لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په امریکا کې د مسلمانانو خلاف د کرکې په بنیاد جرمونه کم شوي


د نیویارک په بروکلین علاقه کې مسلمانان د روژې دپاره خریداري کوي. دا د کال ٢٠١٧ تصویر دی
د نیویارک په بروکلین علاقه کې مسلمانان د روژې دپاره خریداري کوي. دا د کال ٢٠١٧ تصویر دی

د امریکې د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي ویلي په تیرو دوو کلونو په هیواد کې د مسلمانانو خلاف د کرکې په بنیاد جرمونه کم شوي خو د لاطیني امریکایانو په ضد کرکه زیاته شوي ده.

فیډرل بیور اف انسوېټیگشن، اېف بي ايي، د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان کړی شویو شمېرو او معلومات کې وویل په تېرو څلورو کلونو کې یوازې په ٢٠١٨ کې په امریکا کې د کرکې جرمونه کم وو. تېرکال قانون عملي کوونکو ادارو ایف بي ايي ته ٧١٢٠ د کرکې په بنیاد جرمونه رپورټ کړل خو په ٢٠١٧ کې د دغه ډول جرمونو رپورټ شویو کېسونو شمېره ١٧١٧٥ وه.

په امریکا کې د مسلمانانو خلاف د کرکې په بنیاد د جرمونو په اړه اېف بي ايي وویل په ٢٠١٧ د کرکې په بنیاد د جرمونو ٢٧٣ کېسونه رپورټ شوي وو خو تېر کال دغه شمیره ١٨٨ وه. اېف بي ايي وویل د کال ٢٠١۴ او د ٢٠١٦ ترمنځ په یورپ او امریکا کې د ترهگرۍ د حملو په ردعمل کې په امریکا کې میشته مسلمانانو خلاف په ضد کرکه مخ په زیاتېدو وه.

اېف بي ايي وویل په امریکا کې پرله پسې په دریم کال په هیواد کې د لاطیني امریکایانو خلاف د ٦٠ فیصد په شرح د تعصب په بنیاد په جرمونو کې اضافه شوې ده. رپورټ وايي په دې کې یو علت په موجوده وخت کې امریکې ته د خلکو د غیرقانوني راتگ هم شامل دی.

د کېلېفورنیا سټیټ یونیورسټۍ براین لېون وايي څو کاله وړاندې د ترهگرۍ، منفي تصوراتو او د سیاسي او ثقافتي اسبابو له امله مسلمانان د کرکې او د تعصب سره مخامخ وو خو اوس داسې ښکاري چې د دغې کرکې هدف لاطیني امریکایان دي.

اېف بي ايي د کرکې په جرمونو کې د نسل، رنگ، مذهب او د جنس په بنیاد په خلکو حملې او د خلکو سره د تعصب پېښې شاملوي.

د اېف بي ايي رپورټ وايي د افریقايي امریکایانو او په هیواد کې میشته د یهودیانو خلاف هم په حملو کې کمی شوی دی.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي په کوم بنیاد چې اېف بي ايي خپل معلومات راټولوي په دې کې خلک شرکت په رضاکارانه توگه کوي نو ځکه د کرکې او تعصب په بنیاد د جرمونو کره اندازه لگول گران کار دی.

د امریکې د انصاف وزارت ویلي هغه خلک چې د کرکې په بنیاد د حملو سره مخامخ شي نو اکثریت یې پولیس ته نه رپورټ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG