لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ډرون بريد کې څلور کسان وژل شوي


قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۵م چې لا لمړۍ مياشت يې نه ده پوره شوې ، د ډرون دا درېم بريد دی .
قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۵م چې لا لمړۍ مياشت يې نه ده پوره شوې ، د ډرون دا درېم بريد دی .

د پاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې د امريکايي بې پائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي . د وژل شوؤ کسانو لا پېژندگلو نه ده شوې .

د امنيتي سرچينو ترمخه د ډرون تازه بريد نن د گل په ورځ سحر د افغانستان سره په پوله د شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې يو کور باندې شوی دی ، او دوه ميزائيلي پرې داغلي شوي دي .

سرچينې بريد کې د څلورو کسانو د وژنې پخلی کوي ، ولې د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو په اړه کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .

قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۵م چې لا لمړۍ مياشت يې نه ده پوره شوې ، د ډرون دا درېم بريد دی . له دې وړاندې يوه حمله د روانې مياشتې په څلورمه او بله په ۱۵م نېټه شوې وه .

پاکستان په خپله خاوره د ډرون بريدونو غندنه کوي ، او د خپلې خودمختارۍ په ضد يي بلي ، ولې امريکا بيا د ډرون دفاع کوي او د ترهگرۍ په ضد جگړه کې يې يوه موثره وسله گڼي .

د غېرسرکاري شمېرې ترمخه تېر کال ۲۰۱۴م کې د پاکستان په خاوره ۲۱ بې پائيلټه ډرون بريدونه شوي وو ، چې پکې ۱۴۴ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG