لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوډان کې پوځ بېرته واک اختیار معزول شوي وزیراعظم ته وسپاره


د سوډان پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ د هغه ملک معزول شوي وزیراعظم عبدالله حمدوک ته یو ځل بیا واک اختیار وسپاره چې د ټکنوکرېټانو د یو سېوېلین حکومت مشري وکړي. پوځ دا ګام پس له هغه واخیست چې په سوډان کې د وزیراعظم حمدوک د معزول کېدو په سر دا څو هفتې مهلکې مظاهرې وشوې.

د سوډان سېویلین او پوځي چارواکو ویلي چې د پوځ او سیاسي پارټیو ترمنځ د یوې لوظنامې په بنیاد به ټول هغه حکومتي چارواکي او سیاستمداران چې د اکټوبر میاشتې د کودېتا راهیسي سوډان کې ګرفتاره شوي دي، هغوی به له قیده آزاد شي.

سوډاني چارواکي وایي چې حمدوک به د یوې آزادې ټکنوکرېټې کابینې مشري کوي. د هغو په وینا، د سیاستمدارانو او پوځیانو ترمنځ شوې لوظنامې په جوړولو کې، ملګرو ملتونو، امریکا او نورو اړخونو "اهم کردارونه" ادا کړي دي.

په سوډان کې چې کومه کودېتا وشوه، نو د نړېوالې برادرۍ لخوا ورباندې تنقیدونه وشول او امریکا، اتحادیان یې او ملګرو ملتونو سوډان کې د کودېتا ضد مظاهره کوونکو باندې حملې هم وغندلې.

د سوډان وزیراعظم ویلي چې د قتل و قتال د مخنیوي دپاره یې پوځ سره لوظنامه دستخط کړې ده
د سوډان وزیراعظم ویلي چې د قتل و قتال د مخنیوي دپاره یې پوځ سره لوظنامه دستخط کړې ده

کله چې د سوډان په سرښار خرطوم کې د لوظنامې په اړه خبر خپور شو، امنیتي ځواکونو په هغو مظاهره چیانو چې کوشش یې کاوه صدارتي اېوان ته ننوځي، اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړ. د لوظنامې د دستخط کېدو سمدستي پس، ځینو مظاهره چیانو نارې شروع کړې چې "حمدوک انقلاب خرڅ کړ."

حمدوک ویلي هغه د قتل و قتال د مخنیوي دپاره لوظنامې ته غاړه کېښودلې ده. هغه زیاته کړې ده: "سوډاني وینه ارزښتمنه ده، راځي چې د قتل و قتال مخه ونیسو او د ځوانانو انرجي په ملک جوړولو او ترقۍ باندې استعمال کړو."

په سوډان کې د ملګرو ملتونو مېشن، د دې وروستیو پېښو هرکلی کړی او په یو بیان کې یې ویلي: "مونږ ټینګار کوو چې د آئیني نظم ساتل، د سیاسي فعالیت بنیادي آزادۍ، د اظهار رآی آزادۍ، او پرامنه راغونډېدو آزادۍ حفاظت ضروري دی."

د ملگرو ملتونو د مېشن په بیان کې دا هم ویلی شوي چې د سوډان په سیاسي پروسې کې شامل ټول اړخونه دې د ځوانانو غږ واوري، ښځو ته دې حقیقي کردار ورکړي، او جمهوریت ته د عبور په مرحله کې دې د ښځو هغه حقونه خوندي وساتي چې دوی په ډېرو کوششونو ترلاسه کړي دي.

بل اړخ ته د آزادۍ او بدلون ځواک (اېف اېف سي) په نوم یو سیاسي ائتلاف چې پخوا د پوځ سره په واک اختیار کې شریک شوی و، ویلي چې هغوی د عبدالله حمدوک او نورو سیاستمدارانو سره د پوځ لوظنامه نه تسلیموي په خلاف به یې احتجاج ته دوام ورکوي.

حمدوک د اکټوبر په ۲۵مه د پوځ په یوې کودېتا کې د وزیراعظمۍ له عهدې معزوله شو او بیا پخپل کور کې نظربند وساتل شو، خو د نظربند نه پس بېرته پوځ دا دی هغه ته د وزیراعظمۍ څوکۍ وسپارله.

د دې رپوټ ځینې برخې د اې پي خبرې ادارې نه اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG