لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: په کشمیر کې د هندوستان د اوربند خلاف ورزیو ته به اغیزمن ځواب وایو


دواړه هیوادونه وخت په وخت په کشمیر کې په یو بل د لاین اف کنټرول د خلاف ورزۍ الزامات لگوي
دواړه هیوادونه وخت په وخت په کشمیر کې په یو بل د لاین اف کنټرول د خلاف ورزۍ الزامات لگوي

د پاکستان پوځ ویلي هندوستان په کشمیر کې د ډز بندۍ خلاف ورزي زیاته کړې خو پاکستاني ځواکونه به ورته موثره ځواب ورکوي. دا خبره د پاکستاني پوځ لوړ رتبه کمانډرانو په خپله غونډه کې کړې ده.

د پاکستاني پوځ د کمانډرانو غونډه د شورو، چارشنبې، په روځ د جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ کې وشوه.

د غونډې ورسته پوځ په خپل بیان کې وویل چې کمانډارنو په کشمیر کې د ډزبندۍ د زیاتیدونکو پېښو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې هند ته به اغیزمن ځواب ورکوي.

د پاکستاني پوځ بیان نه څو ورځې وړاندې د هند د کورنيو چارو وزیر راجنات سنگ هندي پوځ ته وویل که چرې د پاکستان پوځ ورباندې یو ډز وکړي نو دوي دې ځواب کې بې شمېره ډزې کوي. د هندوي مطبوعاتو ترمخ، ښاغلي سنگ دغه بیان په یوه انتخابي جلسه کړې ورکړی و.

د هند او د پاکستان ترمنځ د کشمیر په موضوع د تودو بیانونو تبادله څه نوی خبره نه ده. دواړه هېوادونه په کشمیر د ملکیت دعوه لري او سیمه یې ترمنځ ویشل شوي ده.

کشمیر د لاین او کنټرول نومې کرښې دلارې د پاکستان او د هندوستان ترمنځ تقسیم دی. دغه کرښه په کال ١٩۴٨ م په کشمیر کې د هندوستان او د پاکستان د جنگ ورسته د ملگرو ملتونو په منځگړيتوب راښکل شوه. په هغه وخت کې دغه کرښې ته د ډزې بندۍ لیکه یا سیزفایر لاین ویل کیدل.

په سیمه کې د ملگرو ملتونو مبصرین هم پرځای شوي دي خو ددې باوجود دواړه هیوادونه وخت په وخت په کشمیر کې په یو بل د لاین اف کنټرول د خلاف ورزۍ الزامات لگوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG