لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موسمي بدلون: بایډن د مېتهان ګېس د کمولو په حواله خپل لوی پلان اعلان کړ


صدر جو بایډن د نهې/سې شنبې په ورځ په ماحول کې د مېتهان ګېس د کمولو په برخه کې د امریکا یو لوی پلان اعلان کړ. دا ګام په داسې وخت کې واخیستل شو چې د نړۍ د سلو نه زیاتو ملکونو مشرانو نن په دویمه ورځ په ګلاسګو کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوي د موسمي بدلون کنفرانس کې برخه اخیستې ده.

د امریکا صدر جو بایډن وویل: "هغه څه چې مونږ د اوس او د ۲۰۳۰ کال ترمنځ به یې وکړو، ډېر زیات به په دې باندې اثر وکړي چې خپلو اوږدمهاله ژمنو ته ورباندې ورسیږو. او یو له ډېرو اهمو شیانو چې مونږ یې په دې فیصله کنې لسیزې کې کولی شو، هغه په ممکنه فوري توګه د مېتهان ګېسونو د اخراجاتو راکمول دي."

میتهان، چې تر ټولو ساده هېډروکربن ګڼل کیږي، هغه ګېس دی چې نېغ په نېغه د ځمکې په تودولو کې ذمه وار ګڼل کیدی شي، او دا ګېس په ټرانسپورټ، او د کوېلې، عادي ګېسو، او تیلو په سوځولو باندې پیدا کیږي. د دې سربېره، مواشي (حیوانات)، د خچینو یا خځلو لوی انبارونه، او زراعت هم په ماحول کې د ډېر مېتهان ګېس د خورېدو سبب جوړیږي.

د نهې/سې شنبې په ورځ، د بایډن انتظامیې داسې یو پلان اعلان کړ چې په هغه کې د امریکا د حکومت مختلفې څانګې برخه اخلي – په شمول د انرجۍ وزارت، د زارعت وزارت، د ټرانسپورټېشن وزارت، د هاوسېنګ او داخله وزارت – چې دا ټول به د ګېسونو په کمولو کې خپله ذمه واري ادا کوي. په نړۍ کې د مېتهان کچې د راکمولو عالمي تړون وایي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د مېتهان د خورېدو کچه دې د ۲۰۲۰ په نسبت، دېرش فیصده باید راکمه کړی شي. دا نوی پلان چې بایډن اعلان کړی، امریکا به د دې نړېوال تړون سره همغږې کړي.

د ګل/دوشنبې په ورځ امریکا د موسمي بدلون په حواله نوې وعدې اعلان کړې چې د مخکینیو نړېوالو ژمنو نه علاوه ګڼل کیږي: د موسمي بدلون په اړه د خلکو د آګاهۍ او د موسمي بدلون په وړاندې د کوششونو مالي ملاتړ دپاره خاص صدارتي پروګرام چې بجټ به یې درې بلینه ډالرو ته رسیږي.

بل اړخ ته د چین صدر شي جېن پنګ هم د ګل/دوشنبې په ورځ د موسمي بدلون په حواله خپل د ملک منصوبې اعلانې کړې، خو منتقدین وایي دا پلانونه د مضره ګېسونو د کچې کمولو دپاره کافي ندي او د چین کومه نوې وعده نه ښکاره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG