لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او برطانيي په افغانستان کې خپلو شهریانو ته ویلي په هوټلونو کې دې نه پاتې کېږي


ای اېف پي وايي په 2014 کې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو نه څو هفتې وړاندې څلور وسله وال چې په خپلو جرابو کې یې تماچې پټې کړې وې د سرینا د سکیورټي نه په تېرېدو کې کامیاب شول او نهه کسان يې ووژل چې پکې د ای اېف پي یو خبریال او د هغه د کورنۍ غړي هم شامل وو
ای اېف پي وايي په 2014 کې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو نه څو هفتې وړاندې څلور وسله وال چې په خپلو جرابو کې یې تماچې پټې کړې وې د سرینا د سکیورټي نه په تېرېدو کې کامیاب شول او نهه کسان يې ووژل چې پکې د ای اېف پي یو خبریال او د هغه د کورنۍ غړي هم شامل وو

امریکې او برطانيي په افغانستان کې خپلو شهریانو ته د ګل، دوشنبې، په ورځ خبرداری جاري کړو چې امنیت ته د خطر په سبب دې په هوټلونو کې پاتې کېدو نه ډډه وکړي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وویل امنیت ته د دړکو له امله دې هغه امریکايي شهریان چې د کابل په سرینا هوټل کې دي او یا ورسره نژدې دي په سمدستي ډول دې د دغه ځای نه ووځي.

هم دغه ډول د برطانيي خارجه وزارت خپلو شهریانو ته وویل چې په کابل کې دې په هوټلونو کې او په خصوصي توګه په سرینا هوټل کې نه پاتې کېږي.

ای اېف پي خبري اداره وايي امریکايي او برطانوي شهریانو ته د خبرداري نه وړاندې د جمعې په ورځ په کندز کې د شیعه مسلمانانو په جومات د داعش په حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

ای اېف پي وايي په اګست کې د واک ترلاسه کولو نه وروسته طالبان هلې ځلې کوي چې په نړیواله کچه ومنل شي، انساني امداد ترلاسه کړي او په ملک کې د اقتصادي بحران مخه ونېسي خو رپورټ زیاتوي په داسې حال کې چې طالبان د یوې باغي ډلې نه ځان په حکومتي قوت کې بدلوي په دې حال کې د داعش خراسان د خطر د مخنیوي کوښښونه هم کوي.

ای اېف پي وايي طالبانو د حکومت ترلاسه کولو نه پس ډیر غیرملکي شهریان دافغانستان نه وتلي دي خو ځینې خبریالان او امدادي کارکونکي اوس هم په کابل کې پاتې دي.

ای اېف پي وايي سرینا په کابل کې د خارجیانو مقبول هوټل دی او طالبانو پې دوه ځله حملې کړي دي.

ای اېف پي وايي په 2014 کې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو نه څو هفتې وړاندې څلور وسله وال چې په خپلو جرابو کې یې تماچې پټې کړې وې د سرینا د سکیورټي نه په تېرېدو کې کامیاب شول او نهه کسان يې ووژل چې پکې د ای اېف پي یو خبریال او د هغه د کورنۍ غړي هم شامل وو.

په 2008 کې په ځانمرګي حمله کې شپږ کسان ووژل شوو.

په اګست کې کله چې خارجي ملکونو خپل شهریان او د خطر سره مخامخ افغانان د افغانستان نه د راوېستلو کوښښونه کول په دغه مهال امریکې او د نیټو ملکونو په کابل هوايي اډې د حملې خبرداری کړی و او خلکو ته یې د هوايي ډګر نه د لرې پاتې کېدو هدایات جاري کړي وو. د دې خبرداري څو ګنټې وروسته د کابل هوايي اډې سره نژدې ځانمرګي حمله وشوه چې پکې 13 امریکايي عسکر او د 160 نه زیات افغانان ووژل شوو. داعش خراسان د دغې حمله ذمه واري ومنله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG