لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا له وجې د صحت پاتې شوې ستونزې به په عالمي صحت کلک اثر ولري


د امریکا د فلوريډا ریاست په یو هسپتال کې ډاکټران د کرونا وبا یو بیمار معاینه کوي

د صحت عالمي اداره یا ډبلیو اېچ او وایي د کرونا بیمارۍ چې په ځینو مریضانو کې د معذورتیا سبب کیږي، نو دا به په عالمي صحت بد او کلک اثر پرېږدي، ځکه دا وبا په پراخه اندازه خوره شوې ده.

د صحت عالمي اداره اوس په دې اړه څېړنې کوي چې ولې زیاتره خلک چې په کروناوایرس ککړ کیږي، د بیمارۍ نه پس تر شپږو میاشتو پورې بیا هم مختلف قسمه معذورتیاوو نه رنځ وړي.

د ډبلیو اېچ او د یوې څېړنیزې برخې مشره جنېت ډایاز وایي، ځیني خلک چې کروناوایرس ورته ولګي، نو د بیمارۍ نه پس هم ورته صحي ستونزې موجودې پاته وي چې دا قسمه مریضي د «لانگ کووېډ» یا اوږدمهاله کووېډ په نوم هم پېژندل کیږي. د هغې وینا ده چې دا ډول کسان بېرته واپس خپلو کارونو ته د تګ وړتیا نلري او دغه د معذورۍ ستونزې یې د زیات وخت دپاره ورسره پاته وي.

جنېټ ډایاز زیاتوي: «د کرونابیمارۍ نه پس چې چا ته صحي ستونزې پاته کیږي، په هغو کې تر ټولو عامې ستونزې سخته ستړیا، ناقراري، او د پېژندو مسئلې کیدی شي. ځیني وختونه ممکن مریضان درته ووایي چې ذهني کمزوري ورته پیدا شوې ده. دا حقیقي ستونزې دي.»

نورې ستونزې کیدی شي چې ساه لنډي، ټوخی، او یا اعصابي او ذهني مشکلات وي. ډایاز وایي، دا نده روښانه چې کومه ډله بیماران د کرونا نه پس د داسې ستونزو د خطر سره مخ پاته کیږي، بلکې دا ستونزې په مختلفه قسمو مریضانو کې لیدل شوي، ځیني چې هسپتال کې بستري پاته دي او یا ځیني چې هسې کرونا یې په آسانه تېره کړي وي، هغو کې هم ممکن دا ستونزې ولیدلی شي.

څېړونکي تر اوسه نه پوهېږي چې داسې ولې کیږي، او سخت کوشش کوي چې د دې بیمارۍ په اړه زیاتره پوښتنو ته جواب پیدا کړي. د ډبلیو اېچ او چارواکې، جنېټ ډایاز وایي تر ټولو غوره لاره دا ده چې خلک تحفظي ګامونه په پام کې وساتي، لکه ټولنیزې فاصلې ساتل، ماسک اچول، او د لاسونو مينځل یا پرېولل.

ډبلیو اېچ او غواړي چې د کرونا بیمارۍ د اثراتو په اړه دې په عالمي کچه هماهنګه څېړنې وشي، ډېټا دې راغونډه کړی شي، او دا دې معلومه کړی شي چې د کرونا بیمارۍ له وجهې چې د چا صحت ته اوږدمهاله زیان رسېدلی، د هغو څنګه معالجه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG