لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن اوکراین ته: که روس په تاسو بیا حمله وکړه، امریکا او اتحادیان به یې «فیصله کنه جواب» ورکړي


د اوکراین صدر ولوډمیر زېلېنسکي - د امریکا صدر جو بایډن
د اوکراین صدر ولوډمیر زېلېنسکي - د امریکا صدر جو بایډن

د امریکا صدر جو بایډن وایي، که روس بیا هم په اوکراین یرغل وکړي، نو امریکا او اتحادیان به یې «فېصله کنه جواب» ورکړي. ښاغلي بایډن دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د اوکراین صدر ولوډمیر زېلېنسکي سره په ټلېفوني خبرو کې وکړه.

په دې ټلېفوني خبرو کې دواړو مشرانو په دې هم بحث وکړ چې د اوکراین شرقي سرحد ته نږدې د روسي لښکرو د راغونډېدو په سر کشیدګیو دپاره څه سفارتکاري لارې چارې باید ولټول شي.

د امریکا او اوکراین د مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو وروسته، د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې صدر بایډن او صدر زېلېنسکي په دې خبرې وکړې چې د اوکراین په جنوب ختیځه سیمه دونباس کې «د کشیدگیو د قرارولو دپاره» څه اقدامات کولی شي او همدا راز «د مېنسک لوظنامې د عملي کېدو د دوام دپاره فعاله ډېپلماسي» باندې هم غږېدلي دي.

د بیان ترمخه، بایډن «د اوکراین د خودمختارۍ او علاقائي سالمیت په حق کې د امریکا په ژمنې بیا ټینګار وکړ».

د اوکراین صدر ولوډمیر زېلینسکي پخپل ټوېټر ولیکل چې دواړو مشرانو «په یورپ کې د امن ساتلو، کشیدګیو کې د اضافه راتلو مخنیوي، اصلاحاتو، او د واک اختیار نه د غټو کمپنیو لاس لنډولو دپاره د اوکراین، امریکا، او شریکانو په مشترکو اقداماتو» بحث کړی دی. هغه دا هم ویلي چې د اوکراین د کلک ملاتړ قدرداني کوي.

تر اوسه بایډن په دې کار کې څه پرمختګ ندی کړی چې د روس صدر ولاډمیر پوټین مجبوره کړي چې د اوکراین د سرحد له غاړې خپل شاوخوا یو لاکهـ ځای پرځای شوي عسکر بېرته لېرې کړي. که څه هم امریکایي چارواکو ویلي، دا باور نلري چې پوټین دې په اوکراین باندې د حملې فیصله کړې وي.

روس خپل یو لاکهـ عسکر د اوکراین سرحد ته نږدې ځای پرځای کړي دي
روس خپل یو لاکهـ عسکر د اوکراین سرحد ته نږدې ځای پرځای کړي دي

د امریکا او روس ولسمشرانو تېره د زیارت ورځ قریب پنځوس (۵۰) مېنټه ټلیفوني خبرې وکړې او هغه کې صدر بایډن یو ځل بیا صدر پوټین ته خبرداری ورکړ چې که هغه په اوکراین باندې حمله وکړي، نو امریکا او مغربي اتحادیان به یې په ماسکو باندې ډېرې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي. بایډن تېره میاشت دا هم ویلي و چې په اوکراین باندې د روس د حملې په صورت کې، د پوځي مقابلې خیال نلري.

پوټین په کال ۲۰۱۴ کې د اوکراین کریمیا جزیره نما د روس سره ونښلوله، چې په جواب کې یې مغربي ملکونو احتجاج وکړ او په روس یې ځيني کمزورې پابندۍ ولګولې.

کرملېن تېره هفته یو بیان کې څرګنده کړه چې پوټین په ټلیفوني خبرو کې بایډن ته وویل چې په روس باندې نوي او درانه بندیزونه لګول به د ماسکو او واشنګټن ترمنځ تعلقات بالکل مات کړي.

امریکا اوکراین ته وړې وسلې او ګوله بارود لېږلي چې په کې جووېلین میزاییل هم شامل دي او وایي دا به یوازې د دفاع دپاره استعمالیږي.

وایټ هاوس وایي چې دې میاشت کې به د امریکا او روس چارواکي درې پړاوه خبرې ترسره کړي: اول به دوه اړخیزې خبرې وي چې د جنوري په لسمه (۱۰) شروع کیږي، بیا د نېټو-روس کاونسل د طریقه څو اړخیزې خبرې، او په یورپ کې د امن او همکارۍ دپاره د تنظیم خبرې وي.

د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي
د وایټ هاوس ترجمانه جېن ساکي

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي وویل: «صدر بایډن (پوټین سره خبرو کې) په دې بیا ټینګار وکړ چې په دې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ یوازې په داسې یو ماحول کې راتلی شي چېرته چې کشیدګۍ کمې شوې وي، نه دا چې پکې اضافه راغلې وي.»

په دې آینده خبرو کې، روس غواړي چې نېټو دې په هغه تنظیم کې د اوکراین د شاملولو نه انکار وکړي او په مرکزي او ختیځ یورپ کې دې خپل پوځي موجودیت کم کړي. نېټو یو پوځي اتحاد دی چې د دویم عالمي جنګ وروسته جوړ شوی او د جوړېدو یې اویا کاله تېریږي. په دې اتحاد کې مغربي قوتونه شامل دي او په وروستیو کلونو کې یې په ممبرانو کې اضافه راغلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG