لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو حامد کرزي ته د کابل نه ابوظبي ته د تګ اجازت ندی ورکړی


سرچینې وایي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ غوښتل چې د متحدو عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته ولاړ شي، خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.

د رسنیو له مخه، ښاغلي کرزي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی و چې غواړي اماراتو ته سفر وکړي.

وايي نوموړي غوښتل چې د کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د متحدو عربو اماراتو د سفارت له چارواکو سره یو ځای ولاړ شي، خو طالبانو د هغه د سفر دا غوښتنه نه خو رد کړې او نه هم تاییده کړې او د هغه دفتر ته یې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت ځواب ته منتظر شي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته ويلي‌ چې بهر ته د کرزي د سفر مخنيوي په اړه کره معلومات راټولوي.

د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي دفتر په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي خو دا لومړی ځل نه دی چې هغه بهر ته له سفره منع کېږي. نوموړي د روان کال د مارچ پر نهمه له العالم ټلوېژن سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او و یې ویل چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په لومړي ځل څو ورځې مخکې له افغانستان څخه ووت.

تر هغه مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم اماراتو ته تللی و چې بیا بېرته کابل ته ستون شو.

څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په یوې غونډې کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار لوی مجرمین بللي وو او ویلي چې هغوی ته بخښنه شوې او ساتنه یې کېږي.

راپورونه وایي چې طالبانو له دغو افغان سیاستوالو څخه ضمانت اخیستی چې بېرته به هېواد ته ستنېږي. د طالبانو حکومت په رسمي ډول اماراتو ته د ښاغلي کرزي د دغه سفر د کېدو او نه کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG