لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته د طالبانو د جګپوړي هیئت سفر، د څېړونکو له نظره


د طالبانو نایب مشر ملا عبدالغني برادر تېر کال د اکټوبر په میاشت کې هم پاکستان ته سفر کړی و

د طالبانو د دې دعوې نه پس چې د ملا برادر په مشرۍ د هغو یو جګپوړی هیئت د پاکستان د خارجه وزارت په رسمي بلنه اسلام آباد ته سفر کړی دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ګل/دوشنبې په ورځ د دې خبرې پخلی وکړ.

قریشي په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال، وویل، "مونږ بلنه ورکړې ده، له یو بل سره سلا کوو. سوله او استحکام په نظر کې ساتلو سره، مونږ ته دا مخ په وړاندې تګ کول دي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د افغان سولې د عمل خرابوونکي هم موجود دي چې غلط فهمۍ په منځ کې راوستلو هڅې کوي، خو حقیقت دا دی چې د افغانستان واضح اکثریت سوله غواړي او پاکستان په نیک نیتي سره د دوی مرسته کوي. د هغه وینا ده چې د پاکستان تګلاره په افغانستان کې مداخلت ندی.

د طالبانو ډلې د دې څخه وړاندې تېر کال د اکټوبر په میاشت کې له دوحې نه پاکستان ته سفر کړی و او اوس دا سفر په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې وړاندې د اګست په اتلسمه نېټه د پاکستان د خارجه وزارت له اړخه قانوني احکامات جاري کړی شوي و چې په کې د افغان طالبانو په شمول د یو شمېر ترهګرو ډلو او خلکو اثاثې منجمد کول، د سفر او وسلو په اړه د بندیزونو حکم ورکړی شوی و.

د دې سفر په اړه بېلابېل نظرونه:

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پرون په ټویټر باندې یو بیان خپور کړ او هغه کې یې وویل چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هیئت به "د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي."

د امریکا په وېلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي آسیا د برخې یو څېړونکی مایکل کوګلمن وایي دا مناسبه خبره نده چې د پاکستان د حکومت چارواکي په داسې مسایلو باندې د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره خبرو ته کیني.

کوګلمن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، "دا چې د طالبانو هیئت به له اسلام آباد سره د تجارت، مهاجرو او نورو مسایلو باندې خبرې کوي، مناسبه دا ده چې دا خبرې دې د یو یاغي ډلې پر ځای د یو حکومت او خارجي چارواکو ترمنځ وشي. خو دا خبره هم ده چې طالبان له وړاندې لا په دې باور دي چې دوی د چارو مشران دي، یا ډېر زر به واکمن شي."

بل اړخ ته په امریکا کې مېشت سیاسي څېړنکار ډاکټر محمد تقي وایي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پاکستان ته د طالبانو د هیئت سفر نه یوازې د ترهګرۍ سره په رویه کې د پاکستان "دوه مخي" په ډاګه کوي بلکې د امریکا په شان د نورو قوتونو دوه ګونی چلند هم ښیي. ډاکټر تقي وي او اې ډیوه ته وویل، "پاکستان تازه د طالبانو په مشرانو، په شمول د ملا برادر، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د عملي کېدو حکم جاري کړ، او څو ګېنټې (ساعتونه) پس له هغه ملا برادر پاکستان ته ولاړ. دا هم ښکاره کیږي چې که هرڅومره طالبان ځانونه مستقل یا خپلواکه څرګند کړي، خو دوی د پاکستان هغه ګوډاګیان پاته دي چې د ټولو پرېکړو واک کې په راولپنډۍ کې ناستو کسانو سره دی."

په افغانستان کې ځیني افغان څېړونکي وايي پاکستان لا هم په افغان سوله کې دوه مخی سیاست کوي. د دوی په باور، پاکستان لا هم د افغان سولې په برخه کې صادقه ندی او دې وروستیو اقداماتو نه یې ښکاري چې لا هم د نړېوالو فشارونو یې ځان یوې خوا ته کړی او له بلې خوا غواړي طالبان پخپل لاس کې ونیسي.

افغان سیاسي کارپوه خالد پښتون وایي چې د پاکستان ورته اقدامات، د افغانانو په سترګو کې د خاورې شيندلو دپاره کوي او غواړي چې طالبان په دوامداره توګه پخپلو جنجالونو کې ونیسي، ځکه له یوې خوا یې دوی په تور لېست کې راوستل او له بلې خوا یې دوی رسمأ د بهرنیو چارو وزارت له لوري دعوت کیږي. ښاغلي پښتون له وي او اې ډیوه سره پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې پاکستان غواړي په افغان سوله کې طالبانو ته ډېر امتیاز ورکړي.

هغه وویل،"د پاکستان ټول حرکات یوازې زمونږ د تېر ایستلو په خاطر دي. طبیعي ده چې پاکستان او طالبان ډېرې نږدې اړیکې سره لري، په مسایلو کې سره اخته دي، دوی کوشش کوي چې د راتلونکې سولې په خاطر طالبان پر افغان حکومت باندې برلاسي کړي. پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو کنټرول ټینګ وساتي.

مګر یو بل سیاسي څېړنکار نصرت الله حقپال بیا دا سفر د بین الافغاني مذاکراتو د پیل دپاره ګټور ګڼي، خو وایي چې تر ډېره به په دې سفر کې د امریکا اراده چې د پاکستان له لارې غواړي پر طالبانو ځیني مسایل ومني، خبرې اترې وشي.

حقپال له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، "یو خو طالبان غواړي وښيي چې لا هم مونږ په پوره قوت سره د سیمې او نړۍ سره تعلقات ساتو، د هغې په جملې کې د پاکستان سره. بل دا چې امریکا د پاکستان له لارې غواړي په طالبانو یو فشار او تشویق، دواړه راولي."

حقپال دا هم وایي چې دواړه اړخونه غواړي ځینې پټې وعدې له یو بل سره وکړي او کوم بندیزونه چې پر طالب مشرانو لګېدلي دي، تر ډېره تبلیغاتي بڼه ورکړي او پاکستان غواړي په دې سره ځان ته کرېډټ واخلي.

بل اړخ ته پاکستانی جرنلسټ طاهرخان له وي او اې ډیوه سره مرکه کې په طالبانو باندې د بندیزونو د عملي کولو په اړه د پاکستان د وروستیو احکامو په هکله وویل، "دا خو زاړه قراردادونه دي، زاړه بندیزونه دي، خو پاکستان بیا د هغې اعلان تازه کوي. یوه بله خبره مهمه ده، پاکستان دا وعده کړې وه امریکا ته چې کله مشکل وي، د دوی همکارۍ ته هغوی تیار دي. نو زما خیال دی چې پاکستان طالبانو ته ووایي چې تاسو د افغان حکومت سره د خبرو میز ته راشئ."

د افغانستان حکومت یو ځل بیا په پاکستان غږ کړی دی چې په پاکستان کې دننه دې د تندلارو ډلو په وړاندې سنجیده ګامونه واخلي. د صدر محمد اشرف غني ویاند دواخان مینه پال وي او اې ته ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او پاکستان ته په کار ده چې خلاف یې ګام اوچت کړي.

د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبر آغا بیا په دې باور دی چې اسلام آباد ته د طالبانو د جګپوړي هیئت سفر دا څرګندوي چې پاکستان پر طالبانو باندې بندیزونه ندي لګولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG