لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام آباد کې د پولیسو او حکومتي ملازمینو ترمنځ تشدد – د پایتخت لارې بندې شوي


په اسلام آباد کې د ګرد پاکستان نه راغلي د سرکاري ادارو ملازمینو لخوا احتجاج روان دې او دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې فوري توګه د دوی تنخوا ګانې سېوا کړي.

سرکاري ملازمین وایي چې موجوده د پاکستان تحریک انصاف حکومت دوه ځلي بجټ منظور کړو خو د سرکاري ملازمینو تنخوا ګانې یې زیاتې نه کړې.

بل خوا هېواد کې دومره ګراني شوې ده چې موجوده تنخوا کې دوی ته خپل کور ساتل ګران دي. د احتجاج په وخت پولیسو لخوا په مظاهرچیانو تشدد هم شوی دی او پولیسو ېو شمیر مظاهرچیان نيولي هم دي.

دې احتجاج کې شرکت د پاره د ګرد پاکستان نه سرکاري ملازمین اسلام آباد په لور روان دي او د دوی لارې نیولو د پاره اسلام آباد ته د داخلېدو ټولې لارې تړل شوي دي. دغه شان مظاهره چیانو هم د اسلام آباد مهم سړکونه تړلې دي.

دا احتجاج چې کله پېل شو، نو پرامنه وو خو د اسلام آباد پولیسو لخوا د مظاهرچیانو د مشرانو د ګرفتارۍ نه پس، دوی د پارلیمان مخامخ احتجاج د پاره د تګ هڅه کوله چې پولیسو پرې اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړ. دغه شان د مظاهره چیانو لخوا هم په پولیسو کاڼي ویشتل شوي دي چې پکې د پولیسو تنان هم ژوبل شوي دي.

بل خوا، حکومتي وزیرانو - پرویزخټک، شیخ رشید او علي محمد خان یو شریک خبري کانفرنس ته وئیلي دي چې حکومت د سرکاري ملازمینو تنخوا زیاتولو ته تیار دی خو اوس د سرکاري ملازمینو غوښتنې نورې هم زیاتې شوې دي او د خزانې وزارت سره سلا مشورې نه پس به په تنخوا ګانو کې د اضافې اعلان وشي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وینا وه چې دې احتجاج ته اوس سیاسي شکل ورکړی شوی دی او که چېرې دا سرکاري ملازمین د سیاسي ګوندونو د پاره استعمال شول، نو تاوان به هم دې ملازمینو ته رسیږي.

دې احتجاج کې شامل د پیښور ېو سرکاري سکول استاد وایې چې موجوده حکومت د استخباراتي ادارو د ملازمینو تنخوا زیاته کړه، د پارلیمان د غړو تنخوا ګانې زیاتوي، دسیڼېت انتخاباتو کې د کروړونو روپو استعمال روان دې خو یو غریب سرکاري ملازم په زړه تنخوا کار کوي.

مظاهره کې شریک تنانو وینا وه چې دا احتجاج به تر هغه وخت پورې روان وي چې حکومت د دوی غوښتنې په عملي توګه نه وي منلي، ځکه چې وړاندې هم ورسره حکومت د تنخوا د سېوا کولو لوظ کړی وو خو دا یې بیا پوره نه کړو. ​

XS
SM
MD
LG