لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي مامورینو د کانګرس په اورونه کې افغانستان نه د انخلا دفاع وکړه 


د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن، د پوځي مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو مشر و، د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا کوي
د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن، د پوځي مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو مشر و، د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا کوي

د امریکې لوړ پوړي دفاعي مامورین به د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه د کانګرس په اورونه کې بیانونه ورکوي.

د امریکې د دفاع وزیر لوایډ اسټن، د پوځي مشرانو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي او د مرکزي کمانډ یا سېنټ کام مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو مشر و، د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا کوي.

یوه ورځ وړاندې دغو مامورینو د سېنېټ یا د ایوان بالا د مسلح ځواکونو د خدماتو کمېټۍ ته وېنا وکړه. په دغه اورونه کې د کانګرس غړو که یو خوا په افغانستان کې د امریکې اوږد ترین جنګ د ختمولو د فېصلې ستاینه وکړه نو بلخوا افغانستان نه د انخلا په ورستیو ورځو کې په رامنځته شوي ګډوډۍ یې تنقید وکړو.

د دفاع وزیر لوایډ اسټن طالبانو کابل ته د رسېدو وروسته افغانستان نه د امریکايي شهریانو او مرسته کوونکو افغانانو د راوېستلو بهیر وستایلو. هغه وویل که د انخلا عمل بې عېبه نه و خو بیا هم په هوار ډول ترسره شو او د امریکايي ځواکونو نه علاوه دا عمل بل کوم پوځ نشو ترسره کولی.

هغه وویل د امریکې په تاریخ کې دا د هوايي جهازونو دلارې د خلکو د راوېستلو ترټولو لوی عملیات وو او یوازې په 17 ورځو کې مکمل کړی شوو. هغه زیاته کړه اټکل کېدو چې امریکايي ځواکونه به تر 80000 پورې کسان راوباسي خو په دغه شمېره د 124000 نه زیاته ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اورونه کې جنرل مېلي وویل افغانستان نه انخلا په لاجسټیکي توګه کامیابي وه خو په سټرېټیجیک کچه ناکامي وه چې پکې د 6000 امریکایانو په شمول 124000 کسان د افغانستان نه راووېستل شوو.

جنرل مېلي وویل په افغانستان د طالبانو واک اختیار د شلو ورځو نه بلکې د شلو کلونو د مجموعي حالاتو نتیجه ده.

هغه د القاعده او داعش خراسان د ممکنه خطر په اړه خبرداری هم وکړو.

د 2020 د امریکې او طالبانو د امن معاهدې په اړه جنرل مېکېنزي وویل دغې معاهدې په نفسیاتي لحاظ په افغان امنیتي ځواکونو ژور اثر وکړو او په چټکتیا د افغان پوځ په نسکورېدو کې یې مرسته وکړه. هغه وویل دغې معاهدې طالبان زړه ورکړل چې امریکايي ځواکونه به بالاخېر په یوه ټاکل شوي نېټه د افغانستان نه ووځي.

جنرل مېکېنزي وویل دغې معاهدې افغانان په اخلاقي او روحاني ډول کمزوري کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG