لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکا به کیوبا په اړه د ملگرو ملتونو په قرارداد ووټ نه اچوي


خو تیر کال د اکتوبر د میاشت راهسې د امریکې او کیوبا په تعلقاتو کې بهتري راغلې ده او د پنځه څلویښتو کلونو رقابت يي ختم کړی، سفارتي تعلقات يي بحال کړي او کیوبا په واشنگټن کې او امریکې د کیوبا سرښار هوانا کې خپله سفارتخانه بیا پرانستلې ده
خو تیر کال د اکتوبر د میاشت راهسې د امریکې او کیوبا په تعلقاتو کې بهتري راغلې ده او د پنځه څلویښتو کلونو رقابت يي ختم کړی، سفارتي تعلقات يي بحال کړي او کیوبا په واشنگټن کې او امریکې د کیوبا سرښار هوانا کې خپله سفارتخانه بیا پرانستلې ده

امریکائي چارواکو ویلي دا میاشت د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي غونډې په مهال په کیوبا باندې د امریکې د اقتصادي پابندو ختمولو دپاره د ووټ اچولو په عمل کې به برخه نه اخلي.

د تیرو ٢٥ کلونو راهسې کیوبا د جنرل اسمبلۍ په موقع ددغې مسلې په اړه قراردادونه وړاندې کوي او وايي د امریکې لخوا لگول شوي اقتصادي پابندۍ د هیواد د خپل واکۍ او نورو هیوادونو سره په ازادانه توگه د تجارت د قوانینو خلاف ورزي کوي. په تیرو دواو کلونو کې یوازې امریکې او اسرائیل ددغه قرارداد مخالفت کړی دی.

خو تیر کال د اکتوبر د میاشت راهسې د امریکې او کیوبا په تعلقاتو کې بهتري راغلې ده او د پنځه څلویښتو کلونو رقابت يي ختم کړی، سفارتي تعلقات يي بحال کړي او کیوبا په واشنگټن کې او امریکې د کیوبا سرښار هوانا کې خپله سفارتخانه بیا پرانستلې ده.

صدر براک اوباما په کانگرس غږ کړی چې په کیوبا لگیدلې اقتصادي پابندۍ دې ختمې کړي خو د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ اکثریت د لاندې کانگرس لا په دې اړه څه عملي اقدامات نه دي پورته کړې. تیره هفته صدر اوباما وویل په داسې مهال چې په کیوبا د امریکې پابندۍ لا پرځائې دي، د هغه حکومت به په مرحله وار ډول داسې گامونه اخلي چې کیوبا دپاره نرمۍ پیدا شي.

د امریکې ایسوسې ایټډ پریس نومې خبري ادارې د څلورو امریکائي مامورینو په حواله ویلي که سږ کال په جنرل اسمبلۍ کې د قرارداد متن د تیرو کلونو نه بدل کړی شو نو امریکا به په قرارداد د ووټ اچولو په عمل کې برخه نه اخلي، چې مطلب به يي دا وي چې امریکا به نه د قرارداد په حق کې او نه ددې په مخالفت کې ووټ اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG