په پاکستان کې په تیر ۲۰۱۶ کال کې لږ تر لږه ۹۵۶ کسان د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې وژل شویدي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې دغه خبره د ګلوبل ټیروریزم انډیکس په نامه د یوې نړیوالې ادارې د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی راخیستې ده.
ګلوبل ټیروریزم انډیکس د استرالیا د سولې او اقتصادي د انسټیټیوت لخوا یوه رامنځته شوې اداره ده.
د راپور له مخې د ترهګرۍ د قربانیانو په شمېر کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی.
راپور لیکي چې په افغانستان او استرالیا کې هم ورته خبره ده او د نړۍ له پنځو څخه په څلور هېوادونو کې چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي د قربانیانو په شمېر کې کموالی راغلی.
راپور وړاندې لیکي چې د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۲۵۶۷۳ کسان مړه شویدي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په دغې شمېره کې ۲۲ سلنه کموالی راغلی.
د نړۍ په ۷۷ هېوادونو کې لږ تر لږه یو خونړی برید شوی چې دا د یادې ادارې په ۱۷ کلني تاریخ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په راپور کې وړاندې راغلي دي چې پدغه موده کې په ناجیریا کې د بوکو حرام د ډلې لخوا په تاوتریخوالي کې ۸۰ فیصده کموالی راغلی.
په راپور کې وړاندې راغلي دي چې په عراق کې د داعش لخوا مړینه ۴۰ فیصده زیاته شویده.
د جي ټي آی په دغه راپور کې دا هم ویل شویدي چې ترهګري په نړیواله توګه د خپرېدو په حال کې ده.
په راپور کې په عراق او سوریه کې د داعش په اړه اندېښنې ویره څرګنده شوې چې ښايي نورو هېوادونو ته خپره شي.
په راپور کې د افغانستان مسله پیچلې ښودل شوې چې پکې طالبانو د ملکیانو پر وړاندې بریدونه کم کړیدي خو د حکومتي ځواکونو پرضد یې زیات کړیدي.
په اروپا او یو شمېر نورو مخ پر ودې هېوادونو کې بیا د ۱۹۸۸ کال راهیسې، ۲۰۱۶ کال تر ټولو خونړی ښودل شوی چې زیاتره بریدونه یې له داعش سره تړاو درلود.