لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سینیټ د چېئرمین په چوکۍ باندې د پاکستان د سیاسي ګوندونو سیالي تېزه شوې ده


په داسې حال کې چې د پاکستان سینیټ د ټاکنو ورسته د حکومت او مخالف ګوندو له خوا د سینیټ د چیئرمین د چوکۍ د پاره هلې ځلې شورو شوي دي، د دواړو اړخونو نه پر یو بل د تورونو لړۍ هم روانه ده.

د مسلم لیګ نواز ډلې مرستیالې صدرې مریم نواز ویلي، عمران خان د باور رایې اخیستو د پاره د پاکستان ادارې کارولې چې له سببه یې څه اخلاقي، آئیني او قانوني حیثیت نه لري.

په اسلام آباد کې د مسلم لیګ ن ګوند د مشرانو د غونډې وروسته، د مطبوعاتو سره خبرو کې مریم نواز وویل: «د باور رایه په زور اخېستل شوې ده، عمران خان ته د باور رایې ورکوونکو خپله پرېکړه بدله کړې نه وه بلکې په زور ورباندې بدله کړی شوې وه.

بل طرف ته د تحریک انصاف وینا ده چې د سينیټ د ټاکنو دپاره، د مخالفو ګوندونو له اړخه، د دوی د ګوند غړي په پیسو اخېستل شوي دي.

وفاقي وزیر شبلې فراز ویلي عمران خان د اخلاقیاتو سیاست کوي او د پیسې په زور سیاست کوونکو هیواد تباه کړی دی. شبلي فراز زیاته کړې ده: «حکومت له هغو قوتونو سره جنگیږي چې مشري یې پي ډي اېم کوي. دغه خلک د خپلو کاروبارونو کولو دپاره واک تر لاسه کول غواړي، خو حکومت به د چا فشار نه قبلوي.»

د اسلام آباد د سینیټ چوکۍ د پي ډي اېم د کاندید یوسف رضا ګیلاني د ګټلو وروسته، وزیراعظم عمران خان له اړخه قامي اسمبلې څخه د باور ووټ ترلاسه کړی شوی و.

د واکمن ګوند تحریک انصاف او د مخالفو ګوندونو له اړخه د سینیټ چېئرمېن او ډيپټي چېئرمېن د چوکۍ دپاره اوس هلې ځلې شورو شوي دي. تحریک انصاف د سینیټ د چېئرمین د چوکۍ دپاره اوسنی د سینیټ چېئرمین صادق سنجراني د نامه اعلان کړی دی.

بل پلو ته د مخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي اېم له اړخه که څه هم د چېئرمین او ډيپټي چېئرمین دپاره تر اوسه د کاندید د نامه اعلان ندی شوی، خو د یوسف رضا ګیلاني د کامیابۍ وروسته، پیپلز ګوند د سینیټ چېئرمن په توګه هم د دوی د کامیابۍ لپاره هلې ځلې او د سیاسي مشرانو سره لیدنې کتنې شورو کړي دي. په دې لړ کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په پنجاب کې د واکمن تحریک انصاف د اتحادي ګوند، مسلم لیګ ق د مشرانو لیدلي.

پیپلز ګوند، متحده قومي مومنټ ته د سیند په حکومت کې د ګډون بلنه هم ورکړې ده. بل اړخ ته د پرویز خټک په مشرۍ کې د تحریک انصاف مشرانو هم خپل د کاندید د ملاتړ دپاره، ولي باغ کې د عوامي نېشنل ګوند د سېنیر نایب صدر، امیر حیدر خان هوتي په شمول، د نورو مشرانو سره لیدلي دي.

په سینیټ کې دا وخت د مخالفو ګوندونو د ائتلاف دري پنځوس (۵۳) او د واکمن تحریک انصاف ډله او اتحادیان اوه څلوېښت (۴۷) غړي لري.

د سینیټ د چېئرمین ټاکنې به د روانې مارچ میاشتې په دوولسمه (۱۲) نېټه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG