لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: روس پخواني افغان عسکر په اوکراین کې جنګ دپاره جلب (بهرتي) کوي


د پخوانیو افغان جرنېلانو ترمخه روس د زرګونو په شمېره کې پخوانیو افغان کمانډوخصوصي ډله جوړول غواړي او دغو عسکرو ته د میاشتې ۱۵۰۰ ډالر تنخا او د کورنیو دپاره ورته د پناه وړاندیزونه کېږي
د پخوانیو افغان جرنېلانو ترمخه روس د زرګونو په شمېره کې پخوانیو افغان کمانډوخصوصي ډله جوړول غواړي او دغو عسکرو ته د میاشتې ۱۵۰۰ ډالر تنخا او د کورنیو دپاره ورته د پناه وړاندیزونه کېږي

د افغانستان دریو پخوانیو پوځي جرنېلانو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته ویلي چې هغه خصوصي افغان عسکر چې په یو وخت کې د امریکايي پوځیانو ترڅنګ جنګېدل اوس يې روس په اوکراین کې جنګېدو دپاره بهرتي (جلب) کوي.

د ای پي د رپورټ ترمخه پخواني افغان عسکر توګه په ایران کې جلب کېږي چېرته چې دوی د پخواني افغان حکومت د نسکورېدو نه پس پناه اخیستې ده.

د پخوانیو افغان جرنېلانو ترمخه روس د زرګونو په شمېره کې پخوانیو افغان کمانډوخصوصي ډله جوړول غواړي او دغو عسکرو ته د میاشتې ۱۵۰۰ ډالر تنخا او د کورنیو دپاره ورته د پناه وړاندیزونه کېږي.

ای پي وايي پخواني جرنېل عبدالروف ارغندیوال ورته وویل چې پخواني افغان عسکر جنګیدل نه غواړي خو بله څه لاره ور سره نشته. هغه وویل قریباً د ۱۲ پخوانیو افغان کمانډوز سره په رابطه کې دی او دوی ویره لري چې ایران به ډيپورټ یا افغانستان ته بېرته ولېږي.

راغندیوال وویل پخواني افغان عسکر ترې غوښتنه کوي ې څه وروښښي. دوي ځما نه پوښتنه کوي مونږ ته څه حل راکړه؟ مونږ څه وکړوو؟ که مونږ بېرته افغانستان ته ځوو نو طالبان به مې ووژني.

ارغندیوال ووویل د روس د عسکرو بهرتي کولو د کوښښونو مشري وېګنر نومې ډله کوي.

د طالبانو د واکمنېدو نه مخکې د افغانستان د پوځ مشر جنرل هېبت الله عليزي وویل یو پخوانی افغان جرنېل چې په روسۍ ژبه هم کې خبرې کولی شي د روسیانو مرسته کوي.

د اګست په میاشت کې د امریکې د کانګرس په یو رپورټ کې خبرداری شوی و چې افغان کمانډو عسکر چې امریکايي ځواکونو تربیت ورکړی د امریکايي ځواکونو د طریقه کار په اړه معلومات داعش، ایران او یا روس ته ورکولی شي او یا هم دغو ملکونو دپاره جنګېدلی شي. د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای پخوان افسر مایکل ملروی چې په افغانستان کې هم پاتې شوی، وايي پخواني افغان کمانډوز د اعلا پای ماهرت لري او ښه جنګ کولی شي او نه غواړي چې د اوکراینیانو په ضد وجنګېږي او یا د جنګ بل مېدان ته ورشي.

ملروی په اړه بې باوري څرګنده کړه چې روس په لویه شمېره کې افغان کمانډوز په اوکراین کې جنګېدو ته اماده کولی شي. هغه په قول زیاتره افغانان په کرایه ټوپک پورته کولو په ځای په خپل ملک کې د جمهوریت د دوې خواهشمند دي.

ای پي وايي د افغان کمانډوز د بهرتۍ په اړه لومړی خبر فارن پالېسي نومې مجلې ورکړی و.

د روس د دفاع وزارت په اړه ای پي ته د څه وېلو نه ډډه کړې ده.

د وېګنر کمپنۍ باني کمپنۍ ترجمان دا خبره د افغانانو د بهرتي کولو خبره رد کړه.

د امریکې د دفاع وزارت هم د تبصرې دپاره د ای پي خواست ته جواب نه دی وېلی خو یو امریکايي چارواکي وویل د عسکرو د بهرتي کولو د وېنګر کوښښونه د حېرانتیا خبره ځکه نه ده چې دغه ډله په نورو ملکونو کې هم د عسکرو د جلب کولو کوښښونو کې مصروفه ده.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې دا نه ده معلومه چې ایران ته په څومره شمېره کې افغان کمانډوز تللي دي خو یو افغان عسکر ورته وویل چې هغه د ۴۰۰ پورې پخوانیو افغان عسکرو سره په رابطه کې دی چې د روس په تجویز غور کوي. هغه وویل ګڼ شمېر افغان عسکر د ډيپورټ کېدو نه ویرېږي او ځینې امریکي ته غصه دي چې د هغه په قول دوی يې هېر کړي دي.

دغه افغان عسکر وویل هغه هغه، دریو بچو او مېرمن ته يې د روس د ويزو وړانديز شوي. هغه وویل کورنۍ يې لا په افغانستان کې ده.

د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ ویلی طالبانو د بیا واکمنېدونه وروسته په دریو میاشتو کې د ۱۰۰ نه زیات پخواني افغان عسکر وژل شوي او یا په زور بې درکه کړی شوي دي.

د اکتوبرپه میاشت کې متحده قومونو په یو رپورټ کې د ۱۶۰ نه زیات د غیرقانوني وژنو او د ۱۷۸ پخواني حکومتي او پوځي چارواکو د نیول کېدو ذکر شوی دی.

د یو افغان کمانډو ورور چې د روس وړاندیز يې اخیستلی دی وایي د ورور سره يې بله کومه لار نه وه.

علیزی وایي د روس د بهرتۍ کوښښونه د تهران او مشهد سره دوام لري چې ګڼ شمېر افغانان ورغلي دي.

ارغندیوال وايي یو پخواني عسکر ورته د په تېکسټ پېغام کې وویل چې روسي پوځ اول دوه میاشتې تربیت ورکوي او د دې وروسته بیا د جنګ مېدان ته لېږل کېږي.

دغه عسکر ویل د ځینو کسانو د خپلو کورنیو سره رابطې ختمي شوي دي خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG