ښځې هنر مندانې قتلیږي او قاتلان یې بخښل کیږي

تیره ورځ، د اگست په 30 مه نیټه، په سوات کې پېغله هنرمنده ثناء خپل ورور په چړو وهلو وژلې، دا په تیرو لسو کلنو کې نهمه ښځينه هنر منده شوه چې یا خو د کوم نزدې خپلوان یا د خپل ميئن د لاسه وژلې کیږي. په سوات کې پولیس وايي دثناء ورور دهغې له وژنې وروسته تېښتېدلی.

په کال 2009 کې د ایمن اداس د قتل نه تر دې وخته د کومې هنرمندې قاتل که نیول شوې هم دی خو سزا شوی نه دی. په پاکستان کې داسې قسمه قتلونو ته د عزت په نوم وژنې ویل کیږي. د رپورټونو تر مخه په داسې قسمه قتلونو کې زیاتره قاتلان د څه مودې ورستو وبخښل شي.

قانون دان ماښام خټک وايي د پښتنو په ټولنه کې د هنر مند قاتل ته زیاتره وخت افرين ویل کیږي. دهغه تر مخه په پاکستان کې باجود ددې چې قوانين جوړ دي خو د قاتل او مقتول د خپلوانو ترمنځه د روغې جوړې لاره هم په قانون کې موجود ده. هغه وايي د مقتول خپلوان د روغې جوړې، زبردستۍ او یا پیسو په لالچ کې قاتل وبخښي اوهغه د سزا نه بچ پاتې شي.

د پښتنو ښځينه هنر مندانو د قتل علتونه څه دي؟ ددې تپوس په ځواب کې وتلي شاعر او هنرمند امجد شهزاد وي او ای ډیوه ته وویل ددې ډیر علتونه دي. د هغه په خیال ښځينه هنر منده د پېسو گټلو یو اهمه زریعه گڼل کیږي او کله چې دغه هنر منده د خپل واک غوښتنه وکړي نو بیا یې منلو ته څوک تیار نه وي. د رپورټونو تر مخه ثنا هم خپل سکه ورور د پیسو په سر وژلې.

د امجد شهزاد په خیال په پښتنه ټولنه کې لوی صنفي امتیاز پروت دی او هنر مندان ددغه صنفي امتیاز تر ټولو زیات ښکار دي.

په تېرو څو کلنو کې که د پښتنو په خاوره د هنرمندانو روانو وژنو ته وکتل شي نو د انگریز مورخ سر اولف کیرو دغه قول غلط نه ښکاري چې "پښتانه موسیقي خوښوي خو د موسيقارانو نه کرکه کوي"

لبنا

د روان کال 2019 د فرورۍ په مياشت کې په مردان کې د پښتو ډرامو هنرمنده لبنی چې په گلالۍ مشهوره وه په تشدد وژل شوې وه او مړی یې د مردان ښار په چوره سیمه کې د گنو په یو پټي کې موندل شوې وو.

ریشما خان

په کال 2018 کې د اگست په مياشت کې د خېبرپښتونخو اپه نوښار سیمه کې د سټېج پښتنه سندرغاړې او ماډله رېشما خان د هغې خاوند په ډزو وژلې وه.

سنبل

سنبل په کال 2018 کې د فرورۍ په دریمه نیټه په مردان ښار کې ووژل شوه. د پښتونخوا په مردان ښار کې د وژل شوې هنر مندې سنبل نيکه ويلي ووچې نمسۍ ورله جهانگير نومې یو تن وژلې ده. په جهانگير د ېوې بلې هنر مندې غزاله جاوید په وژنه کې هم د ککړ کیدلو تور دی. سنبل به په سي ډي ډرامو او د موسيقۍ په سییمیزو محفلونو کې رقص کولو.

بریښنا

بریښنا په پېښور کې په نهمه جنورۍ 2018 کې سره د خپل پلار ووژل شوه. یو پولیس افسر په پېښور کې وایس اف امریکا ډیوه ته ته دهغې د مرگ په حقله ویلی وو چې بریښنا خپل عاشق علي اکبر افریدي وژلې ده. د پولیس تر مخه علي اکبر غوښتل چې د برېښنا سره واده وکړي او په انکار یې لور او پلار دواڼه قتل کړل. بریښنا د پېښور په یکه توت کې اوسیدله، هغې به په علاقايي، محفلونو او سټېجونو رقص کولو او د سندرو په ویډیو فلمونو کې یې هم کار کولو

انوش خان

انوش خان د پاکستان په پایه تخت کې په 14م مارچ 2017 کې وژل شوې وه. د پولیس چارواکو تر مخه انوش نامعلومه کسانو د شپې وژلې وه .

انوش به د سندرو په ویډیو فلمونو کې کار کوو او د خپلې ښکلا او د رقص لپاره مشهوره وه. د انوش نه د هغې درې کلن ځوی یتيم پاتې شوی وو. انوش د مردان د بابوزو کلي اوسیدونکې وه. د هغې د مرگ څخه ورستو پولیسو ډیوه ته ویلي وو چې د هغې خپلوانو د مړي د قبلولو څخه انکار کړې وو او دکلي خلقو انوش د شپې خارور ته سپارلې وه.

غزاله جاوید

غزاله جاوید د پښتو ژبې یوه ډېره تکړه هنر منده وه. هغه په سوات کې د موسیقارانو په چم بڼ کې زیږدلې وه او بیا یې په ډیر کم عمر کې د خپلو سندرو او رقص په وجه نوم پېدا کړې وو. هغې د ریډیو، ټي وي، سټېج او سي ډيز لپاره د سوونو په شمېره کې سندرې ویلی وې.

غزاله په په 18 م جون کال 2012 کې په پېښور ښار کې د خپل پلار سره یو ځای ووژل شوه. دغزاله خور د مرگ دعوا د غزاله په پخواني خاوند جهانگير کړې وه.

یاسمين گل

وتلې هنر منده یاسمين گل په نومبر 2010 کې په کوټه ښار کې وژل شوې وه. د 25 کلنې هنر مندې مور د هغې خاوند او اوښې د هغې په قتل تورن کړي وو.

یاسمين گل په پاکستان او افغانستان کې د اتڼیزو او فولکلوريزو سندرو لپاره مشهوره وه . هغې د پاکستان په شخصي او سرکاري ټي وي چینلو هم سندرې ویلې وې. د وژل کیدلو څخه څه موده وړاندې هغې واده کړې وو او د سندرو ویلو څخه قلاره کړې شوې وه.

ایمن اداس

سندر غاړې ایمن اداس په 26م اپریل کال 2009 کې په پېښور ښار کې وژل شوې وه. د پاکستان د ورځپاڼې دي نیوز تر مخه د ایمن خاوند ورته اوویل چې هغه خپل سکه ورور ووژله.

ایمن د 25 کالو په عمر کې سندرې ویل شورو کړي وو. هغې به ډېر په زړه پورې انداز کې غزل ویلو. د پښتو د موسیقۍ د پوهانو په خیال د ایمن په انداز کې پخوا چا په پښتو کې سندرې نه وې ویلې.

د هغې په ویلو کلامونو کې "خپل اشنا راوېښووم"، "مړه شوم اشنا خو په ژوندو کې اوسم" او "زما د مینې نه توبه ده بیا به نه کړم مينه" ډېر مشهور شوي وو.

ددې قتلونو نه علاوه په پاکستان کې طالبانو هم په موسیقارانو په منظمه توگه حملې کړي دي.

د پاکستان په سوات کې د طالبانو په 11 مه جنورۍ 2009 کې یوه رقص کونکې شبانه وژلې وه او مړی یی ورله په چوک کې اویزاند کړې وو.

په کال 2017کې د پاکستان په قبايلي سيمه خیبر ایجنسۍ وس خیبر ضلع کې یو مولوي باچا جان او دهغه ملگرو د موسيقۍ په یو محفل حمله وکړله او د موسیقۍ سامانونه یی ورله د کېمرو په وړاندې وسوزول.

گڼ شمېر پښتانه هنر مندان د تر هگرو او مذهبي تندرو د گواښونود لاسه هم د خپل هنر څخه لاس په سر شوي دي.

په تېرو څو کلنو کې وتلې هنر مندې فرزانې، مسرت مومند، عروج مومند، وحید گل، شهنشاه باچا، مسعود اختر، تاج اکبر او شاهسوار د سندرو ویلو څخه اوښتي دي. هنر مندې شکیله ناز د شلو کالو د ځند ورستو د کال 2018 په سر کې بیا سندرې ویل شورو کړل.

د پښتنو په سیمو کې په موسیقارانو باندې د حملو، ورته د گواښونو او د مذهبي مشرانو د مخالفت باوجود په ښادو او ځانگړو دستورو کې د رقص او د موسیقۍ محفلونه د ډېر د پخوا راهسې رواج لري.