لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران: احتجاج کوونکو په خلکو د درې ورځېني کاربندیز غږ کړی دی


(رائټرز) – د ایران مشر سرکاري وکیل اعلان کړی چې په هغه ملک کې د ګشت ارشاد په نوم د مذهبي پولیسو اداره نوره تړل شوې ده، خو داخله وزارت لا د دې خبرې پخلی ندی کړی. بل پلو په ایران کې احتجاج کوونکو د اتوار/یکشنبې په ورځ په خلکو غږ وکړ چې دا هفته دې درې ورځې کاربندیز وکړي. په دې توګه احتجاجونه نور هم زور اخلي او په حکومت به فشار لا هم اضافه شي.

د ګشت ارشاد په نوم د مذهبي پولیسو اداره، د ایران د داخله چارو وزارت پورې اړه لري، او که څه هم سرکاري وکیل محمد جعفر منتظري یې د تړل کېدو خبره کړې ده، مګر تر اوسه په رسمي توګه داخله وزارت دا خبر ندی تصدیق کړی. د ایران سرکاري میډیا ویلي چې منتظري د ګشت ارشاد ځواکونو ذمه وار ندی.

څه موده وړاندې چې د مهسا امیني په نوم یوه ایرانۍ پیغله مړه شوه او مرګ یې ایران کې احتجاجونه راوپارول، هغه نجلۍ هم د همدې ګشت ارشاد مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوې وه.

ایران کې د حکومت په ضد د خلکو د ۱۱ هفتو احتجاجونو باوجود هم، د ایران جګپوړو چارواکو په کراتو ویلي دي چې په هغه ملک کې به د جبري حجاب په تګلاره کې بدلون رانشي. د دې قانون ترمخه، په ایران کې ښځې مجبورې دي چې د حجاب خیال وساتي او پړوني/لوپټې په سر کړي.

احتجاجونه هغه وخت په سپټمبر میاشت کې پیل شول کله چې یوه ۲۲ کلنه په خټه کردۍ ایرانۍ مهسا امیني د بدحجابۍ په الزام ګرفتاره کړی شوه، او بیا د مذهبي پولیسو په قید کې مړه شوه.

له هغه وخت راهیسي دا احتجاجونه راروان دي او اوس احتجاج کوونکو د کاربندیز غږ کړی دی. په ټویټر باندې د خلکو د پیغامونو نه ښکاري چې دوی په دې هفته کې د درې ورځېني کاربندیز سره، خلک هڅوي چې د شورو/چهارشنبې په ورځ د ایران آزادي میدان خوا ته لاریون وکړي.

بل اړخ ته ټاکل شوې ده چې په هماغه ورځ د ایران صدر ابراهیم رئیسي په ایران کې د طالب العلمانو د ورځې په ویاړ، زده کوونکو ته تقریر هم وکړي.

د بشري حقونو په برخه کې فعاله خبري رسنۍ (هرنا) وایي چې د مظاهرو د پیل نه تر خالي/شنبې ورځې پورې، په ایران کې ټولټال څلور سوه و اویا (۴۷۰) احتجاج کوونکي مړه شوي چې په کې څلور شپېته (۶۴) یې ماشومان و. اداره زیاتوي چې د ایران انتظامیې د دې احتجاجونو په تړاو تر اوسه څه باندې اتلس زره (۱۸۲۱۹) کسان نیولي او د مظاهره چیانو سره په نښتو کې، یو شپېته (۶۱) امنیتي کارکوونکي هم وژلی شوي دي.

بل اړخ ته د ایران د عدلي نظام پورې اړوندې میزان خبري رسنۍ د خالي/شنبې په ورځ وویل چې په دې ټولو مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمېر دوه سوه (۲۰۰) دی.

ځایي رسنیو او سوشل مېډیا باندې فعالانو ویلي چې په دې وروستیو هفتو کې د ایران په لارو کوڅو کې مذهبي پولیس کم لیدلی کیږي، او داسې ښکاري چې نه غواړي نورې مظاهرې راوپاریږي.

د خالي/شنبې په ورځ د کار خبري رسنۍ چې نیمه سرکاري رسنۍ ګڼلی کیږي، د سرکاري وکیل محمد جعفر منتظري د قوله خبر ورکړ چې د ګشت ارشاد مذهبي پولیسو اداره تړلی شوې ده. په رپوټ کې د جعفر منتظري د قوله لیکل شوي دي: "هماغې اټهارټۍ چې دا پولیس یې جوړ کړي و، هغه یې بېرته لغوه کړل."

مګر منتظري زیاته کړې چې د عدلي نظام لاندې ځواکونه به په معاشره کې خلکو د کړو وړو څارنې ته دوام ورکوي.

اعدامونه

د ایران سرکاري رسنیو خبر ورکړی چې حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ څلور کسان په دې تور چې ګني د اسرائیل استخباراتي ادارې – موساد – سره یې کار کولو، اعدام کړي دي.

د ایران تسنیم خبري ادارې د رپوټ ترمخه، دغه څلور کسان په جون میاشت کې، د روانو مظاهرو نه ډېر وړاندې، د ایران د استخباراتي ادارې او سپاه پاسداران انقلابي ډلې د مشترکو عملیاتو په نتیجه کې ګرفتاره کړی شوي و.

د ایران انتظامیې وخت ناوخت پخپل رقیب ملک، اسرائیل باندې دا تورونه لګولي چې ګني په ایران کې مخفیانه عملیات کوي. تهران په دې وروستیو کې د اسرائیل او مغربي ملکونو په استخباراتي ادارو دا تور هم لګولی چې ګني په ایران کې د خانه جنګۍ سازشونه کوي.

بل اړخ ته د اسرائیل د وزیراعظم دفتر، چې موساد استخباراتي ډلې باندې نظر ساتي، د ایران دعوې رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG