لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي که امریکايي ځواکونه د می پورې د افغانستان نه ستانه نه شول په هدف کوي به یې


د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په انخلا کې د ممکنه ځنډ په اړه صدر بایډن وویل د دې سبب "ټېکټیکل" یا طریقه کار دی. هغه وویل که امریکا د ټاکل شوي نېټې سره سم د افغانستان نه ځواکونه راوه نه باسي خو بیا هم ګمان نه کوي چې امريکايي عسکر به په افغانستان کې د اینده کال د ختمېدو وروسته
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په انخلا کې د ممکنه ځنډ په اړه صدر بایډن وویل د دې سبب "ټېکټیکل" یا طریقه کار دی. هغه وویل که امریکا د ټاکل شوي نېټې سره سم د افغانستان نه ځواکونه راوه نه باسي خو بیا هم ګمان نه کوي چې امريکايي عسکر به په افغانستان کې د اینده کال د ختمېدو وروسته

د افغانستان طالبانو ویلي که چېرې امریکايي او نېټو ځواکونه د می د لومړۍ نېټۍ پورې د افغانستان نه وه نه وتل نو "مجبور" به وي چې د نړیوالو ځواکونو خلاف جنګ ته دوام ورکړي.

طالبانو د جمعې په ورځ د امریکې صدر جوبایډن هغه بیان ته خپل دریځ څرګند کړو چې هغه پکې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې موجود ۲۵۰۰ امریکايي عسکر به د می د لومړۍ نېټې نه وروسته هم په افغانستان کې موجود وي.

تېر کال د امریکې او طالبانو د سولې په معاهده کې ټاکل شوي وه چې امریکايي ځواکونه به د می د میاشت پورې نه افغانستان څخه وځي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ‌ کې وايي چې د نېټو د قاطع ماموریت د انتظام د لاندې دا وخت په افغانستان کې ۷۰۰۰ غیر امریکايي عسکر او ۲۰۰۰۰ قراردادي کارکونکي یا کانټرېکټرز موجود دي چې په غیر جنګي کردار کې د طالبانو په صد د افغان حکومت امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په انخلا کې د ممکنه ځنډ په اړه صدر بایډن وویل د دې سبب "ټېکټیکل" یا طریقه کار دی. هغه وویل که امریکا د ټاکل شوي نېټې سره سم د افغانستان نه ځواکونه راوه نه باسي خو بیا هم ګمان نه کوي چې امريکايي عسکر به په افغانستان کې د اینده کال د ختمېدو وروسته هم پاتې شي.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د جمعې په ورځ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې صدر بایډن لا د امریکايي عسکرو د ستنولو مهال وېش په اړه غور کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه طالبانو په خپل لیکل شوي بیان کې د صدر بایډن څرګندونې "مبهم" وبللې او چې په افغانستان کې د جنګ ختمولو دپاره د امریکې سره د دوحې معاهده "هوښیاره او لنډه" ترینه لاره ده.

طالبانو وویل د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په انخلا کې ځنډ به د امریکې د لورې د معاهدې خلاف ورزي ګڼل کېږي او طالبان به "مجبور" وي چې د افغانستان د "ازادولو" دپاره د خارجي ځواکونو خلاف "مسلح مبارزې" ته دوام ورکړي.

طالبانو وویل د جنګ د اوږدېدو او د "مرګ او تباهۍ ذمه واري به د هغه چا په اوږو وي چې دا خلاف ورزي یې کړی."

د امریکې او د طالبانو د معاهدې په پس طالبانو په افغانستان کې په امریکايي او اتحادي ځواکونو حملې نه دي کړې او د وي او ای رپورټ وايي د د لوظنامې نه پس امریکايي ځواکونو ته څه مرګ ژوبله نه ده اوړېدلې.

د معاهدې دلاندې طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده او نورو وسله والو ډلو سره به رابطې قطع کوي او د افغانستان خاوره به د د بل چا خلاف د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي او د افغان حکومت په شمول بېن الافغان مذاکراتو کې به شرکت کوي.

د معاهدې سره سم بېن الافغان مذاکرات په قطر کې شروع شوي دي خو څه ډیر پرمختګ پکې نه دی رپورټ شوی.

د صدر بایډن حکومت ویلي چې طالبانو سره شوي معاهدې ته به بیا کتنه کوي.د وي او ای رپورټ وايي دغه بیا کتنه په رسمي ډول سر ته نه ده رسول شوي او یو شمېر امریکايي مامورینو دا پوښتنه راپورته کړې ده چی ایا طالبانو هم د لوظنامې دلاندې د خپلې غاړې ذمه وارۍ پوره کړي دي او که نا؟

د امریکي د خصوصي ځواکونو مشر جنرل رېچرډ کلارک د زیارت، پنجشبې، په ورخ د کانګرس غړو ته وویل "دا واضحه ده چې طالبانو هم هغه څه نه دي کړي چې د کولو ژمنه یې کړې وه چې تشدد به کموي."

جنرل کلارک وویل د معاهدې د لاس لیک کېدلو نه پس په تشدد کې اضافه کړې ده.

د دې میاشت په شروع کې د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنک افغان صدر اشرف غني ته په یو خط کې لیکلي وو چې د امن پروسه دې ګړندۍ کړي او زر دې مفاهمت ته ورسېږي. په خط کې وېل شوي وو چې امریکې د ترکي نه خواست کړی چې د افغانستان په اړه دې د غونډې تابیه وکړي او ښايي چې دغه غونډه اینده میاشت وشي.

د دې ترڅنګ امریکې په افغانستان کې د موقتي حکومت د جوړېدو تجویز هم وړاندې کړی دی چې د نوو انتخاباتو او د نوي ايين د جوړېدو سرپرستي وکړي او طالبان دې د ۹۰ ورځو پورې په تشدد کې کمی وکړي.

طالبانو ویلي د نوي ورځو دپاره په تشدد کې کمي ته تیار دي که چېرې امریکا د افغانستان نه ځواکونه وباسي، په کابل فشار واچوي چې په زندانونو کې باقي پاتې ۷۰۰۰ طالب قېدیان ازاد کړي او د دوحې د معاهدې سره د طالب مشرانو نومونه د ترهګرو د فهرست نه لېرې کړي.

افغان صدر د موقتي حکومت د قیام مخالفت کړی خو طالبانو ته د په انتخاباتو کې شرکت بلنه ورکړي. افغان صدر ویلي غېر منتخب حکومت ته به اقتدار انتقال نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG