لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د مهاجرت په اړه په ډاکا قانون خبرو اترو ته تیار دی


د صدر ټرمپ د ډاکا قانون د ختمولو خلاف په امریکا کې احتجاجونه شوي دي
د صدر ټرمپ د ډاکا قانون د ختمولو خلاف په امریکا کې احتجاجونه شوي دي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي که چرې حزب اختلاف ډیموکریټک گوند په دې معامله سیاسي مفاهمت ترلاسه کول غواړي چې په ماشوم والي کې امریکې ته راتلونکو خلکو ته دې په هیواد کې د پاتې کیدو اجازت ورکړی شي نو بیا پکار ده چې د گرین کارډ په نظام کې هم اصلاحات وشي، لس زره اېمیگریشن افسران مقرر کړی شي او د میکسیکو سره د امریکې په جنوبي سرحد دیوال جوړ کړی شي.

د ډیفرډ ایکشن فار چایلډهوډ ارایولز یا ډاکا په نوم قانون پخواني صدر براک اوباما په وخت کې منظور شوی و او ترمخه یې هغه ماشومانو ته په امریکا کې ژوند کولو اجازت ورکړی شوی و چې د خپلو میندو او پلرونو سره په ماشوم والي کې په غیرقانوني توگه امریکې ته راغلي وو.

دغه ماشومانو ته "ډریمرز" یا د خوب کتونکي ویل کیږي.

تیره میاشت صدر ټرمپ د ډاکا قانون د ختمولو اعلان وکړو. او وې ویل کانگرس کې په دې موضوع د ډیموکریټک ګوند سره خبرو اترو ته تیار دی.

"مونږ په ګډه په یو پلان کار کوو، چي په پوله امنیت ښه شي، د ډ‌اکا په اړه هم خبرې کوو، خلک غواړې چې دغه دنده ترسره شي، اته لکه ماشومان راوستل شوي دي. په دې کې ددوي قصور نشته. مونږ په یو پلان کار کوو او گورو چې ددې څه نتیجه راوځي،" صدر ټرمپ وویل.

صدر ټرمپ غواړي چي د امیګریشن پالیسي نوي کړي، دکورنې په سر د ګرین کارډ ورکولو کچه هم راکمه کړي او د میکسکو په پوله دیوال جوړ کړي او په دې لړ کی لس زره نور امیګریشن چارواکي مقرر کړي.

خو ډیموکریټک ګوند د صدر ټرمپ یو شمیر تجویزونو سره اتفاق نه لري.

په کانگرس کې د ډیموکریټک ګوند مشرانو نینسې پلوسي اوچېک شومر خپل یو ګډ بیان کی ویلي دغه لسټ کی یو شمیر خبري د منلو وړ نه دي.

خو د امریکې مشر سرکاري وکیل جیف سیشنز د اتوار په ورځ ویلي د صدر ټرمپ تجویزونه مناسب دي او په نتیجه کې به يې د مهاجرت ښه انتظام رامنځته شي.

صدر ټرمپ کانګرس ته شپږ میاشتې وخت ورکړ چي د ډاکا په اړه قانون سازي وکړي او دغه اته لکه ځوانان د بیرته ستنیدو نه دې بچ کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG