د امریکې د کانګرس په اېوان بالا یا سېنټ کې د واک من ډېموکرېټک ګوند غړي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې منصفانو ته دا دریځ وړاندې کوي چې پخواني صدر تېره میاشت په واشنګټن کې د کانګرس په ودانۍ حمله راپارولي وه.
د نهې- سه شنبې په ورځ د ډانلډ ټرمپ د مواخذې لپاره د سېنېټ رابلل شوې خصوصي غونډې په وخت د ډېموکرېټ اکثریته نماېندګانو ایوان سېنېټ ته دډانلډ خلاف د مواخذې په حق او د ټرمپ وکیلانو د مواخذې د کاروایې خلاف خپل آئیني دلائل وړاندې کړل.
تر څلورو ګهنټو پورې د بحث او دلیلونو ارېدو وروسته د سېنېټ غړو د مواخذې جاري ساتلو په ساده اکثریت سره منظوري ورکړه.
د ایوان نماېندګان لخوا سېنېټ ته لېږلی شوې د مواخذې مسوده کې تو پورې کړی شوي چې پخواني صدر په کېپیټل هل د حملې لپاره خپل پلویان راپارولي وو.
د شورو په ورځ به د مواخذې باضابطه کاروايي پېل کېږي او دواړه خواوې به دوه ورځې په دې اړه خپل دلیلونه ورکوي. په دې کاروایې کې به سنېټرانو ته هم څلور ساعته ورکړی کېږي چې د مواخذې دفاع کونکو او مخالفه وکیلانو نه پوښتنې وکړي.
د ډانلډ ټرمپ وکیلانو د پرون د خپلو دلیلونو وړاندې کولو په وخت وویل چې د امریکا په آئین کې د موتخذې مقصد یو صدر په غلط کار د خپلې عهدې څخه لرې کول دي خو ډانلډ اوس نور د صدر په عهده نه دی پاتې نو مواخذې کاروابې آئیني حېثیت هم پاتې نشو.
د ډېموکټک ګوند اکثریته ایوان وکیلانو اوویل چې کله ایوان نماېندګان د ډانلډ ټرمپ خلاف قرارداد منظوره کړی وو هغه وخت ټرمپ صدر وو باېد مواخذه یې وشي.
دوي هغه وډیو هم سېنېټ ته ورښکاره کړله چې پکې ښودلی کېږي د ټرمپ پلویان د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس ودانۍ حمله کوي.
د مواخذې کاروایې منظورۍ لپاره په سېنېټ کې رایې ورکړی شوې. د مواخذې په حق کې ۵۶ او مخالفت کې ۴۴ رایې ورکړی شوې. د ریپبلکن شپږو غړو هم د موتخذې په حق کې رایې ورکړې ده.
په سېنېټ کې د ډانلډ ټرمپ خلاف د مواخذې په حق کې په دریو کې دوه برخې اکثریت پکار دی او ۱۰۰ کې به د ۶۷ سېنېټرانو اکثریت پکار دی.
دا وخت په سېنېټ کې د ډېموکرېټ او ریپبلکن سره ۵۰ ،۵۰ غړي دي او قانوني ماهرین وايي امکان دادی چې د ډانلډ ټرمپ خلاف به د مواخذې کاروايي کامیابه نشي.
ډېموکرېټک ګوند هڅې کوي چې د ریپبلکن ګوند د سېنېټرانو مرسته حاصله کړي. دوي ته د ریپبلکن ګوند د ۱۷ غړو مرسته پکار ده.