لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: د انخلا مېشن کامیاب شو – له افغانستانه باید مخکې لا وتلي وای


د امریکا صدر جو بایډن - وایټ هاوس
د امریکا صدر جو بایډن - وایټ هاوس

د امریکا صدر جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ، افغانستان کې د امریکا د جګړې د ختمېدو په اړه وغږېد او ویې ویل چې امریکا ته په کار وه چې ډېر وخت مخکې یې لا خپل عسکر له افغانستانه راایستلي و. بایډن پخپلې وینا کې ډېر کوشش په دې وکړ چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راایستلو او جګړې ختمولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړي. هغه د طالبانو د آینده حکومت په اړه هېڅ هم ونه ویل.

بایډن خپله وینا په دې ټکي پیل کړه چې امریکا په هوایي جهازونو باندې د خلکو د انتقال داسې یو لوی مېشن پوره کړ چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. هغه د امریکا پوځ نه مننه وکړه چې له کابله یې د څه دپاسه یو لاک و شل زره کسانو د راایستلو مېشن پوره کړ.

بایډن زیاته کړه: «زمونږ د الایډ رېسکیو (د اتحادیانو نجات) مېشن، کامیاب شو چې د ۵۵۰۰ نه زیات امریکایي شهریان راوباسي، مونږ د هغو ملکونو چې افغانستان ته زمونږ سره د اسامه بن لادن د له منځه وړلو دپاره تللي و، د هغو زرګونه شهریان او سفارتکاران مو راویستل. مونږ د امریکا د سفارت ځایي کارکنان او کورنۍ یې چې شمېر یې قریب ۲۵۰۰ ته رسېده، راویستل. مونږ زرګونه افغان ترجمانان او نور چې مونږ سره یې همکاري کړې وه، هم راویستل.»

بایډن دا هم وویل چې ۱۰۰-۲۰۰ امریکایي شهریان اوس هم افغانستان کې پاته دي، ځیني یې راوتل غواړي. اکثره دا کسان چې پاته دي، دوه شهریته لري. ۹۰ فیصده امریکایي شهریانو چې غوښتل ووځي، راویستل شول. بایډن زیاته کړه چې که په افغانستان کې پاته امریکایي شهریان هم وغواړي چې له هغه ځایه ووځي، نو د امریکا کوششونه به جاري وي.

د هغه وینا وه چې: «هېڅ کوم ټاکلی معیاد نشته، که هغوی غواړي چې راووځي، نو مونږ ژمن یو چې هغوی به راباسو. خارجه وزیر انټني بلېنکن د دوامداره سفارتکاري کوششونو مشري په غاړه لري چې یقیني کړي هر امریکایي شهري، افغان اتحادي، یا بهرنی شهري چې غواړي له افغانستانه ووځي، ورسره ورته خوندي لاره برابره شي.»

بایډن د کابل نه د اتحادیانو او امریکاییانو راایستلو مېشن، کامیاب وباله او د تېرې هفتې چاودنې ته په اشارې سره چې په کې ۱۳ امریکاییان او ۱۷۰ افغانان ووژل شول، وویل چې حالاتو ته په کتلو سره، دا مېشن همداسې خطرې له ځانه سره درلودې.

د جنګ تېزېدل یا عسکر راایستل

صدر بایډن وویل کله چې واک اختیار ته ورسېد، نو مخکېني صدر چې ټرمپ و، له طالبانو سره دمخه لا معاهده کړې وه او ده ته دوه درې لارې پاته وې، یا به یې پوځیان ټول راویستل او یا به یې جګړه تېزوله او د نامعلوم وخت دپاره به بیا دا جنګ روان پاته و. بایډن زیاته کړه چې هغه د عسکرو راایستل غوره کړل، ځکه هلته کې پاته کېدل نور د امریکا د قامي سلامتیا په ګټه نه وه. د بایډن وینا وه چې د افغانستان نه «د عسکرو راایستلو ذمه واري، زما ده.»

بایډن وایي په تېرو اوولسو ورځو کې د یو لاک نه زیات افغانان له کابله راویستل شول
بایډن وایي په تېرو اوولسو ورځو کې د یو لاک نه زیات افغانان له کابله راویستل شول

بایډن وویل، د هغه څه دپاره چې امریکا افغانستان ته تللې وه، هغه هدف یې ترلاسه کړ او هغه دا و چې اسامه بن لادن ووژل شو، القاعده کمزورې کړی شوه.

هغه زیاته کړه: «دا یوه نوې نړۍ ده. د ترهګرۍ خطر د افغانستان نه ورهاخوا په شاوخوا نړۍ کې خور شوی دی. مونږ په سومالیا کې د الشباب له خطر سره مخ یو، د القاعده شریکان په شام او شبه جزیره عرب کې، او دولت اسلامیه په شام او عراق کې د خلافت جوړولو کوشش کوي. زما په نظر بنیادي دنده دا ده چې د امریکا دفاع او تحفظ وشي.»

بایډن خبرداری ورکړ، هغه کسان چې غواړي امریکا ته نقصان ورسوي، امریکا به د هغوی په وړاندې آرام پاته نشي، هغوی به ونه بخښي، هغوی به هېر نکړي، او د نړۍ په هرګوټ کې چې وي، هغوی به له منځه یوسي.

بایډن په خپلې دې وینا کې ډېر کوشش وکړ چې د امریکا خلکو ته دا قناعت ورکړي چې ولې له افغانستانه راووت، خو په افغانستان کې یې د آینده نظام او طالبانو سره د اړیکو په څرنګوالي هېڅ ونه غږېد.

په تېرو شلو کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې جګړه کوله، نو ټولټال ۲۴۰۰ امریکایي پوځيان ووژل شول، او قریب ۲۳۰۰۰ نور زخمیان شول. دا د امریکا په تاریخ کې د دې ملک تر ټولو اوږده جګړه وه چې د اګسټ په ۳۱مه، له افغانستانه د ټولو امریکایي قواوو په راوتلو، رسمي توګه ختمه وګڼل شوه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG