لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د فضائي کاروائې په اړه د امریکا او روس مذاکرات


ایش کارټر ویلي امریکا به شام کې د داعش په هدفونو د هوائي بمبارۍ خپله تگ لاره کې څه بدولون نه کوي. هغه په روس غږ وکړو چې شام کې خپلې تگ لارې نه دې لاس په سر شي ځکه چې د هغه په قول دغه تگ لاره غلطه او نزدې نظرې ده
ایش کارټر ویلي امریکا به شام کې د داعش په هدفونو د هوائي بمبارۍ خپله تگ لاره کې څه بدولون نه کوي. هغه په روس غږ وکړو چې شام کې خپلې تگ لارې نه دې لاس په سر شي ځکه چې د هغه په قول دغه تگ لاره غلطه او نزدې نظرې ده

په شام پرواز کونکو د هوائي پوځ خپلو عملو تحفظ په لړ کې امریکائي او روسي مامورین د شورو یا چارشنبې په ورځ نورې خبرې اترې کونکې دي. دغه مذاکرات به د وډیو کانفرنس په زریعه کولی شي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکې د دفاع وزیر ایش کارټر وویل په مذاکراتو کې پرمختگ شوی دی او هغه امید کوي چې زر به په دې لړ کې معاهده لاس لیک شي، چې هدف يي د شام په فضائي حدودو کې د روسي او امریکائي جهازونو ترمنځ د ټکر امکان لرې کول دي.

هم د نهې یا سه شنبې په ورځ د روس ددفاع وزارت ویلي امریکې سره معاهدې دپاره تجویزونه يي امریکائي مامورینو ته لیږلې دي.

ایش کارټر ویلي امریکا به شام کې د داعش په هدفونو د هوائي بمبارۍ خپله تگ لاره کې څه بدولون نه کوي. هغه په روس غږ وکړو چې شام کې خپلې تگ لارې نه دې لاس په سر شي ځکه چې د هغه په قول دغه تگ لاره غلطه او نزدې نظرې ده.

خو د روس خارجه وزیر سرگی لاوو رو ویلي شام کې د مربوطې کاروائي په اړه مذاکراتو کې امریکې د برخه اخیستلو نه ډډه کړې وه.

بلخوا د شام دپاره د ملگرو ملتونو استازې سټیفن ډي مسټوره په دې کوښښونو کې مصروف دی چې شام د مسلې د سیاسي حل دپاره امریکا او روس رایوځائې کړي. په دې لړ مې هغه د نهې یا سه شنبې په ورځ ماسکو کې روسي مامورینو سره خبرې اترې کړې دي او ټاکل شوې ده چې د چارشنبې په ورځ به واشنگټن کې امریکائي چارواکو سره لیده کاته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG