د بلوچستان صادق سنجراني د پاکستان د پارلیمنټ ایوان بالا یا سنېټ نوی چیرمین او د پاکستان پیپلز پارټۍ سلیم مانډي والا نایب یا ډپټي چیرمین وټاکل شو.
د سنیټ ددغه څوکو دپاره د گل، دوشنبې، په ورځ د سنیټ نوو منتخب شوو غړو ووټونه اوچول.
د صادق سنجراني په مقابله کې د واک من پاکستان مسلم لیگ (ن) راجه ظفرالحق او د سلیم مانډي والا په مقابله کې سنیټر عثمان کاکړ ودریدلي وو. د ښاغلي کاکړ تعلق د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره دی.
صادق سنجراني او سلیم مانډي والا ته د پاکستان پپیلز پارټۍ، تحریک انصاف او د حزب اختلاف نورو گوندو ملاتړ ترلاسه وو.
راجه ظفرالحق او عثمان کاکړ د پاکستان مسلم لیگ (ن) او د حکومت د ائتلافي گوندونو امیدواران وو.
صادق سنجرانی چې د بلوچستان نه په ازاده توگه د سنیټ غړی منتخب شوی دی، د چیرمنۍ څوکۍ دپاره په ٥٧ ووټونو غوره شو. د هغه په مقابله کې راجه ظفرالحق ۴٦ ووټونه واخیستل.
د ډپټي چیرمن دپاره سلیم مانډي والا ٥۴ ووټونه واخیستل او د هغه په مقابله کې عثمان کاکړ ۴۴ رای واخیستلې.
د ووټونو گټلو ورسته، صادق سنجرانی د سنېټ د چیرمین په حیث او سلیم مانډي والا د ډپټي چیرمین په حیث د خپلو خپلو څوکو سوگندونه پورته کړل.
د چیرمین او د ډپټي چیرمن دپاره د ووټونه نه وړاندې وړاندې پريزايډنګ افسر سرداريعقوب د نوؤ منتخب شوؤ سېنېټرانو نه سوګند واخستو.
د رپوټونو ترمخه په نوؤ منتخب شوؤ ۵۲ سېنېټرانو کې د مسلم ليګ ن اسحاق ډار چې د ملک څخه بهر دی هغه سوګند نه دی پورته کړی.
د پاکستان د ائين ترمخه هر درې کاله وروستو د سېنېټ نیمايي غړي د خپلې مودې په پوره کولو څوکۍ خالي کوي.
د سېنېټ د مشرانو د ټاکنې دپاره د ووټونه وخت د مازديګر څلور بجې ټاکل شوی و. او ويل شوي وو چې د پټو رايو د لارې به نوي مشران ټاکل کيږي.
د سېنېټ د مشرۍ دپاره د ائین یا دستور لاندې د سېنېټ چیرمین ته د ایوان بالا د مشرۍ لپاره ۵۳ کاندیدانو راېې ترلاسه کول ضروري وي.
دا وخت مېدان ته راوتلې دواړه فريقه د خپلو خپلو ووټرانو د شمېرو ادعاوې کوي.
خو دا مهال په سېنېټ کې د واکمن مسلم لیګ (ن) ۳۳، د پاکستان پیپلز ګوند ۲۰، د پاکستان تحریک انصاف ۱۲، د نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او متحده قومي مومنټ پينځه پينځه، د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې څلور، د عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل، جماعت اسلامي او پاکستان مسلم لیګ (ف) یو یو او ۱۶ ازاد غړي دي.