لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د ځوي حمزه بن لادن د مرګ پخلی کړی


وایټ هاوس ویلي چې د القایده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ځوي د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف د امریکي په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دی.

وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي د حمزه بن لادن وژنې نه صرف القایده د یومهم مشر د صلاحیتونو او د هغه د پلار سره یو علامتي تعلق نه محرومه کړي بلکه ددغه تندروه ډلې د عملیاتو ګامونه یې هم اغیزمند کړي.

ځنې ټوله نیزو رسنیو روان د ګرمۍ موسم کې رپورټونه ورکړي وو چې حمزه بن لادن دوه کاله وړاندې وژلی شوی خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د هغه د وژنې پخلی نه وو کړی. د حمزه بن لادن عمر د ۳۰ او ۴۰ کالو په مینځ کې وو.

د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه يو امریکايي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د اسامه بن لادن د زوي حمزه بن لادن په مشکوک ډول د مړينې پخلی کړی دی او دغه خبر د شورو، چهارشنبې په ورځ اېن بي سي ورکړی دی.

نيويارک ټايمز بيا ويلي د اسامه بن لادن ځوان زوی دوه کاله وړاندې وژل شوی ؤ چې امريکا عمليات کول خو حکومت په دغه اړوند څه نه دي ویلي او نه چارواکي نور مالومات شريک کړي دي.

امریکې د اسامه بن لادن د زوي د مالوماتو ورکولو په سر يو ملين ډالره انعام اېښودی ؤ.

د کال ۲۰۱۱م د مې په مياشت کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د کور څخه داسې اسناد ترلاسه شوي ؤ چې پکې ليکل شوي حمزه بن لادن به د القاعده مشري سمبالوي.

امریکې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په مياشت کې حمزه بن لادن نړیوال ترهګر ګرځولی ؤ. او حمزه بن لادن څو ځله د پلار (اسامه بن لادن) د وژنې د بدل اخستو دپاره په امریکا د بریدونو غږ هم کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG