لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لسهاوو میلینه خلک نن په امریکا کې ووټونه ورکوي: ټرمپ که بایډن؟


په امریکا کې نن د نهې/سې شنبې ورځ، د سیاسي اړخه یوه ډېره اهمه ورځ ده. که څه قریب سل میلینه کسانو د انتخاباتو دپاره پیشګي ووټونه استعمال کړي دي، مګر د انتخاباتو اصلي ورځ نن ده چې په کې هم د امریکا آینده صدر او هم د کانګرس ګڼ شمېر غړي انتخابیږي.

نن په امریکا کې خلک دا پرېکړه کوي چې آینده صدر به یې ټرمپ پاته وي او که به جو بایډن د هغه ځایناستی شي. لسګونه میلینه کسان په ټوله امریکا کې د رایو مرکزونو ته ځي چې د خپلې سیاسي راتلونکې د پاره ووټ ورکړي. هرڅوک چې په دې انتخاباتو کې ګټونکی شي، هغه به د آینده څلورو کلونو دپاره د امریکا صدر پاته کیږي.

په دې ځل انتخاباتو کې، د رېپبلېکن ګوند نه برحاله صدر ډونالډ ټرمپ او د ډېموکرېټ له ګونده د اوباما پخوانی نایب صدر جو بایډن میدان ته راوتلي او په انتخابي مهمونو کې یې په یو بل باندې سخت ټکونه کړي دي.

که څه هم سږکال د کرونا وایرس عالمي وبا په امریکا هم خپله اغېزه کړې ده، مګر همدا مسئله د انتخاباتو د بحث مهم ټکی هم ګرځېدلی دی. بل اړخ ته په دا ځل انتخاباتو کې څه دپاسه اته نيوي (۹۸) میلینه کسانو وار له مخې یا پیشګي ووټونه ورکړي دي. شمېره، په تېرو صدارتي انتخاباتو کې د ټولو استعمال شویو ووټونو د دوه په درېیمې برخې نه زیاته ده او اټکل کیږي چې دا ځل به په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو ووټرانو ټولټال شمېر کیدای شي ۱۵۰ میلینه یا تر دې زیات ته ورسیږي، چې د امریکا په تېرو سلو کلونو کې دومره کسانو په یو ځل انتخاباتو کې رایه نده ورکړې.

د دې ځل انتخاباتو بله مسئله دا ده چې ګومان نه کیږي د تېرو کلونو په شان، د همدې نن ورځې په ماسخوتن د انتخاباتو ټول نتایج معلوم شي، ځکه پیشګي ووټونه ډېر استعمال شوي او هر ریاست/ایالت، د ووټونو د قبلولو او شمارلو دپاره ځان له قوانین لري. په ځینو ایالتونو کې د ډاګ د لارې یوازې هغه لیږل شوي ووټونه د قبلېدو وړ دي کوم چې د نهې/سې شنبې تر ماښامه د انتخاباتو ادارې ته ورسیږي، خو په ځینو نورو ایالتونو کې تر آینده ورځو پورې هم چې ووټونه ورورسیږي، دوی یې مني.

له دې مخې، ممکن څو ورځې وخت تېر شي چې د امریکا د صدارتي انتخاباتو ګټونکی معلوم شي.

د نیوهمشایر ایالات په ډېنکسوېل ناچ سیمه کې نن د انتخاباتو د ورځې ووټ اچول پیل شول
د نیوهمشایر ایالات په ډېنکسوېل ناچ سیمه کې نن د انتخاباتو د ورځې ووټ اچول پیل شول

د کمپېن وروستي کوششونه

د انتخاباتو نه مخکې په ورستیو هفتو او ورځو کې، ډونالډ ټرمپ او جو بایډن دواړو خپلو کمپینونو ته زور ورکړ او په ځانګړي توګه هغو ایالتونو ته ولاړل چېرته چې سیالي یې سره ډېره نږدې وه او د انتخاباتو د ګټلو دپاره ډېر اهم ګڼل کیږي.

د انتخابي کمپېن په وروستۍ ورځ، د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو نه وروستو، ممکن تشدد رامنځ ته شي، ځکه سپریم کورټ په پېنسلوېنیا ریاست کې د وخت نه وروسته د رایو شمېرلو اجازت ورکړی دی. پېنسلوېنیا په دې انتخاباتو کې مهم رول لوبولی شي او دا نده معلومه چې د دې ایالت رایې به ټرمپ وګټي او که بایډن.

نظرپوښتنې دا څرګندوي چې پخوانی نایب صدر جو بایډن په پېنسلوېنیا کې د خپل رقیب، صدر ټرمپ نه ډېر لږ مخته دی. په هغه ایالت کې د ډاګ د لارې ووټ ورکول، کوم چې تمه کیږي د ډېموکرېټانو په ګټه به وي، ممکن د نهې/سې شنبې نه څو ورځې پس هم ونشمارلی شي.

د ګل/دوشنبې په ورځ ډېموکرېټ کاندید جو بایډن د وروستي ځل دپاره په اوهایو او پېنسلوېنیا ایالتونو کې خلکو ته خبرې وکړې او ورنه یې وغوښتل چې ده ته ووټ ورکړي. هغه وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکاییان خپل جمهوریت بېرته پیاوړی کړي. د یوې نظرپوښتنې له مخې، بایډن په پېنسلوېنیا کې د ټرمپ نه څلور فیصده مخکې ښکاري. خو په ۲۰۱۶ کال کې هم ټرمپ هلته نظرپوښتنې کې شا ته ښکارېده، مګر انتخاباتو کې یې پېنسلوېنیا هغه وخت وګټله.

صدر ډونالډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ په فلورېډا ایالت کې کمپېن وکړ. څېړونکي وایي د ټرمپ د کامیبېدو دپاره ورته ضروري ده چې فلوریډا وګټي.

ټرمپ په فلوریډا کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې بیا هم په جو بایډن ټکونه وکړل او د مېک امریکا ګرېټ اګېن شعار یې ورکړ. د نظرپوښتنو له مخې، په فلوریډا کې بایډن او ټرمپ برابر مخ ته روان دي.

د امریکا دا انتخابات نه یوازې پخپله امریکاییانو ته، بلکې د نړۍ نورو ملکونو ته هم ډېر ارزښت لري او هغوی هم دا انتخابات څاري او منتظر دي چې څوک به د نړۍ د دې سوپرپاور هېواد، مشر وټاکل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG