لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د مواخذې د بهیر شروع کېدو نه وړاندې به وکیلان دلایل ورکوي


صدر ټرمپ او د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي
صدر ټرمپ او د یوکرېن صدر ولادومېر زلنسکي

د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې بهیر د پېل کېدو نه یوه ورځ مخکې د گل، دوشنبې، په ورځ به د هغه وکیلان په لنډه توگه خپل دلایل وړاندې کوي.

تر دې مخکې د استازو د جرګې لخوا منظور کړی شویو د مواخذې مادو ته په لنډ ځواب کې د پاټ سپولون او جې سیکلو په نامه وکیلانو ویلي وو، سېنېټ باید د ټرمپ پرضد تورونه رد کړي ځکه دغه تورونه "د اساسي قانون په خطرناک استعمال باندې ولاړ دي د کوم له مخې چې به زمونږ د حکومت بنسټ له اوږدمهاله نقصان سره مخ شي."

د دوی دریځ و چې د استازو جرګه هڅه کوي چې په بهرني سیاست کې د ولسمشر واک کمزوری کړی او هڅه کوي چې حکومتي څانګه د اساسي قانون له مخې د خپلو امتیازاتو په ترلاسه کولو باندې کنټرول او ورته سزا ورکړي.

د هغو تورونو په اړه چې ټرمپ له خپل واک څخه ناوړه کار اخیستی او له بهرني طاقت څخه یې غوښتي وو چې داسې پلټنې پیل کړي چې ده ته به سیاسي گټه ورسوي، وکیلانو وویل د استازو جرګه کوښښ کوي چې د بهرني سیاست په ټاکلو کې د ولسمشر واک کمزوری کړي.

د هغه تور په ځواب کې چې ټرمپ د خپلې ادارې کارکونکو ته د هغې لارښونې له امله چې د دوی پوښتنې ته به ځواب نه ورکوي د کانګرس مخنیوی کړی، وکیلان وايي، دغه قانوني کارونه وو چې د واک په ویش کې محرمې ګټې پټې وساتل شي.

د استازو د جرګې وکیلانو چې د څارنوالانو په توګه کار کوي له مخکې څخه د خپلې محکمې لنډیز چمتو کړی او وايي، دا روښانه ده چې ټرمپ د مواخذې په دواړو مادو کې د کافي شواهدو له مخې ګناه کار دی.

په دغې محکمه کې مهمو لوبغاړو د یکشنبې یا اتوار په ورځ په دې اړه دلیل ووایه چې ایا د ولسمشر اعمالو په نتیجه کې به دی له خپلې دفتر څخه لېري شي.

جرمي دفاعي وکیل الن درشویتز چې د ټرمپ له دفاع کونکو وکیلانو له ډلې څخه دی سي ان ان ته وویل، هغه به د سېنټ ١٠٠ غړو ته ووايي "حتی که وړاندې شوي حقایق رښتیا هم وي نو بیا به هم د مواخذې تر حده و نه رسېږي" چې ټرمپ پرې محکوم شي او له دفتر څخه ویستل شي.

وکیلان به پرېکړه کوي چې ایا ټرمپ "ستر جرمونه او د واک ناوړه کارول کړي دي" د کومو له امله چې د امریکا د اساسي قانون له مخې یو ولسمشر له خپل دفتر څخه لېرې کولای شي.

سېنېټ کې ریپلېکنان اکثریت لري ډېر او دا خبره ډیر کم امکان لري چې ټرمپ به محکوم شي ځکه چې له دریو څخه دوه برخې رایو ته به اړتیا وي چې له مخې یې ټرمپ له سپینۍ ماڼۍ څخه لېرې کړای شي.

ټرمپ په تېرې جولای میاشت کې د یوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي څخه غوښتي وه چې په ۲۰۲۰ کال کې ددغه د مخکښ سیال او پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او د هغه د ځوي هنټربایډن په اړه دې پلټنې وکړي. هنټر بایډن د یوکراین د ګازو له یوې کمپنۍ سره کار کاوه.

د دواړو مشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې په همدې وخت کې شوي وې چې ټرمپ په لنډ مهاله توګه په کیف باندې ۳۹۱ میلیونه ډالره بند کړی و.

دا پیسې کیف ته ددې لپاره ورکول کېدې چې په ختیځ کې پرې له روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره جګړه وکړي.

کانګرسمن اډم شېف اې بي سي ته وویل: "دغه حقیقتونه په جدي توګه نه دي چلنج شوي چې ولسمشر له روسیې سره په جګړه کې په خپل متحد باندې په سلګونو میلیونه ډالر بند کړي وو. په سپینې ماڼۍ کې هغه ملاقات ځنډولی وو د کوم چې یوکراین په بې صبرۍ سره غوښتن کوله او دا چې له یوکراین سره په دې مرسته وکړي چې له ده سره بیا په راتلونکو ټاکنو کې په ټګۍ کې مرسته وکړي."

سېنېټ به اوس پرېکړه کوي چې یا دوی به د مواخذې په بهیر کې له نویو شاهدانو بیانونه اوري او که نا؟ خو په سېنټ کې د ریپبلېکن گوند مشر سېنټر مچمکانل د نوو شهادتونو مخالفت کړی دی.

ډیموکراټان غواړي چې د ملي امنیت له پخواني سلاکار جان بولټن، د سپینې ماڼۍ مرستیال لوی درستیر مک ملوېني او یو شمېر نورو کسانو څخه د یوکراین په اړه د ولسمشر د کارونو په اړه پوښتنې وکړی شي.

ټرمپ بالاخر په سپټمپر کې ۵۵ ورځې وروسته له یوکراین سره پوځي مرسته خوشې کړه بې له دې چې زلنسکي دې د بایډن په اړه پلټنې پیل کړې.

ریپبلیکنز وايي، همدا دلیل دی چې ټرمپ د راکړې ورکړې په داسې کومه لوبه کې نه وه چې په یوکراین یې ګواکې له دې امله پوځي مرستې بندې کړې وې چې داسې پلټنې وکړي چې سیاسي ګټه یې ده ته وه.

د ټرمپ یو سخت دفاع کونکی سېنېټر لېزي ګراهام فاکس نیوز ته په خبرو کې د مواخذې هلې ځلې "د دواړو ګوندونو ترمنځ د رېل روډ کار وبله. دا لومړنی مواخذه ده چې د ولسمشر لخوا د کوم جرم په اړه تورونه نشته."

هغه وویل، که چېرې ډیموکراټان له بولټن، ملوېني او نورو څخه پوښتنې کول غواړي نو ټرمپ به له خپل واک څخه کار واخلي او د هغو مخه به ونیسي تر څو د سپینۍ ماڼۍ د شخصي خبرو اترو راز رسوا نشي.

ګراهام وویل، "ما ته دا روښانه ده چې هر ولسمشر به د داسې شاهدانو په وړاندې له خپل اداري واک څخه کار واخلي."

هغه وړاندې وویل، که چېرې د ټرمپ په وړاندې د کانګرس په کېس کې دا مهم نه وای نو ډیموکراټانو به د استازو د جرګې لخوا د خپلې ټیسټیمونۍ لپاره د هغې غوښتنه کړې وه.

ډیموکراټانو د سپینې ماڼۍ له کارکونکو څخه داسې نورې ټیسټیمونۍ هم غوښتي دي خو ټرمپ هغوی ته حکم کړی چې د مواخذې له پلټنو سره دې مرسته نه کوي

ګڼو کارکونکو د ټرمپ دغه خبره منلې ده خو ځینو بیا نه ده منلې.

ډیموکراټانو هم د ځینو ټیسټیمونیانو په اړه هلې ځلې له دې امله درولي چې ښايي دا به یوه اوږده حقوقي پروسه شي چې د امریکا په محکمو کې به میاشتې وخت ونیسي.

د ټرمپ د مواخذې بهیر د امریکا په دریخ کې دریم ځل دی.

دوه نور پخواني ولسمشر یو انډریو جانسن او بله بل کلنټن وو.

څلورم ولسمشر ریچارډ نیکسن وه چې د واټرګېټ په قضیه کې له ورته مواخذې سره مخ شوی و خو د کانګرس له اقدام څخه دمخه یې استعفا ورکړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG