لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخواني صدر براک اوباما د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت سخت ټکونه کړي


د کال ٢٠١٧ په دې تصویر کې پخوانی صدر براک اوباما او د هغه مېرمن مشېل اوباما وایټ هاوس ته د صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هرهکلی کوي
د کال ٢٠١٧ په دې تصویر کې پخوانی صدر براک اوباما او د هغه مېرمن مشېل اوباما وایټ هاوس ته د صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ هرهکلی کوي

د امرېکې پخواني صدر براک اوباما ویلي هېواد یې دا وخت د تاریخ په انتهايي حساس پړاؤ ولاړ دی. براک اوباما د نومبر په میاشت کې کېدونکو د منځنۍ مودې انتخابات په لړ کې د ډیموکریټک پارټۍ یوې غونډې ته وینا کوله.

براک اوباما د جمعې په ورځ د الینای ریاست په اربانا شمپین یونېورسټۍ کې خبرې وکړی او په اینده څو هفتو کې به د امریکې په مختلفو ښارونو کې د ډیموکریټک پارټۍ یو شمېر نورو جلسو ته هم وینا کوي.

لکه د امریکې د تاریخ د یو باب په رنگ تقریر کې براک اوباما د ډیموکریټک پارټۍ په پلویانو غږ وکړو چې د نومبر په ووټونو کې رای ورکول انتهايي اهمیت لري ځکه چې د هغه په قول ددغه ووټونو نتایج ډېر مهم دي او "زمونږ جمهوریت پرې اړتیا لري."

پخواني صدر وویل د تېرو ٢٠ کلونو راهسې واک من ریپبلیکن پارټۍ د نفاق گوند جوړ شوی دی. هغه وویل ریپبلیکن پارټۍ سیاسي گوندونو ته د انتخاباتو دپاره د چندې په اړه قانون سازۍ کې خنډان راولاړوي، د ووټ اچونکو حقونه ختموي او نه ساینس مني او نه د چاپیریال په تحفظ یقین لري او د چاپیریال د تحفظ دپاره شوي د پیرس معاهده ختمول غواړي.

هغه وویل د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د روس سره خو د نژدې تعلق لري خو د یورپ روایتي اتحادي هېوادونو سره یې اړیکې خرابې کړې دي. هغه پوښتنه وکړه چې د واک من ریپبلیکن پارټۍ غړي د حکومت په دغه چلند ولې قابو ولې نه مومي.

براک اوباما د نیویارټ ټایمز ورځپاڼې د هغه اداریاتي مضمون ذکر هم وکړو چې لیکلوال یې د ځان پېژندگلو د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د یو لوړ رتبه چارواکی په توگه کوي خو په گمنامۍ کې لیکي چې د ډانلډ ټرمپ ډیر اقدامات سم نه دي خو د هغه د انتظاميي ځینې افسران د ملک په خاطر هغه په لار د ساتلو کوښښونو کوي.

براک اوباما وویل د صدر ټرمپ په لاره د ساتلو دپاره کوښښونه ناکافي دي.

براک اوباما وویل د واشنگټن موجوده کړکیچن سیاسي صورتحال د ډانلډ ټرمپ د صدارت نه نه دی شروع شوی بلکې دا د ډیر وخت راهسې موجودې خرابۍ علامت چې اوس په ډاگه شوی دی. براک اوباما وویل صدر ټرمپ د اولس د ویرو، غصې او د مایوسۍ نه گټې پورته کوي چې سیاستمداران ورته د کلونو راهسې لمن وهي.

صدر براک اوباما د یونېورسۍ په طالبانو غږ وکړو چې د نومبر په انتخاباتو کې دې په لویه شمیره کې ووټونه واچوي. هغه دا خبره وکړه چې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې په پنځو کې یوازې یو ځوان ووټ اچولی و.

براک اوباما به بل تقریر اینده هفته په اوهایو ریاست کې د ډیموکریټک پارټۍ د گورنر امیدوار رچرډ کارډرای په حق کې وي. ښاغلی کارډرای د براک اوباما په حکومت افسر هم و.

ددې په میاشت په ورستیو ورځو کې به براک اوباما یو وارې بیا په الینای ریاست کې ډ یموکریټک پارټۍ جلسې ته وینا کوي او بیا به پېنسېلوینا ریاست ته ځي. د ډیموکریټک پارټۍ کوښښ دی چې د نومبر د منځنۍ مودې یا مډ ټرم انتخاباتو کې لږ تر لږه ٢۴ چوکۍ وگټي، په ایوان کې بیا اکثریت ترلاسه کړي او د صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې مخه ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG