لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهین شاه افریدی: د باز پرواز


د تاترې د څوکې په سیوري کې د زیږېدلي زلمي شاهین شاه افریدي دواړه لاسونه لکه د باز د وزرو په هوا کې خپاره دي, د هغه د لاسونو لاندې د باز وزرې هم ښکاري; په یو خیالي عکس کې دا طلسماتي منظر د کرکټ د مشهورې انلاین رسنۍ “کریک اینفو.کام” د مخ پاڼی دی.

“کریک اینفو.کام” په وتلي بالر شاهین شاه افریدي څه د پاسه اتلس مینټه ځانګړې ډاکو مینټري کړېده. د ډاکیو مینټري نوم دی:

“شاهین شاه افریدی: د باز پرواز”

شاهین هر ځل چې په میدان خپل مقابل پرېباسي هم داسې کوي؛

په ځای ولاړ، هڅک سر ، راوتې سینه او لاسونه، لکه باز چې الوت ته تېاریږي.

د خیبر نه د کرکټ یو بل ستوري شاهد خان افریدي به هم د خوشالۍ جشن دغه شان کولو. د شاهد او شاهین د خېبر د خاورې سره یوه رشته وس په خپلوۍ کې هم بدله شوې، شاهین وس د شاهد د مشرې لور اقصیٰ چنغول دی.

په کال 2018 کې چې شاهین لا نړیوال کرکټ نه ؤ شورو کړی, په کرکټ کې بیخي نوی ؤ او لا نوم یې نه ؤ خپور شوی، وي او ای ډیوه په یو مضمون کې لیکلي وو:

“ ګورو چې د خېبر شاهین له د کرکټ پنډتان څه خطاب ورکوي، خو شاهین خو شاهین وي که د غرونو په سرونو الووځي، او که د کرکټ په میدانونو کې لوبې کوي”

هغه وخت ډیوه ته د کرکټ پوهانو ویلي وو:

“د شاهین قد، رفتار، او انداز د سوپر سټار لو بغاړي دی”

کریک اینفو ته د شاهین ورور ریاض افریدی چې پخپله هم د پاکستان لپاره لوبیدلی وايي, شاهین په وړوکوالي کې د کرکټ سره بې کچه مینه وه :

“کله کله به زما د بیټینګ پیډز او هیلمټ سره اوده کیدلو”

په ډاکومینټري کې د پاکستان یو پخواني بالر عاقب جاوید انکشاف وکړو چې شاهین کله په لومړیو دوه لوبو کې ښه ونه ځلیدلو نو ډېر خفه ؤ او مونږ ته یې وویل چې لوبې لپاره معاوضه نه اخستل غواړي.

د شاهین عمر، قد، رفتار او لوبو ریکارډ

شاهین افریدی دا وخت 22 کلن دی.

شپږ فوټه او شپږ اینچې دنګ دی.

په ګس مټ د 90 میل په رفتار بالینګ کوي.

د پاکستان د پاره یې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په اپریل 2018 کې د نیوزيلېنډ خلاف کړې وه.

په دغه لوبه کې یې یو لوبغاړی سوزولی ؤ.

یو ورځنۍ لومړۍ لوبه یې د افغانستان خلاف 21سپټمبر 2018 کې وکړه، دوه لوبغاړي یې وسوزول.

لومړی شل اووریزه یې په 3 اپریل 2018 کې د ویسټ انډیز خلاف وکړه، په څلورو اوورنو کې یې 27 رنزونه ورکړل خو وکټ یې وانخستلو.

25 ټېسټ لوبو کې یې 99 وکټونه اخستي.

په 32 یو ورځنۍ (ونډی) لوبو کې 62 وکټونه اخستي.

په ټي ټونټي نړیوالو شل (اوریزو) کې په 40 لوبو کې 47

په نورو 119 ټي ټوینټي کې یې 165

لوبغاړي سوزولي دي

شاهین د 2019 کرکټ نړیوالو سیالیو کې په پینځمه جولای د لارډز په میدان کې د بنګله دېش شپږ لوبغاړي سوزولي وو.

شاهین د ژوبلیدلو له وجې د څو میاشتو راهسې د پاکستان لپاره کرکټ نه کولو خو وس د ټي ټونټي نړیوالو سیالیو کې د لوبډلې برخه دی.

د کرکټ په روان شل اووریزو سیالیو کې د پاکستان د شاهین شاه افریدي د لوبې نه ډېرې تمې دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG