لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


سوریه او روسیه وايي، د اسرایل دوو جنګي الوتکو د لیبنان له فضايي حدودو څخه د ګل یا دوشنبې په ورځ د سوریې په مرکز کې په یوې هوايي اډې باندې بریدونه کړیدي.

د اسرایلو پوځ د سوریې په حومص ښار کې د ټي څلور په نامه په دغې هوايي اډې باندې د ترسره شوي برید په اړه څه نه دي ویلي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار برتانیه مېشته ډله وايي، په دغه برید کې د ایراني سرتیرو په ګډون ۱۴ تنه وژل شویدي.

په فیبروۍ کې اسرایلو ایراني ځواکونه په دې تورن کړي وو چې له همدې مرکز څخه یې اسرایلو ته یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون استولې وه.

-----------------

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي دي چې له امریکا سره په اوسنیو حالاتو کې د سوداګرۍ په اړه خبرې کول امکان نه لري.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګېنګ شوانګ دغه خبرې له خبریالانو سره یوه ورځ وروسته له هاغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اټکل کړی و چې له چین سره به د سلو میلیاردو ډالرو توکو د ټکسونو په اړه به یوه مسوده چمتو کیږي.

د نړۍ دغه دوه ستر اقتصادي قدرتونه په دې وروستیو کې یو بل ګواښي چې په سوداګریزو توکو به یې د ټکسونو کچه زیاته کړي.

ټرمپ ویلي و، چین به د سوداګرۍ په وړاندې خنډونه له منځه یوسي ځکه همدا سم کار دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه و ورکړي.

ټرمپ زیاته کړې وه چې دی او د چین ولسمشر زي جینګ پینګ به تل ملګري وي او پروا نه کوي چې د سوداګرۍ په اړه شخړه کې یې څه رامنځ ته کیږي.

-------------------

د جنوبي کوریا څارنوالانو پخوانی ولسمشر لي مایونګ بک په رسمي توګه په رشوت او غلا کولو باندې محکوم کړ.

دی په دې تورن دی چې له سمسنګ او ددغه هېواد له استخباراتي ادارې څخه یې د لسو میلیونو ډالرو رشوت اخیستی.

څارنوالان همدارنګه وایي چې نوموړي له خپلې شخصي کمپنۍ څخه هم ۳۳ میلیونه ډالره غلا کړیدي.

ښاغلي لي دغه تورونه رد کړیدي او وايي چې په ده باندې لګول شوي تورونه سیاسي اړخ لري.

د هغه ځای ناستې مېرمن پاړک ګیون هې هم د فساد د تورونو له امله په ۲۴ کاله بند باندې د جمعې په ورځ محکومه شوه.

-----------------

چارواکي وايي، د سومالیا د پارلمان مشر محمد عثمان جوهري ددغه هېواد له لومړي وزیر سره د واک پرسر تر درې اونیو ناندریو وروسته استعفا ورکړې.

ددغه هېواد د قانون وزیر عبدالرحمن هوش جبریل په یو ټویټ کې د هغه د استعفا خبر وکړی.

خپله ولسمشر او لومړي وزیر په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

-----------

په پېښور کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې په لویې تاریخي غونډه کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو خو د پاکستان اکثرو رسنیو پرې سترګې پټې او غوږونه ګاڼه ساتلي وو.

د پاکستان د انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډیلي ټایمز د ننۍ ګڼې په سرمقاله کې د پاکستاني رسنیو دغه ګام له ژورنالیزم سره یوه لویه دوکه بللې او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان یو تلویزیون هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ له ژورنالنیزم سره انصاف نه دی کړی.

ډېلي ټاېمز په خپلې سرمقاله کې لیکي، د پېښور دغه غونده ددغه ښار په تاریخ یوه لویه غونډه وه، چېرې چې په لسګونو زره پښتانه راغونډ شوي وو او د خپلو اېيني حقونو غوښتنه يې کوله خو د پاکستان رسنۍ یا میډیا پرې سترګې پټې کړې.

لیکوال زیاتوي همدا رسنۍ بیا د سیاسي ګوندونو او مذهبي ډلو غونډې او جلوسونو نېغ په نېغه خپروي.

---------------

امریکايي ځواکونه وايي، د قاري حکمت الله په نامه د داعش یو قومندان یې له خپل ساتونکي سره یوځای د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یو هوايي برید کې وژلی دی.

په افغانستان کې د مېشت امریکايي ځواکونو لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي، چې حکمت الله د افغانستان په شمال کې د داعش مهم قومندان و.

اعلامیه دا هم لیکي چې حکمت الله افغانستان ته د منځني اسیا هېوادونو څخه د بهرنیو داعشیانو لپاره هم لارې چارې برابرولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG