لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن له پوټین سره له ملاقات مخکې: مونږ به د روس په وړاندې له یورپ سره ولاړ یو


د امریکا صدر جو بایډن، د روس له صدر ولاډیمیر پوټین سره له لیدنې وړاندې ویلي چې امریکا به د روس په وړاندې د خپلو یورپي اتحادیانو سره ودریږي.

بایډن به د شورو/چهارشنبې په ورځ یورپ ته په دوره ولاړ شي او ټاکل شوې ده چې د جي-۷ ډلې او نېټو په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي او بیا به د جون په شپاړسمه (۱۶) په جینیوا کې د روس له صدر ولاډیمير پوټین سره مخامخ ملاقات وکړي.

د امریکا او روس د ولسمشرانو دا لیدنه په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د دوو ملکونو ترمنځ کشیدګۍ د تېرو کلونو په نسبت بېحده زیاتې شوي دي. په دې کشیدګیو کې په امریکا کې د کمپیوټري سیسټمونو د هېکېنګ او په روس کې د بشري حقونو مسایل، او همدا راز د امریکا په انتخاباتو کې د روس لخوا د مداخلې تورونه شامل دي.

د امریکا صدر جو بایډن په یو مضمون کې چې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼه کې چاپ شوی، دا وعده کړې ده چې د مختلفو کړکېچونو او د ماسکو او بیجینګ له اړخه د زیاتېدونکو خطرو په وړاندې به د امریکا «ډېماکراټیک اتحادیانو» سره خپل ملاتړ څرګند کړي.

په واشنګټن پوسټ کې د بایډن په چاپ شوي مضمون کې راغلي: «مونږ د یورپ امنیت ته د روس له اړخه د چلېنجونو مقابلې ته متحد ولاړ یو، چې اول یې په اوکراین کې د روس جارحیت دی، او زمونږ د جمهوري ارزښتونو په دفاع کې د امریکا په عزم کې هېڅ شک باید نه وي، او مونږ دا ارزښتونه له خپلو مفاداتو نشو بېلولای.»

بایډن پخپلې دې لیکنه کې زیاته کړې ده: «صدر پوټین پوهېږي چې زه به د آینده نقصان رسوونکو فعالیتونو په وړاندې جواب ویلو کې تردید ونه کړم. کله چې سره وګورو، نو زه به یو ځل بیا د بشري حقونو او وقار دپاره درېدو ته د امریکا، یورپ او د همنظره هېوادونو ژمنه ورته برجسته کړم.»

له هغه وخته چي بایډن په جنوري میاشت کې د صدارت عهدې ته رسېدلی دی، په کرملېن باندې یې فشارونه زیات کړي او هغه تبصره یې چې پوټین یې په کې قاتل بللی و، هم د ماسکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

د روس او امریکا مشرانو دواړو دا امید ښودلی دی چې د دوو ملکونو ترمنځ تعلقات ښه کېدلی شي. د روس صدر ولاډیمیر پوټین د جمعې په ورځ وویل چې هغه له بایډن سره د خبرو نه د مثبتو نتیجو طمعه لري.

XS
SM
MD
LG