لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکو افغانستان ته د امریکې د دفاع وزیر سفر اهم بللی  


د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي اسټین په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سر کتلي او دواړو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او پر روان تاوتریخوالي یې اندېښنه وښودله
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي اسټین په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سر کتلي او دواړو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او پر روان تاوتریخوالي یې اندېښنه وښودله

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته ورغلی و او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په سوله او تاوتریخوالي خبري کړي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ افغانستان ته د لویډ اسټېن د سفر په اړه د افغان صدر ترجمان وویل دواړو مشرانو په افغانستان کې پر تلپاتې سولې د رامنځته شوې اجماع په اړه هم خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کتونکي وایي د غه سفر ډیر زیات د ارزښت وړ دی څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د تاوتریخوالي د کموالي او د امریکا او ولسمشر غني ترمنځ د وروستیو جنجالونو د حل لپاره ښه ثابت کیدای شي څو هغه بدلون چې امریکا یې غواړي عملي او یوې پایلې ته ورسیږي.

د سیاسي چارو کتونکی وایي د تلپاتې سولې غوښتنه نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالو،افغان حکومت او طالبانو غوښتنه ده او د دفاع وزیر سفر اصلي موخه ولسمشر سره د امریکا پر طرحه باندی بحث کول او په افغانستان کې يو سیاسي تحول باندې بحث او ټينګار کول دي.

د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون له مخې باید د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د دفاع وزیر ولسمشر سره خبرو کې ویلي د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده .

د پنټګان مشر د اشرف غني سره لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي.

آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.

دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي. ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي اسټین په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سر کتلي او دواړو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او پر روان تاوتریخوالي یې اندېښنه وښودله.

د سیاسي چارو کتونکی نجیب الله ازاد وایي د تلپاتې سولې غوښتنه نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالو،افغان حکومت او طالبانو غوښتنه ده.

ازاد زیاتوي " د متحد ایالاتو دفاع وزیر د سفر اصلي موخه ولسمشر سره د امریکا پر طرحه باندی بحث کول او په افغانستان کې يو سیاسي تحول باندې بحث او ټينګار کول دي په داسې حساس وخت کې د دفاع وزیر سفر بې له شکه مهم سفر دی څو افغانان د تل پاتې سولې خاوندان شي" هغه په دې اړه زیاتوي

په ورته مهال د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته په درې ورځني سفر ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه سفر د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پياوړې کولو، د دوو اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د بایډن د ادارې یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر کوي.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په برخه کې رانږدې کېدونکي ضرب‌الاجل او د اې بي سي ټلوېزیون سره د جمهور رئیس بایډن وروستۍ مرکه کې بایډن ویلي که چېرې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو ضرب‌الاجل تمدید هم شي د اوږده وخت لپاره به دوام ونه‌کړي.

د سیاسي چارو کتونکی هدایت الله پکتین وایي ددغه سفر موخه دا کیدای چې افغان چارواکي ددې لپاره وداره کړي څو هغه بدلون چې امریکا یې په افغانستان کې غواړي د هغه لپاره هلې ځلې دي.

پکتین وایي " ددغه سفر ګټه د افغان سولې لپاره دا ده چې مخامخ خبرې د سولې او روانو حالاتو لپاره ښې پایلې ولري. "

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ د وري په ۳مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شي.

ویل کیږي چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به د افغانستان پر وروستیو حالاتو او سولې پروسې هم خبرې کیږي.

ښاغلی اسټېن داسې مهال کابل ته سفر کړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه مهمه غونډه جوړه شي.

دې غونډه کې به امریکا پر هغې طرحې خبرې کیږي چې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړی لپاره د یوه منځمهالي حکومت وړاندیز په کې شوی دی.

د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون له مخې باید د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي د افغان سولې په اړه د یاد تړون په اړه دواړه لوري یو په بل تور پورې کوي چې دغه تړون یې مات کړی خو هیواد کې لا هم جګړې او د تاوتریخوالي سنګر تازه ساتل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG