لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د افغانستان ټي وي چینلونو ته سختدریځه تګلاره وټاکله


طالبانو په افغانستان کې ټي وي چینلونو ته امر کړی چې خپل نشرات دې په "اسلامي اصولو" برابر کړي او هغه فلمونه او ډرامې دې نه خپروي چې "د شریعت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف" وي.

د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په یو تازه جاري کړی شوي بیان/هدایت نامه کې رسنیو ته ویلي، ټي وي چېنلونه دې داسې ډرامې او تمثیلي پروګرامونه خپاره نکړي کوم کې چې ښځو هم کردار ادا کړی وي.

همدا راز په بیان کې راغلي "هغه بهرني او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات (رواجونه) په افغاني ټولنه کې خپروي او د ټولنې د بداخلاقۍ سبب ګرځي، باید نشر نه کړي."

د طالبانو په جاري کړی شوې هدایت نامې کې راغلي چې رسنۍ دې داسې فلمونه هم نه خپروي کوم کې چې د نارینه و عورت په کې ښکاره وي، خو دا وضاحت ندی ورکړل شوی چې د نارینه و د عورت نه یې مقصد څه دی؟ طالبانو د خپلې واکمنۍ په اوله دوره کې، فوټبالرانو ته امر کړی و په لوبو کې دې داسې جامې واغوندي چې د زنګنونو نه دې ښکته وي.

په هدایت نامه کې دا هم راغلي چې ښځې/جینکۍ صحافیانې دې په ټي وي ګانو باندې "اسلامي حجاب" اغوندي، مګر بیا هم وضاحت ندی ورکړل شوی چې د طالبانو په اوسني حکومت کې د دوی په باور اسلامي حجاب څه دی؟ طالبانو د واکمنۍ په اوله دوره کې چادري (برقع/نقاب) اسلامي حجاب باله.

د دې بیان د جاري کېدو نه وړاندې، د اتوار/یکشنبې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف وزیر شیخ خالد حنفي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد سره یوځای د یو شمېر رسنیو له چارواکو سره هم ناسته درلوده، چې د باختر سرکاري خبري ادارې ترمخه، ذبیح الله مجاهد هلته ویلي چې دوی د رسنیو ملاتړ کوي، مګر دا شرط یې ورسره اېښی چې رسنۍ دې هم د "اسلامي شریعت مطابق نشرات وکړي."

افغانستان کې په دا تېرو شلو کلونو کې د سرکاري ټي وي چینل نه علاوه، لسګونه شخصي ټي وي چینلونه جوړ شول چې په کې د خبرونو نه علاوه، فلمونه، ډرامې، موسیقي، او ګڼ شمېر نور تفریحي او تعلیمي پروګرامونه خپرېدل. په بهرنیو فلمونو او ډرامو کې، ترکي، هندي، او پاکستاني ډرامو زیات مینه وال درلودل.

همدا راز په افغاني ټي وي چینلونو کې به د اسلامي قصو په اړه جوړ شوي فلمونه او ډرامې (لکه د حضرت عمر او حضرت یوسف په ژوند جوړې شوې ډرامې، او یا هم د مسېج په نوم د اسلام د اولنیو ورځو او کلونو په باب جوړ شوی فلم هم ډېر چلېده، مګر طالبانو په خپل بیان کې ویلي، "هغه سریالونه (ډرامې) چې د انبیاو یا صحابه کرامو تمثیل په کې شوی وي، او تصویري شکل ولري، مطلقآ یې نشرول منع دي."

د طالبانو دا هدایت نامه صرف د یوې پاڼې په قدر لیکل شوې او اته مادې (ارټیکل) لري. په دې هدایت نامې کې د "شریعت د اصولو"، "افغاني ارزښتونو"، او د "پردي کلتور" وضاحت ندی ورکړل شوی، او دا هغه څه دي چې کیدای شي سختدریځه کسان ورنه ځان ته بېله بېله معنا واخلي. دا هم ندي ویل شوي چې د ټي وي چېنلونو خپرونې به په څه طریقه کار څارل کیږي، او څوک به د کوم قانون یا ضابطو په بنیاد دا فیصله کوي چې کوم پروګرام د افغاني ارزښتونو یا شرعي اصولو خلاف او کوم پروګرام د پردیو د کلتور خپرولو سبب جوړېدی شي.

د افغانستان په تېر حکومت کې د رسنیو د خلاف ورزیو د کنټرول دپاره د څار یو کمېشن ټاکل شوی و چې کله به هغه ته شکایت کېده، نو کمېشن به د ټي وي هغه د هغه پروګرام تحقیق کاوه او بیا به یې کتل چې دافغانستان د قوانینو خلاف ورزي پکې شوې ده او که نه. د رسنیو دپاره قانون هم جوړ شوی و چې د هغه تر مخه، رسنیو داسې څه نشول خپرولی چې په کې د چا د عقایدو او یا د چا د عزت سپکاوي شوی و.

د روانې میاشتې په سر کې، د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي و چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي (د اظهار رآی آزادي) یا بیخي له منځه تللې او یا له سنجیده ستونزو سره مخامخ ده.

د افغانستان او ایران لپاره د یاد سازمان مشر رضا معیني وویل چې په افغانستان کې ډېرې رسنۍ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي دلایلو له کبله تړل شوي دي.

افغان خبریالان وايي چې اوس په افغانستان کې هره ورځ د خبریالانو دندې او د معلوماتو رسول او خپرول له امنیتي او نورو ستونزو سره مخامخېږي.

افغان خبریال الیاس امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د اطلاعاتو ازادي ډېره زیانمنه شوې ده او خبریالان نشي کولای چې په ازاد ډول راپورونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG