لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو شمېر یونیورسټۍ د غیرملکي طالب علمانو په اړه د صدر ټرمپ د امر خلاف عدالت ته تللي


هارورډ یونیورسټي
هارورډ یونیورسټي

د امریکې یو شمېر یونیورسټیو د صدر ډانلډ ټرمپ د دې امر خلاف عدالت ته مقدمه وړلي ده چې که چېرې یونیورسټیو د مني په موشم کې یا د ژمي په شروع کې کلاسونه شروع نکړل نو خارجي طالب علمان به یې په امریکا کې نشي پاتې کېدلی.

د صدر ټرمپ د امر خلاف لومړی د امریکې دوو لویو یونیورسټیانو هارورډ او مېساچوسټس انسټېټیوټ اف ټېکنالوجي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په باسټن ښار کې وفاقي عدالت ته مقدمه یوړه.

رویټرزخبري اداره وايي د اتوار، يکشنبې، په ورځ ۵۹ نورو یونیورسټیانو د هارورډ او د اېم ايي ټي د مقدمې حمایت او ځانونه یې پکې فریقین کړل.

د صدر ټرمپ د امر خلاف عدالت ته تلونکو یونیورسټیانو کې د امریکې هغه معتبر پوهنتونونه هم شامل دي چې په مجموعي توګه د د اييوي لیګ په نامه یادیږي.

د صدر ټرمپ حکومت غواړي چې په امریکا کې دې سکولونه او تعلیمي ادارې د مني یا د سپټمبر په میاشت کې پرانیستل شي او مخامخ کلاسونه دي شروع کړي خو رويټرز وايي په داسې حال کې چې کرونا وایرس په امریکا لا اوس هم مخ په زیاتېدو دی د حکومت وېنا تعلیمي ادارې پرېشانه کړي دي چې د شاګردانو تحفظ په چنګه کوي؟

هارورډ یونیورسټۍ ویلي شاګردانو ته به انلاین یا د انټرنېټ دلارې زدکړې ورکوي.

د صدر ټرمپ د امر په ضد عدالت ته خپل بیان کې یونیورسټیووویل د بیړني حال په مهال یې حکومت د هدایاتو سره سم غیر ملکي طالب علمانو ته یې د انلاین کلاسونه ورکول. په بیان کې وویل شو چې بیړنی حال لا دوام لري خو د حکومت تګلاره ناڅاپه بدله شوه چې په نتیجه کې یې ډیره ګډوډي رامنځته شوي ده.

د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ او انسټېټیوټ اف انټرنېشنل اېجوکېشن ترمخه د اعلا تعلیم د پاره د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ تعلیمي کال په مهال یو اشاریه یو مېلین غیرملکي طالب علمان د امریکې د اعلا تعلیم په ادارو کې زدکړې کوي چې په اعلا تعلیمي ادارو کې د مجموعي طالب علمانو پنځه اشاره پنځه فیصد برخه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG