لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پښتنو قربانیو ته په درنه سترګه ګورو


د ناامنۍ دلاسه د پښتنو په سیمو کورونه، سکولونه او روزگارونه تباه شوي دي او په لکونو خلک په کډوالۍ مجبور شوي دي
د ناامنۍ دلاسه د پښتنو په سیمو کورونه، سکولونه او روزگارونه تباه شوي دي او په لکونو خلک په کډوالۍ مجبور شوي دي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په هېواد کې له پښتنو سره د امنیتي ادارو لخوا د ناوړه چلند راپورونه رد کړل او وویل چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پښتنو قربانیو ته په درنه سترګه کتل کیږي.

"مونږ ټول د پښتنو عزت کوو، ددوي قربانیو ته په درنه سترګه ګورو او د هېواد د ثبات په برخه کې د پښتنو رول مهم ګڼو."

د پاکستان د حکومتي خبري رسنۍ اې پي ېي تر مخه، احسن اقبال پارلمان ته په لیکلي ځواب کې ویلي، د پاکستان له ټولو قومونو سره د هېواد د اساسي قانون (ايين) په رڼا کې یو ډول چلند کیږي او له هېچا سره د مذهب، ژبې او دین پر بنسټ توپیري چلند نه کیږي.

احسن اقبال دا هم وویل، چې پاکستان د ډیرو کلونو راهیسې افغان کډوالو ته په خپله خاوره ځای ورکړی خو اوس له دې وېرې چې کوم افغان کډوال پاکستانی پاسپورت ترلاسه نه کړي د پښتنو کلکه پلټنه کوي ځکه دده په اند زیاتره افغان کډوال پښتانه دي.

احسن اقبال دغه خبرې د هغو اندېښنو په ځواب کې کړي چې په سنېټ کې پرې بحث شوی و او سناتورانو د نادرا د ادارې د هغه چلند غندنه کړې وه چې د شناختي کارډونو د اخیستلو پرمهال له پښتنو څخه سختې پوښتنې ګروېږنې کوي.

د پښتنو سیاسي مشران او د مدني ټولنې فعالین وایي، دا وخت د پښتنو په لکونو شناختي کارډونه د پلټنې له امله په نادرا کې بند پاتي دي او له پښتنو سره د حکومت (ریاست) رویه د مور او مېرې چلند بولي.

د پښتنو د ژغورلو د نوی راپورته شوي پر جوشه غورځنګ یو هدف دا هم دی چې د ریاست لخوا له پښتنو سره د روان بد سلوک مخه ونیسي او د دوی د حقونو پوښتنه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG