لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د ډېنیل پرل د وژنې په مقدمه کې د مرکزي ملزم ازادي ځنډولې


د ډېنیل پرل د وژنې په مقدمه کې مرکزي ملزم احمدعمرسعید شېخ
د ډېنیل پرل د وژنې په مقدمه کې مرکزي ملزم احمدعمرسعید شېخ

د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د سپریم کورټ دري کسيزه بينچ د امريکايي خبريال ډېنیل پرل د وژنې په مقدمه کې مرکزي ملزم احمدعمرسعید شېخ او د دریو نورو کسانو خوشي کېدل د یوې ورځ دپار ځنډولي دي.
سپریم کورټ د حکومتي وکیل (اټارني جرنل) څارنوال د ملزمانو د خوشى کولو پريکړه ځنډولو خواست رد کړو او په حکومت یې د مرکزي ملزم احمد عمر شيخ د بندي ساتلو لپاره بل کوم حکم جاري کولو بنديز هم ولګولو.

جىټس عطا بنديال وویل حکومت دى صبا له عدالت مطمينه کړي چې په کوم اساس احمد عمر شيخ بنديوان ساتل غواړي.

د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقرېشي
د امریکې خارجه وزیر انتني بلېنکن او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقرېشي

امريکې د پاکستان د سپريم کورټ په دې فېصله تشویش څرګند کړی چې د ډينېل پرل په وژنه کې تورن د احمد عمر سعید شېخ او نور ملزمان دې ازاد کړی شي.

د امريکې خارجه وزير اېتني بلېنکن د خپل پاکستاني هم منصب شاه محمود قرېشي سره په ټېلې فون خبرو کې د سپریم کورټ په فېصله دامریکې تشویش څرګند کړی و.

د امریکې حکومتي وکیل ویلي غواړي احمد عمرسعید شېخ دې امریکې ته وسپارل شي چې په امریکا کې پې مقدمه وچلول شي.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي ویلي حکومت د سپريم کورټ د پريکړي په ضد د بيا کتنې یا نظر ثانۍ خواست کړی دی او بيا به هم قانوني لارى خپلوي خو قرېشي ملزمان امريکې ته د سپارلو خبرونه رد کړي دي

۔ امريکا د سپريم کورټ پريکړه د پاکستان په شمول نړى کى د ترهګرى نه ځپلي هرې کورنۍ سپکاوى بولي.

د ګل يا دوشنبى په ورځ د پاکستان حکومتي څارنوال د سپريم کورټ په وړاندى دريځ خپل کړى چې د احمد عمر شيخ خوشى کيدو سنګينه او په نړيواله کچه اثرات مخى ته راتلى شي.

د نړیوالو چارو څيړونکى ډاکټر اعجاز خټک واېې سپريم کورټ به د ملکي دستور تر مخه او د څه ډول اثرات د پرواه نه بغير فيصله کوي هغه دا هم مني چى د احمد عمر شيخ خوشى کيدو سره به په نړۍ کى هغه تاثر وده ومومي چى پاکستان کى ترهګر د قانون د مټو نه خلاص ګرځي.

د ډينٸل پرل وژنى کيس مرکزي ملزم احمد عمر شيخ کال ١٩٩٤ کى هند کى د امريکني او برتانيي د وګړو د تښتولو په تور نيولى شوی و.

د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

بيا کال ١٩٩٩ کى د هند يو تښتولى شوى الوتکى چې د طالبان د واکمنى په وخت قندهار هوايي ډګر ته رسولى شوى وه دغه الوتکى ١٥٧ مسافران د خلاصي په بدل کى د هند حکومت احمد عمر شيخ او بل هند مخالفه ترهګر د پاکستان پنجاب صوبه کى مرکز لرونکى د جيش محمد مشر مسعود اظهر خوشى کړى وو

امريکنى خبريال ډينٸل پرل کال ٢٠٠٢ کى د پاکستان کراچى ښار کى تښتولى او بيا وژلى شوى و.

تير کال سيند هاي کورټ د پرل په وژنه تورن د لاندى عدالت د پهانسى سزا شوى نړيوال ترهګر شبکى القاٸده احمد عمر شيخ او دري نور ملزمان ته اورولى شوى د بند سزا ګانى ختمى کړى وے او سپريم کورټ هم دغه پريکړه په ځاى ساتلى خو سيند حکومت د ملزمان د جيل نه وتو مخه نيولو لپاره دوي تير کال اپريل مياشت راهڅسي امنيت ته د خطر جوړيدو قانون د لاندى بنديوان ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG