لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د نویو ضلعو خلک وايي اعلا چارواکو ته خپلې مسلې رسولو دپاره یې ټوېټر ګټوره لاره ده


په رپورټ کې وويل شوي د کال ۲۰۱۲ پورې د سيمې خلکو ټوېټر خپل ترمنځ خبرو اترو د پاره کاروو خو د کال ۲۰۱۴ نه راپديخوا پې د خلکو ستونزې راپورته کول شروع شوو او څلويښت فيصده خلک د عامو خبرو په ځای د سيمې اوسېدونکو ته ورپېخو مسلو باندې خبرې کوي
په رپورټ کې وويل شوي د کال ۲۰۱۲ پورې د سيمې خلکو ټوېټر خپل ترمنځ خبرو اترو د پاره کاروو خو د کال ۲۰۱۴ نه راپديخوا پې د خلکو ستونزې راپورته کول شروع شوو او څلويښت فيصده خلک د عامو خبرو په ځای د سيمې اوسېدونکو ته ورپېخو مسلو باندې خبرې کوي

نړیوالو بېنک په یوه څېړنه کې ویلي د خېبر پښتونخوا په نویو ضلعو کې خلکو د بل هر پلېټ فارم نه زیات د ټوېټر د لارې د تعليم، صحت او قدرتي وسایلو سره تړلې مسلې راپورته کړې دي۔

ځايي خلک وايي د خپلو علاقو بنیادي مسلو ته د اعلا چارواکو پام راګرځولو دپاره ټوېټر ګټوره زريعه ده خو اوس هم ډيرې علاقې داسې دي چې د انټرنټ اسنتاوي نه لري او دا ډول خپلې مسلې نشي وړاندې کولی.

د ورلډ بېنک په رپورټ کې وویل شوي په پخوانیو قبايلي علاقو کې يي د ټوېټر کارونکو دقيقه شمېره نه ده معلومه کړې خو چې د کومو تنانو د ټوټېر نه يي معلومات راټول کړي په هغې کې ډير بحث د تعليم صحت او د وسایلو سره په تړلو مسلو شوی دی۔

په رپورټ کې وويل شوي د کال ۲۰۱۲ پورې د سيمې خلکو ټوېټر خپل ترمنځ خبرو اترو د پاره کاروو خو د کال ۲۰۱۴ نه راپديخوا پې د خلکو ستونزې راپورته کول شروع شوو او څلويښت فيصده خلک د عامو خبرو په ځای د سيمې اوسېدونکو ته ورپېخو مسلو باندې خبرې کوي۔

د باجوړ نه په ټوېټر فعال خبريال بلال ياسر وايي د دوی راپورته کړل شوې مسلې په ټوېټر په اسانه اعلا چارواکو ته رسيږي او په ډيرو مسلو باندې بيا چارواکو ګامونه هم پورته کړي دي.

بلال یاسر وايي د باجوړ د هسپتال مسله په ټوېټر راپورته شوه او پکې ډېري مسلې هوارې شوي، دغسې د بندو سکولونو ، په سکولونو کې استاذانو کمې يا نشوالې او دغسې نورې مسلې يي په ټوېټر راپورته کړي او د اعلا چارواکو په نظر کې راوستې دي۔

دخېبرپښتونخوا د نویو ضلعو زياتره برخو کې اوس هم انټرنېت نشته، ځايي اوسيدونکي او زدکونکي وخت په وخت د دغه اسنتیا ترلاسه کولو د پاره احتجاجونه هم کوي۔

په پېښور کې د کرمې ضلعې زدکونکی امين الله وايي د انټر نېټ نېشتوالی د خپلو مسلو راپورته کولو په لاره کې د ځايي خلکو دپاره لوی خنډ دی.

امین الله وايي دلته د تري جي او فور جي موبایل انټرنټ نشته او چې کومو علاقو کې څه لږ ډير سګنل وي هلته هم ډير په ګرانه کار کوي.

سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان جنوبي وزيرستان ته د دوري په مهال د موبايل انټرنېټ د پرانېستلو اعلان کړی و خو ځايي خلک اوس هم ګيله کوي چې موبايل انټرنېټ په سم کار نه کوي دغسې د باجوړ لرې پرتو علاقو کې، د مومندو، خېبر او نورو قبايلي ضلعو کې له هم موبائيل انټرنېټ په مکمله توګه نه پرانیستل شوی۔


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG