لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملگرو ملتونو کې صدر ټرمپ په ایران او شمالي کوریا سخت ټکونه وکړل


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل تقریر کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایټمي ازموینو په سر په شمالي کوریا او د ترهگرۍ د ملاتړ په سر په ایران سخت ټکونه وکړل او وې ویل په افغانستان کې يې د طالبانو خلاف جنگ دپاره ضوابط بدل کړې دي.

صدر ټرمپ وویل چې د القاعده، د طالبانو، حزب الله او د نورو وسله والو ډلو مالي امداد او نور ملاتړ دې ختم کړی شي.

د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په عمومي بحث کې خپله وینا کې صدر ټرمپ وویل امریکا به د "ریډکل اسلامک ټیررازم" یا د سخت دریځه اسلامي ترهگرۍ مخه نیسي.

صدر ټرمپ په ایران تنقید دپاره انتهايي سخت ټکي استعمال کړل. هغه د ایران حکومت د "خونړي ریژیم" لو د "روگ" یا د بدمعاش حکومت په نومونو یاد کړو او وې ویل چې د ایران تر ټولو لوې صادرات ترهگري ده.

هغه خبرداری وکړو چې "د ایران حکومت دې د ترهگرۍ ملاتړ باید ختم کړي."

صدر ټرمپ ایران سره د شوي ایټمي معاهدې خپل مخالفت تکرار کړو. هغه وویل دغه معاهده د امریکې دپاره د "شرم" سبب دی.

صدر ټرمپ د ایټمي وسلو د تکل په سر په شمالي کوریا هم سخت تنقید وکړو. هغه وویل که چرې امریکا مجبوره کړی شوه نو په خپله دفاع کې شمالي کوریا په "مکمله توگه" توگه تباه کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG