسلوال فعاليت کېږي او د زياتره مرګونې بريدونو زمه وارۍ هم وسلوال تنظيمونه مني.

د پاکستان حکومت په کال دوه زره شلم کې د ګوادر ښار د خونديتوب پر نامه په لومړي پړاو کې د شاوخوا يو نيم ارب روپو ځانګړې پروژې اعلان کړې وې او ويل شوي وو چې پدې رپويو به په تول ښار کې نوې عسکري پوستې جوړوي، ځانګړې کيمرې او د جديده سيکورټي نظام به فعاله کوي.

هغه وخت ځينې سرکاري چارواکو رسنيو ته ويلي وو چې د ګوادر ښار د کېړ يا باړ راچاپېرولو پلان هم د سيف سيټي پراجېکټ برخه ده چې له پيشکان نومي سيمې څخه بيا تر کوسټل های ویز جیونی زیرو پوائنټ پورې به د ګوادر ښار شاوخوا څلور 24 کلو ميتره برخه په دې کېړ کې بنده وي.

د ګوادر ښاروال، بلوڅ يکجهتي کمېټۍ او سياسي ګوندونو په بيا بيا ويلي که حکومت د باړ لګولو نا تايد شوی پلان عملي کولو هڅې کړندۍ کړې دوی به يې پر ضد په کلک احتجاج لاس پورې کړي.

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG