لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دډيورنډ کرښه په نړيوال کچ منل شوې


وکټوريه نولينډ ديو مطبوعاتي احوال په موقع په ډاگه کړې وه چې امريکا دډيورنډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمينځ نړيوال سرحد مني او دډيورنډ په اړه دامريکې په دريځ کې هيڅ بدلون نۀ دى رامينځته شوى
وکټوريه نولينډ ديو مطبوعاتي احوال په موقع په ډاگه کړې وه چې امريکا دډيورنډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمينځ نړيوال سرحد مني او دډيورنډ په اړه دامريکې په دريځ کې هيڅ بدلون نۀ دى رامينځته شوى
پاکستان وائي دډيورنډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمينځ منل شوې کرښه ده او دغه کتاب له منل کيدووروستو اوس په بشپړډول بند دى.
دزيارت په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داووۀ نيز احوال تيرولو په مهال دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل دډيورنډ کرښه په نړيوال کچ دپاکستان او افغانستان ترمينځ پوله منل شوې او دغه باب نور ټپ شوى دى.
هغه وويل افغانستان سره پاکستان دښو گاونډيانو په څير دورورولۍ اړيکې غواړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل داسامه بن لادن په اړه دپاکستان دريځ مدام ډاگيز پاتې شوى دى.
دهغه وينا وه مونږ دترهه گرۍ په ضد دهاغه جنگ ذمه واري په غاړه لرو، کوم چې زمونږ په ځمکه کيږي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله په بابله افغانستان کې ميشتو نړيوالوځواکونو او افغان حکومت ته يو ليک سپارلى دى او هغوي يې په دغه اړه دخپل نظر څخه خبر کړي دي.
ديوې پوښتنې پوښتنې په ځواب کې دبهرنو چارو ددفتر ترجمان وويل پاکستان پخپله خاوره دبې پائيلټه الوتکو له لوري کيدونکو بريدونو سره اختلاف لري.
دهغه وينا وه امريکا کې چې دکيدونکو ټولټاکنو څخه وروستو هر حکومت جوړ شي ، پاکستان به ورسره دخپلو اړيکو دښه کولو هڅې دوامداره ساتي.
دپاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي دي چې دشورو په ورځ دامريکا دبهرنو چارو ددفتر وياندې وکټوريه نولينډ ديو مطبوعاتي احوال په موقع په ډاگه کړې وه چې امريکا دډيورنډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمينځ نړيوال سرحد مني او دډيورنډ په اړه دامريکې په دريځ کې هيڅ بدلون نۀ دى رامينځته شوى.
امريکائي وياندې په ډاگه کړې وه چې پاکستان او افغانستان دپاره دامريکا دځانگړي استازي مارک گراسمين له لوري دډيورنډ دکرښې په اړه هاغه جاري کړل شوى بيان بيخي سم دى چې پکې يې وئيلي وؤ چې امريکا دپاکستان او افغانستان ترمينځ دډيورنډ کرښه په رسمي ډول نړيواله پوله گڼي.
په دغه بيان کې دا هم وئيل شوي وؤچې ډيورنډ دکرښې په اړه دافغانستان په ميډيا خبرې مخې ته راروانې دي ،خو افغان حکومت په دغه اړه هيڅ احتجاج نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG