لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د پولیو د دویم ډول وایرس هم د یو ځای نه بل ځای ته خپرېږي


د پوليو وايرس دويم ډول د سي وي ډي پي وي ۲ (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي۔ د صحت ماهرينو د وينا ترمخه د پوليو وايرس دويم ډول په چاپيريال کې بغير د څه خنډان دولسو نه تراتلس مياشتو موده پورې ژوندی پاتې شي نو دا خپل صورت بدلوي او نور زيات طاقتور شي کوم چې د (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي
د پوليو وايرس دويم ډول د سي وي ډي پي وي ۲ (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي۔ د صحت ماهرينو د وينا ترمخه د پوليو وايرس دويم ډول په چاپيريال کې بغير د څه خنډان دولسو نه تراتلس مياشتو موده پورې ژوندی پاتې شي نو دا خپل صورت بدلوي او نور زيات طاقتور شي کوم چې د (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي

د صحت نړیواله اداره ډبليو ايچ او وایي د پوليو وايرس دويم ډول د يو ملک نه بل ته د خوريدو ثبوتونه ترلاسه شوي دي۔ ډبليو ايچ او وايي د پوليو وايرس دويم ډول تېر کال د جولای د مياشت راهسې متاثره هيوادونو نه بل ځای ته خپور شوی دی۔

دغه وايرس د پاکستان نه افغانستان او بيا واپس پاکستان ته راغلی دی۔ دغه شان مصر، ايران، د افريقي هيوادونو چاډ, سوډان، بينين او نائجيريا کې هم د يو نه بل هيواد ته خور شوی دی۔

د پوليو وايرس دويم ډول د سي وي ډي پي وي ۲ (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي۔ د صحت ماهرينو د وينا ترمخه د پوليو وايرس دويم ډول په چاپيريال کې بغير د څه خنډان دولسو نه تراتلس مياشتو موده پورې ژوندی پاتې شي نو دا خپل صورت بدلوي او نور زيات طاقتور شي کوم چې د (cVDPV2ّ) په نوم ياديږي۔

په کال ۲۰۱۶ کې د پوليو دويم ډول وايرس د نړۍ څخه ختم کړی شوی و خو اوس په ۲۱ بېلا بېلو هيوادونو کې وجود لري۔

دنړوالې صحت ادارې وينا ترمخه کال ۲۰۱۹ په پرتله تير کال ۲۰۲۰ کې د نړۍ په مخ د پوليو وايرس په دويم ډول کې۲۵۴٪ زياتوالې راغلي دی۔

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې اي او سي مشر عبدالباسط وي او ای ډيوه ته ويلي چې د پوليو د مخنيوي په اړه په نړیواله کچه يوه غونډه کې پاکستان ته په کميونيکشن سټراټيجي زور راوړلی شوی و۔ ولي چې پاکستان کې په لويه کچه انکاريان موجود دي او هدفي ماشومان نه وېکسين کيږي۔

عبدالباسط وايي " د پاکستان نه علاوه د پوليو وايرس دويم ډول د نړۍ په ۲۰ نورو هيوادونو کې هم شتون لري۔ د پاکستان ترڅنګ دغه متاثره ملکونو نه په زرګونو خلک يوځائي نه بل ته ځي راځي۔ ممکنه ده چې د سفر په وخت بهر دنيا د پوليو وايرس دويم ډول پاکستان ته راغلي وي او بيا خور شوی وي"۔

نړۍ واله صحت اداره وايي پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس موجودګي او نورو متاثره هيوادونو کې کورونا وايرس له وجې ماشومانو ته د ټيکو لګولو او پوليو مهمونه ځنډيدل هغه علتونه دي، کوم چې په نړۍ کې د پوليو وايرس دويم ډول خوريدو خطر سېوا کړی۔

په دي لړ کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د پوليو وايرس مخنيوي لپاره په سرحدي پوله د يو بل مرسته کولو او په يو وخت دواړو هيوادونو کې د پوليو مهم چلولو پلان جوړ شوی۔

د خېبرضلعې د صحت مشر ډاکټر طارق حيات وائي په تورخم سرحدي پوله ئي څه موده وړاندي بين الاقوامي صحت قوانين پيل کړي او کوشش کوي چې د پوليو وايرس مخه ونيسي۔

ډاکټر طارق حيات وايي " د بين الاقوامي صحت قوانين لاندي د پاکستان په هوائي اډو، سرحدي پوليو د صحت محکمې ټيمان ناست دي او د خلکو جاج اخلي۔ په تورخم سرحدي پوله د کلونو راهسې دغه نظام نه وؤ عملي شوی خو اوس مونږ عملي کړو۔ په تورخم پوله د خلکو سکريننګ کولی شي او مونږ خوشبينه يو چې د وايرس ټرانسمشن يايو ځای نه بل ته د خوريدو مخه ونيسو"۔

پاکستان او افغانستان د نړي په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې پوليو وايرس شتون لري۔ ۲۰۲۱م کې د يادو هيوادونو نه د پوليو وايرس ړومبي دول يوه يوه پيښه رپورټ شوې ده۔ دي ترڅنګ د يو شمېر سېمو څخه د پوليو وايرس دويم ډول مثبت نموني هم رپورټ شوي دي۔

صحت پوهان وایي د پوليو وايرس په ضد غير وېکسين ماشومان ، دغه وايرس ته وده ورکوي او په چاپيريال کې تر ډيري مودې پاتې کيدو توان ورکوي۔ کوم چې روسته نور زيات مؤثره شي او ماشومان په نخښه کوي۔

د صحت پوهان وایي که چېري د دې برعکس ماشومان وېکسين شي نو نه يواځي محفوظ شي بلکه د پوليو وايرس په چاپيريال کې پاتې کيدو توان هم ختم شي۔

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG