لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي اېم اېف تصديق کړی چې سعودي عرب به پاکستان ته دوه اربه ډالره ورکوي


اسلام اباد/واشنګټن ــــ مطبوعاتي رپورټونه وايي نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف پخلی کړی چې سعودي عرب به پاکستان ته دوه اربه ډالره ورکوي او پاکستاني چارواکي وايي اوس پاکستان د ايي اېم اېف د شرطونو لاندې د متحده عرب اماراتو لخوا د مالي مرستو پخلي ته په تمه دی.

اخوا نړیوال بېنک د روان مالي کال دوران د پاکستان د اقتصادي ترقۍ په رفتار کې د ښکاره کمي او د ګرانۍ په شرح کې د لا نورې اضافې امکان څرګند کړی دی.

د انګرېزې ژبې ورځپاڼې «دي نيوز» د پاکستان د سرکاري چارواکو د خولې ليکلي چې نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ددغه هېواد چارواکو ته وېلي، سعودي عرب پاکستان ته د دوه ارب ډالرو ورکولو پخلی کړی خو چې پاکستان لا هم د متحده عرب اماراتو له خوا د فنډنګ په تمه دی.

د شورو- چارشنبې په ورځ د خزانې لپاره د پاکستان د مملکت وزیرې عایشه غوث پاشا هم ویلي وو چې د بهرنيو فنډونو په اړه د شرطونو پوره کېدو به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د مسولينو په کچه لوظنامه وشي.

پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي او سیاسي بحران سره مخامخ دی. د بهرني زر مبادلې ذخيره کمه ده، ګراني سېوا شوې ده او پاکستاني روپۍ د امريکايي ډالر په مقابله هره ورځ خپل قدر بایلي.

ماهرين وايي پاکستان ته به په روان مالي کال کې نزدې د 7 اربه ډالره ضرورت وي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل چې د سعودي عرب سره د پاکستان د دوه اربه ډالرو لوظ بشپړ شوی دی او اوس ممکنه ده د پاکستان او ایي اېم اېف تر منځ د سټاف په کچه لوظنامه وشي.

"دا وخت د ایي اېم اېف سره د قرض لوظنامې په لاسلیک کېدو کې لوی خنډ د حکومت له خوا د کم امدن طبقې ته په پټرولو کې د رعایتونو ورکولو د منصوبې دی او پاکستان ته به دا منصوبه ختمول وي. ایي اېم اېف د پاکستان څخه ګيله کوي چې خپل لوظونه نه پوره کوي".

نړيوال بېنک په پاکستان کې د اقتصادي ترقۍ په اړه له اندېښنو ډک خپل رپورټ کې ويلي چې پاکستان ته به خپل لګښتونه کمول، په بجلۍ او تېلو باندې ورکړی کېدونکي رعایتونه ختمول وي.

اېشيایي ترقياتي بېنک هم د نهې- سه شنبې په ورځ جاري کړي رپورټ کې د روان مالي کال دوران د اقتصادي ودې د رفتار کمېدو او د ګرانۍ د کچې د زياتېدو اټکل کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي اوس مهال په پاکستان کې د ګرانۍ کچه 37 فيصده ته رسېدلې ده.

د مالي چارو ماهر ډاکټر عابد قيوم سلهري وي او اې ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ګرانۍ درې علتونه دي. ښاغلی سلهري وایي يو خو دا چې په پاکستان کې د تېلو په ګېس او بجلۍ قيمتونه زيات شوي دي او ددې بد اثر د صارف په قوت خريد او پېدواري لګښتونو هم غورځېدلی دی:

"د ګرانۍ دویمه وجه د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې د کمي ده او تېر يو کال کې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ قدر 50 فيصده کم شوی دی او درېيم علت په هېواد کې راغلي وروستي سېلابونه دي چې له کبله یې فصلونه تباه شوي دي".

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د مجموعي قامي پېداوار په وده کې د کمي له کبله به په هېواد کې بې روزګاري نوره زياتېږي ځکه چې د بهر څخه د خام مال د نه رارسېدو له امله لوی صنعتونه هم د بحران سره مخامخ دي.

ډاکټر غلام صمد خان وايي په اقتصادي وده کې د کمي له کبله به صنعتونه متاثره کېږي، ګراني به نوره هم زياتېږي او اقتصاد به په مجموعي توګه د کساد بازارۍ سره مخامخ وي او دا کال به په اقتصادي توګه د پاکستان لپاره يو سخت کال وي او د اقتصاد اشارې به ډېرې ښې نه وي.

نړيوال بېنک وايي د اوسني سياسي بحران، د سېلاب له کبله اوښتي معاشي زيانونه، د غېر ملکي زرِمبادلې په ذخیره کې کمي او د هېواد دننه د سختو اقتصادي تګلارو او د بهرني فشار له کبله د پاکستان د اقتصادي ودې د کچې 0.6 فيصده پاتې کېدو امکان دی. دا کچه تېر مالي کال 6 فيصده وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG