لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ٢٠١٩ کې حکومتي مامورینو د پي ټې ایم خلاف گامونو ته دوام ورکړی و، د امریکې خارجه وزارت وايي


سټیټ ډپارټمنټ وویل د خړ کمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم مشران او کارکونکي ونیول شو خو دوی په کامیابۍ په عدالتونو کې د دوی په ضد د مقدمو دفاع وکړه. رپورټ وايي حکومت مني چې پي ټي اېم جایز شکایتونه لري خو وايي ځینې خارجي قوتونه پاکستان کې د قومي نقسیم راپارولو دپاره پي ټي اېم استعمالو
سټیټ ډپارټمنټ وویل د خړ کمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم مشران او کارکونکي ونیول شو خو دوی په کامیابۍ په عدالتونو کې د دوی په ضد د مقدمو دفاع وکړه. رپورټ وايي حکومت مني چې پي ټي اېم جایز شکایتونه لري خو وايي ځینې خارجي قوتونه پاکستان کې د قومي نقسیم راپارولو دپاره پي ټي اېم استعمالو

په کال ٢٠١٩ کې په نړۍ کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل رپورټ کې د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي په پاکستان کې د خلکو په غیرقانوني توگه د بې درکه کېدو، وژنو او گرفتاریو لړۍ روانه وه او حکومتي مامورینو د پښتون ژغورنې غورځنگ خلاف گامونو ته دوام ورکړی و.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د "٢٠١٩ هیومن رایټس رپورټ" خپور کړو.

په رپورټ کې د تېر کال په مهال د نړۍ په مختلفو ملکونو د انساني حقونو صورتحال ته کتنه شوي ده.

د سټېټ ډپارټمنټ رپورټ د پاکستان په اړه وايي په ٢٠١٩ کې هیواد په غیرقانوني توگه او په بې دریغه ډول د خلکو د گرفتارۍ، د امنیتي ادارو د لاسه د خلکو په غیرقانوني توگه د وژل کېدلو، په زور د خلکو بې درکه کېدلو، په خلکو د تشدد او د ولس په شخصي ازادۍ او د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ د قدغنونو غوندې مسلو سره مخامخ و.

د دې ترڅنگ په خبریالانو او انټرنېټ پابندۍ وې، وېب پاڼې بندېدلې، د خلکو په جمع کېدلو حکومت بندیزونه لگولي و، د مذهب په ازادۍ سخت قدغنونونه وو، د خلکو په حرکت پابندۍ وې او په حکومت کې دننه بدعنوانۍ د پاکستان لوې مسلې وې.

سټېټ ډپارټمنټ ووېل په حکومت کې د احتساب کمی و او د واک اختیار په غلط استعمال د سزاگانې نه ورکړی کېدلې او د انساني حقونو په سرغړونو کې ککړ حکومتي مامرین د سزا نه بچ وو.

د غیر حکومتي عناصرو دلاسه د ترهگرۍ پېښې د انساني حقونو خلاف ورزي لویه مسله وه. خو د تېرو کلونو په مقابل کې په ٢٠١٩ کې د ترهگرۍ په حملو کې کمی شوی و خو د کورنیو او خارجي تنظیمونو لخوا د تشدد او مذهبي عدم برداشت په سبب د بې قانونۍ "ثقافت" پرځای و.

د سټیټ ډپارټمنټ په رپورټ کې د ترهگرۍ د څارنې ادارې ساوت ایشیا ټېررازم پورټل نومې ادارې د قوله وېل شوي چې د ٢٠١٩ د سپټمبر د میاشت پورې د ترهگرۍ په پېښو کې د تلفاتو شمیره ٣١٥ وه. په کال ٢٠١٨ کې دغه شمېر ٦٩٧ و.

بې دریغه گرفتارۍ او غیرقانوني او په سیاسي بنیادونو وژنې

سټېټ ډپارټمنټ ووېل گڼ شمیر داسې رپورټونه مخې ته راغلي وو چې حکومت یا د حکومت کارکونکي د خلکو په بې دریغه توگه نیولو او وژنو کې ککړ وو او امنیتي ادارو د کړکیکچونو په مهال د عدالت د سزاگانو پرته په وژنو کې کړې وې.

په رپورټ کې د بلوچستان صوبې په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنگ فعال ارمان لوني د وژل کېدو ذکر شوی دی چې د پي ټي اېم فعالان وايي د احتجاج وروسته د پولیس سره په نښته کې وژل شوی دی. سټیټ ډپارټمنټ وویل په لورالايي کې د پي ټي اېم مشر عبدالقیوم اتمانخیل د ارمان لوني د وژل کېدو په سر د پولیس خلاف کېس درج کړو. دوه میاشتې وروسته پي ټی اېم وویل عبدالقیوم باندې تشدد شوی و او د سړک په غاړه په زخمي حالت کې پرېښودل شوی و. پي ټي اېم د عبدالقیوم د پېښې خلاف احتجاج هم وکړو.

د وسله والو ترهگرو ډلو په بم چاودنو او ځانمرگي حملو کې د سلگونو په شمېره کې کسان ووژل شو او زخمیان شول خو د تشدد دغه کچه د نورو کلونو په مقابل کې په ٢٠١٩ کې کمه وه.

د خلکو بې درکه کېدل

سټیټ ډپارټمنټ وویل د پاکستان په ټولو برخو کې د خلکو د تښتول کېدو او د بې درکه کېدو پېښې لیدل کېدې.

د ٢٠١٩ د اکتوبر د لومړۍ نېټې پورې د حکومت کمېشن اف انکوایري ان اېنفورسډ ډس اپیرینسز د خلکو د درکۍ ٥٩٣ کېسونه ترلاسه کړي وو. په کال ٢٠١٨ کې د دغه ډول شکایتونو شمیر ١٠٩٨ و.

سټیټ ډپارټمنټ وویل د استخباراتي ادارو، پولیس او امنیتي ادارو ځینو چارواکو ځینې قیدیان په داسې حالاتو کې بندي ساتلي وو چې هغوی د چا سره رابطه نشوه کولی او درک یې هم چا ته نه و معلوم.

سټیټ ډپارټمنټ وویل د ٢٠١٩ د مارچ د میاشت په ٣٠ او د اپرېل په لومړۍ نېټه نامعلومو کسانو په کراچۍ کې د شیعه ټولنې دوه خبریالان مطلوب حسین موسوي چې د جنگ ورځپاڼې خبریال و او سید علي مبشر نقوي چې د ابتک نیوز چېنل خبریال و ونیول. د می په میاشت کې پولیس وویل موسوي او څلور نور کسان یې د فرقه ایزو وژنو په لړ کې نیولي دي. د شیعه مسنگ پرسنز رېلیټیوز کمېټیي نومې ادارې د پولیس دغه الزامات رد کړي او ویلي یې دي چې دغه کسان بغیر د کومې مقدمې بې درکه دي. سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل د دواړو خبریالانو درک نه دی معلوم.

په اپرېل په میاشت کې پولیس د کوښښ نومې ورځپاڼې خبریال رفاقت علي جواهر ازاد کړو. هغه ١۴ میاشتې وړاندې په ساده جامو کې د امنیتي ادارو کارکونکو نیولی و.

د انساني حقونو تنظیمونو وویل چې مامورینو د پښتنو، سندیانو او بلوڅ خلکو د حقونو دپاره کارکونکي بې درکه کړي او یا یې نیولي وو.

سټیټ ډپارټمنټ وویل د ٢٠١٩ په مهال مامورینو د پښتون ژغورنې غورځنگ خلاف خپلو اقداماتو ته دوام ورکړی و.

د می په میاشت کې د هغه وخت د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور اعلان وکړو چې د پي ټي اېم وخت ختم دی او د دې څو میاشتې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پي ټي اېم ١٣ پلویان په یو چېک پوسټ ووژل شو. پوځ د پېښې په اړه وویل چې احتجاج کونکو په چېک پوسټ حمله کړې وه خود عیني شاهدینو او د پي ټي اېم وینا د پوځ د درېځ په ضد و. سټیټ ډپارټمنټ وویل د خړ کمر د پېښې وروسته د پي ټي اېم مشران او کارکونکي ونیول شو خو دوی په کامیابۍ په عدالتونو کې د دوی په ضد د مقدمو دفاع وکړه. رپورټ وايي حکومت مني چې پي ټي اېم جایز شکایتونه لري خو وايي ځینې خارجي قوتونه پاکستان کې د قومي نقسیم راپارولو دپاره پي ټي اېم استعمالوي.

سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل د کال ٢٠١١ نه د کال ٢٠١٩ د سپټمبر د میاشت پورې د کمېشن اف انکوایري ان اېنفورسډ ډس اپرینسز د ٦٣٧٢ کسانو د بې درکه کېدو رپورټونه ترلاسه کړي وو، چې پکې د ۴١۴٠ کیسونه تړل شوي وو خو ٢٢٣٢ کېسونه لا نه وو حل شوي.

په خېبر پښتونخوا کې د اېکشن اېن اېډ اف سېول پاور

د ٢٠١٩ د اگست په میاشت کې صوبايي حکومت د د اېکشن اېن اېډ اف سېول پاور ارډېننس جاري کړو چې پکې امنیتي ادارو ته په پراخه کچه اختیارات ورکړی شول. په دغو اختیاراتو کې د پوځ ملکي کسان د نامعلومه مودې پورې بند ساتلی شي، د خلکو جایدادا قبضه کولی، عملیات ترسره کولی شي او د یو پوځي په شهادت یو نیول شوي تن ته سزا اورولی شي.

سټیټ ډپارټمنټ په خپل رپورټ کې وویل د صوبې هايي کورټ دغه ارډیننس ځنډولی دی خو سپریم کورټ د هايي کورټ فیصله رد کړې او د ٢٠١٩ تر اخیره پورې په سپریم کورټ کې د ارډیننس خلاف د اپېل اورونه روانه وه.

د ٢٠١٩ د اکتوبر په ٢۴ نیټه پولیس د پي ټي اېم فعالې گلالۍ اسماعیل پلار محمد اسماعیل گرفتار کړو او وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای په هغه الزام ولگولو چې هغه په فېس بک او ټوېټر د کرکې راپارولو او د حکومتي ادارو خلاف تبلېغات کوی. د پېښور هايي کورټ په ضمانت د محمد اسماعیل د ازادۍ امر وکړو.

کتنه به وي چې د پاکستان حکومت د سټیټ ډپارټمنټ رپورټ ته څه ځواب وايي خو وزیراعظم عمران خان په هیواد کې د په مطبوعاتو د قدغنونو او د انساني حقونو د خلاف ورزۍ خبره ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG