پاکستان
فواد چوهدري وايي د پاکستان اقتصادي اشارې مثبتې دي خو اقتصاد پوهان په ګرانۍ کې د کمي امکان نه ويني
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد احمد چوهدري وايي د پاکستان اقتصادي اشارې مثبت دي او په څو میاشتو کی به په ګرانۍ قابو بیا مومي او د اقتصادي پر مختيا ټاکل شوي د څلور نه تر پینځه فیصده پورې هدف به پوره کړی شي.
خو اقتصاد پوهان روان کال کې پینځه فیصده اقتصادي پرمختیا هدف پورا کول مشکل ګڼي. او په ملکي کچه د مخ په زیاتي تجارتي خسارې، پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابل کی پرله پسې غورزیدو او په نړي واله کچ د تیلو او خوراکي شیانو د زیات قیمتونو له وجې د راتلونکي جون میاشتې پورې په ګرانۍ کې د کمي هیڅ امکان نه ويني.
د ماهرانو په خیال د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا به د ګرانۍ او مالیاتی بل په ضد احتجاجونه د حکومت دپاره مشکلات نور سېوا کړي.
د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د پاکستان حکومت په خپله د مرکزی بینک په ذریعه ګامونه اخلي چې د اقتصادي پرمختيا روانه وساتي، خو دی وايي خیال نه کوي چې چې روان مالي کال کې د پرمختیا پینځه فیصده هدف پوره شي.
حیدر وايي تیر مالي کال هم د سود شرحې د زیات والي په وجه پرمختيايي هدف متاثره شوی وو. هغه وايي بیا به هم د پاکستاني روپۍ قیمت پرله پسې کمیږي او امکان نه لري چې په ګرانۍ به راتلونکې شپږ و میاشتو پورې قابو بیا موندی شي.
د حیدر په آند په کوم حساب چې دا وخت روپۍ د ډالر په مقابله کې غورزیږی او ټول انحصار په درامداتو دی نو تر څو چې دا نه وي قابو شوی ګراني به د کمیدو په ځای زیاته شي.
نړۍ والې مالیاتي ادارې هم دا امکان څرګنده وي چې په نزدې ورځو کې د خوراکي توکو او تیلو په بیعو کې د کمي څه امکان نشته، د پاکستان زیات انحصار په درامداتو دی نو ګراني به د جون پورې په بره روانه وي.
د پاکستان د اقتصادي رابطه کمیټۍ په وروستیو کې 106اربه روپۍ منظور کړي دي چې په خوراکي شیانو کې غریبو او بی وزله خلقو ته رعایتونه ورکړي.
د پاکستان د شمیرنې ادارې په وروستیو کې په خپل رپوړټ کې وئیلي دي ګراني 12.5 فیصده ته رسیدلې او د کال په حساب د ګرانۍ رفتار 19 فیصده نه هم زیات دی.
د پاکستان مرکزي بینک وایي د ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه نوره کمه شوی.
د څیړنې ادارې وايې د تیر کال جولايي راهسې د روپۍ قیمت د ډالر په مقابل کی 16.18 فیصده کم شوی. سرکاري شمیرې وايي تیر کال 2021په می کی د ډالر په مقابل کې د روپۍ بیعه 152 او 27پیسی وو او په تیرو 6میاشتو کی د روپۍ په قدر کی 19روپۍ او 38پیسی کمی راغلی.
د اقتصاد ماهرسجاد احمد وايي که د حکومت له په پارلیمان کی وړاندی کړی شوی مالیاتي بل منظور شي نو ګراني به نوره هم زیاته شی.
په نړي وال مارکیټ کې د تیلو بیعی به بیا زیاتې شي او د روان کال د جنوری په 15 نیټه ګمان کیږي په پاکستان کې بیعې نورې سیوا کیدی شي.
د پاکستان د تجارتي خسارې یوازې په دسمبر کې 5 اربه ډالره ته رسیدلي او په روان مالي کال کې به دا د 9اربه نه زیاتې شي.
نړۍ واله د خوراک اداره وایي په نړي واله کچه ګراني 27 فیصده زیاته شوی.
څیړنې وايي په وروستیو کې په مرکزي ایشیايی هیواد قازقستان کې د تیلو د ګرانۍ په سر احتجاجونه پیل شوي چې پکښی د تشدد په نتیجه کی ګڼ شمیر خلقو ژوند هم د لاسه ورکړی.
هم دغه رنګه په ترکي کی د ډالر په مقابله کې د ترکی کرنسي لیرا هم په ریکارډ کچه کمه شوی او بیا په پاکستان کې هم مخالفه سیاسی ګوندونو د فروری نه د ګرانۍ په ضد احتجاجونه اعلان کړي او پوهان وایي دا به هم حکومت ته مشکلات پیدا کړي.
See all News Updates of the Day
رپورټ: پاکستان کې د بهر ملکيانو په هدف کېدو پېښې سېوا شوي
د پاکستان حکومت ويلي، د جنورۍ 2023 نه تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ په 2000 بریدونو کې د 1200 نه زيات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
ويل شوي په ملک کې د انتهاپسندۍ يا توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د کورنيو چارو وزارت د قامي پاليسي په اړه يوه مسوده د منظورولو دپاره کابینې ته لېږلې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په وروستيو کې په قامي اسمبلۍ کې په ليکلې بڼه يو ځواب کې ويلي، په بهر ملکيانو کې په اووه بریدونو کې چينايي وګړي په نخښه کړل شوي دي.
د وي او اې اردو ترمخه، په رپورټ کې ويل شوي، د کال 2020م راهسې تراوسه پورې په بهر ملکیانو او په ځانګړي ډول چينايي وګړو اته حملې شوي دي.
په ليکلي بڼه ځواب کې ویل شوي، په بهر ملکیانو ترسره شوو بريدونو کې تر ټولو زیات چينيايان په هدف کړل شوي خو په دغو حملو کې د وژل شوو بهرنيانيو شمېره نه ده ښودل شوې.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، په دغو حملو کې د دوه امنيتي اهلکارو په ګډون 24 کسان وژل شوي او 38 نور ژوبل شوي دي. په وروستيو کې په کراچۍ کې په يو بريد کې جاپانيان په نخښه کړل شوي وو.
ويل شوي، وسله والو په سيند صوبه کې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) باندې کار کوونکو چينايانو باندې درې حملې کړي، پينځه کسان پکې وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې په چينايانو دوه دوه حملې شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ویلي، په سي پېک او نورو پروژو د کار کوونکو چينيايانو د ساتنې دپاره جوړې تګلارې ته د بيا کتنې ويل شوي دي.
ويل شوي، د ترهګرۍ او پرتشدده توندلاريتوب د مخنيوي دپاره د 2024م د قامي پاليسۍ مسوده تياره کړل شوې او کابينې ته د منظورۍ دپاره لېږل شوې ده.
حکومت ویلي، په ملک کې د امنيت صورتحال په دوامداره توګه خراب دی او ترهګر بريدونه په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي ګواښونه سېوا کوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، د کال 2023م راهسې تراوسه پورې ټولې 2075 ترهګرې حملې شوي، د امنيتي ساتونکو په ګډون پکې لږ تر لږه 1215 کسان وژل شوي او 2592 کسان ژوبل شوي دي.
او روان کال د جنورۍ نه تراوسه پورې د 500 نه زياتو وسله والو حملو کې 285 کسان وژل شوي دي.
ويل شوي په ترهګرو بريدونو کې تر ټولو زياته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه شوې هلته په تېر کال کې د 400 نه امنیتي ساتونکي په بېلابيلو بريدونو کې وژل شوي دي.
د روان کال د جنورۍ د میاشتې نه تراوسه پورې د ترهګرۍ په پېښو کې 118 ملکي عام خلک وژل شوي دي.
پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.
پاکستان تور لګوي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي دي پاکستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي پاکستان دې خپله کمزوري په افغانستان نه ور اچوي.
د پاکستان سپريم کورټ د سنېټر فېصل واوډا په خبري غونډه از خود نوټس اخستی
د پاکستان سپريم کورټ د سنېټر فېصل واوډ په خبري غونډه از خود نوټس اخستی او نن د جمعې په ورځ یې عدالت ته طلب کړی دی. واوډا په 15مه مې په يوه خبري غونډه کې د اسلام اباد هايکورټ په ججانو نيوکې کړې او ويلي يې وو، "که یو څوک یې پګړۍ غورځوي نو دوی به یې د پګړې نه فټ بال جوړوي".
د رپورټونو ترمخه د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ به جسټس عرفان سعادت او جسټس نعيم اختر د از خود نوټس اورېدنه کوي.
واواډ په خبري غونډه کې ويلي وو، اسلام اباد هايکورټ ته یې خط ليکلی 15 ورځې وشوې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
هغه ويلي وو، "يو کال وړاندې څيزونه شوي، يو کال وروسته يادول کيږي نو يو کال وړاندې یې ولې نه ويل؟ اوس به لاسوهنه وشوه، په تورونو کار نه کيږي اوس به ثبوت ورکول وي، چې چا لاسوهنه کړې ده، ولې یې کړې ده، د دې شواهد ورکړئ چې مونږ درسره ودريږو".
د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.
دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ د شپږو ججانو بېنچ یا ډله اوس د دغه قضيې اورېدنه کوي.
د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي بابر ستار عدلیه کې د مداخلت په سر چیف جسټس عامر فاروق ته دوه ورځې وړاندې یو بل خط لیکلی او تور یې لګولی چې د امنیتي اسټیبلشمنټ یو لوړ پوړي چارواکي ورته پېغام ورکړی چې د حراست یا نګرانۍ د څرنګوالي له ارزیابي کولو پشا شي.
خو حکومتي وزیرانو بیا د نوموړي جج تور په سختۍ سره رد کړی او ویلي یې دي چې هغه ته چا د پشا کېدو خبره نه ده کړې بلکې ویل شوي دي ورته چې دا د ملي امنیت اړونده مربوط خبره ده اؤ باید د تړلو دروازو تر شا پرې بریفنګ یا احوال واخلي.
پرون په اسلام اباد پرېس کلب کې د متحده قومي مومنټ مصطفا کمال او استحکام پاکستان ګوند عون چودري هم په خبري غونډو کې په عدليه نيوکې کړي دي.
د چمن د احتجاج د سوشل میډیا د څلورو فعالانو خلاف پولیس مقدمې درج کړي
د بلوچستان په چمن سرحدي ښار کې د ویزې او پاسپورټ خلاف د دوامداره احتجاجي ناستې وياند ویلي په ټولنيزو رسنیو د پرلت په اړه خبرونه خبرونکو د سوشل ميډيا د څلورو فعالینو په ضد د اېف ايی ای د سایبر کرایمز څانګې او د چمن پولیس مقدمې درج کړي دي.
د چمن د پولیس تاڼې انچاﺭج د دې خبرې تصدیق وکړو چې په پرلت کې شريک د هغو خلقو په ضد مقدمې دﺭج شوي دي چې د هغه په قول قانون يې په لاس کې اخیستی او د حکومت ﺭټ یې چلنج کړی. د پوليسو د چاﺭواکې د د مقدمو شمېره نه څرګنده کړې.
د چمن د احتجاج د سوشل ميډيا يو فعال احمد ظاهر وویل د هغه او د دریو نور کسانو په ضد د چمن پولیس او د ايف ايي ای د سایبر کرایمز د مخنیوي قانون پيکا ايکټ د لاندې مقدمې درج کړي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ چمن دﺭواﺯه باندې د پخوا په څير پر شناخت کاﺭډ او تذکيره تګ او ﺭاتګ غوشتنه کونکې د تيرو 209 وﺭځو څخه په احتجاجي پرلت ناست دي او په چمن ښار کې يې احتجاجونو سلسله ﺭوانه کړې ده.
د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وايي چې پاکستاني چاﺭواکو دپرلت والو په ضد د پنځلسو څخه ﺯيات اېف ايي ارونه یا مقدمې درج کړي دي او اوس د پرلت خبرونه د ورکولو په سر د هغه په قول د سيمې د څلورو نامتو خبريالانو په ضد هم مقدمې دﺭج شوي دي. هغه د دغه ګام غندنه وکړه.
اڅکزي د چا نوم د اخیستلو بغېر وویل "ﺯوﺭاوﺭ قوتونه" د دوی د احتجاچج دغه اواﺯ خاموشه کول غواړي.
د سوشل میډیا فعال احمد ظاهر وویل" دلته څې کوم پرلت ﺭوان دې موﺯ د خپل وطن سره د همکاﺭې کولو لپاﺭه ددې ژغ ﺭاپوﺭته کوو خودوې غواړې په دغه باندې ﺯموﺯ ژغونه خاموشه کړي او پرلت اواﺯ د نړې پوﺭي نه وﺭسيزې دوې په دې نه دې خبر څې دغه ﺯموﺯ وطن دې موﺯ د خپل وطنه څخه بله يوه چاﺭه نه لروووس خو ايف ائ اﺭونه کاټ کړې دې که پهانسې ﺭاکوې هم به موﺯ خپل کاﺭ دوامداﺭه ساتو."
د دې مياشتې په سر کې حکومت د الېکټرانيکي جرمونو د پلټڼو لپاره د نېشنل ساېبر کرايمز انوسټي ګېشن په نامه د يوې جدا ادارې د جوړولو اعلان هم کړی چې خبريالان او د ټولنيزو رسنيو فعالين يې د رياست خلاف په ان لاېن بڼه د تنقيد د مخه نیولو کوښښ بلي.
د چمن پرلت د مطبوعاتو د څانګې يو غړی مولاداد سلطان چې په هغو کسانو کې شامل دی چې په ضد يې مقدمې درج شوې، دا الزام ردوي چې په سوشل میډیا یې د ریاست خلاف خبرې کړي دي." موﺯ د پرلت په حق کې پوسټونه کړي دې ده ايف ائ اې او پوليسو له لوﺭې څې کوم ايف ائ اﺭونه شوې تاسو وګوﺭې په هغه کې کوم د ﺭياست خلاف موﺯ مواد شير کړي دې څې دوي پر موﺯ مقدمې دﺭج کړي دې پرلت ﺭوان دې ټوله شاﺭيان د پرلت پوسټونه کوې موﺯ نه پوهيزو څې ولې موﺯ دغه چلوﺭ کسان ھدف شول."
په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي پيکا نومې قانون په کال ۲۰۱۶ کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په حکومت کې منظور شوی دی.
د پيکا قانون په اصلي مقاصدو کې په انټرنېټ د ترهګرۍ او په ان لاېن بڼه د خلکو د وېرولو مخنیوی شامل و خو ناقدین وايي دا قانون د صحافيانو، بلاګرانو یا په انټرنېټ د لیکوالانو او د رياست په تګلار د تنقید کوونکو خلاف وکارول شوی دی. څېړونکي وايي په تېرو وختونو کې هم پيکا اېکټ د پاکستان د پوځ د ناقيدينو او د حکومتي مخاليفينو خلاف کارول شوی دی.
اسلام اباد: د نېب د قانون بدلون اورېدنه کې عمران خان د ويډيو لينک د لارې سپريم کورټ ته وړاندې شوی
د پاکستان په سپريم کورټ کې د نېب د قانون پرضد اپيلونو باندې د اورېدنې په وخت د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزیر اعظم عمران خان د اډياله زندان څخه د ويډيو لينک د لارې عدالت ته وړاندې شو، خو هغه ته د څه ويلو موقع ترلاسه نه شوه او يواځې حکومتي وکيل خپل دلايل وړاندې کړي دي.
د اورېدنې په وخت د سپريم کورټ ودانۍ د پاکستان تحریک انصاف له وکيلانو او پلويانو ډکه وه او اورېدنې ته د عمران خان خور هم ورغلې وه.
عمران خان د بډو رشوتونو د مخنیوي قانون کې د ترميمونو په اړه د سپريم کورټ اورېدنه کې په لومړي ځل وړاندې شوی دی.
عمران خان د کال 2023 راهسې په بېلابيلو مقدمو کې په اډياله جېل کې بند دی.
سپريم کورټ کې د ويډيو لينک د لارې د 71 کلن عمران خان وړاندې کېدل نه خو د سپريم کورټ په وېبپاڼه او نه د پاکستان په ټي وي چېنلونو خپور کړل شوی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی علي محمد خان وايي باید چې د عمران خان او د دې مقدمې کاروايي د سپريم کورټ په وېبپاڼه نېغ په نېغه خپره شوی دی.
هغه وويل، "زه په خپله د حکومت وکيل مخدوم علي خان ته ورغلم چې چيف جسټس ته ووايي چې د عمران خان او عدالت کې دننه د دې مقدمې کاروايي د سپريم کورټ په ويبپاڼه په ژوندۍ بڼه خپره کړي، لايو سټريم یې بيا د څه لپاره شروع کړی دی، د عمران خان نه ولې دومره ويريږي".
د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف د سپريم کورټ په چيف جسټس قاضي فایز عيسا باندې تور لګوي چې ګنې هغه د حکومت په سلا او لمسه د اډيالې د جېل څخه د هغه ويډيو نېغ په نېغه خپره نه کړه. حکومت د تحريک انصاف ګوند د دې تورونه په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر محمد همایون خان مومند وايي، "چې څومره ادارې دي، که هغه سپريم کورټ دی، که پوځ دی او يا حکومت هغوى د فشار لاندې دي".
د تېر وخت په پرتله دا ځل سپريم کورټ نن د مقدمې کارروايي نېغ په نېغه په خپله ويبپاڼه خپره نه کړه خو د عمران خان د ويډيو لينک د لارې د پېشۍ په مهال اخستل شوی يو عکس چې پاکستان تحریک انصاف په خپله اېکس (پخواني ټويټر) پاڼه خپور کړل شوی دی، په ظاهره ښکاري چې ګواکې د عدالت دننه اخستل شوی وي.
د چيف جسټس قاضي فاېز عيسا په مشرۍ کې د سپريم کورټ پينځه کسيزه بېنچ د نېب په قانون کې د ترميمونو خلاف د انټر کورټ اپيلونو اورېدنه کړې چې په کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني عمران خان هم درخواست ګذار دی.
حکومتي وکيل مخدوم علي خان د انټر کورټ اپيل په حق کې دلايل ورکړل او وې یې ویل چې په نېب ارډيننس کې شوي بدلونونه په پارليمان کې لانمجن شوي وو او باید د دې حل هم په پارليمان کې موندل پکار وو خو خواست کونکي عمران خان په پارليمان کې د حل کولو پرځاى دا قانون سازي د يو سازش لاندې سپريم کورټ ته يوړه. وايي هغه يو ځل هم په ياد قانون کې د ترميم کولو کوشش وه نه کړو.
د چيف جسټس وينا وه که هم د ارډيننس په ذريعه قانون سازي کول کيږي نو بيا به ښه وي چې پارلیمان بند کړل شي.
د نېب په قانون کې يو شمېر بدلونونه د شهباز شريف په مشرۍ کې د پي ډي اېم تير حکومت کړي وو چې بيا وروسته عمران خان په کال 2022 کې په سپريم کورټ کې چېلنج کړي وو. دغه بدلونونه د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې بېنچ کالعدم ګرځولي وو او حکومت ددې خلاف سپريم کورټ کې اپيل کړی وو.
قانون پوهان وايي پارليمان د قانون سازۍ حق لري خو په دستور کې د ورکړل شوو بنيادي حقونو په ضد قانون سازي نه شي کولی. وايي د احتساب قانون تل د سياسي وفا دارو د بدلولو لپاره کارول شوی دی.
شاه خاور د سپريم کورټ وکيل شاه خاور وايي، "دا سمه خبره ده چې د نېب قانون تل غلط استمال شوی دی، خو ددې دا مطلب نه دی ګنې په قانون کې پراخه بدلونونه راوستل شي بايد په دې کې کمۍ بېشۍ ختمې کړل شي او داسې قانون جوړ شي چې په حقیقت کې د بډو رشوتونو خاتمه وکړي".
سپريم کورټ ويلي په معامله به د ټولو سوالونو ځواب د خواست کونکي عمران خان څخه اخلي او بيا يې په انټر کورټ اپيلونو نوره اورېدنه د نامعلومه وخته پورې ځنډولې ده.
چین ټینګار کړی چې په پاکستان کې دې په خپله خاوره د چینايانو او چینايي منصوبو تحفظ یقیني کړي
چین ویلي د پاکستان سره تعلق يې په فولادو کې نغښتې دی او د پاکستان سره به د اقتصاد او د ترهګرۍ په ضد امنیت کې همکاري نوره زیاتوي.
چین دا لوظونه په بیجېنګ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د دواړو ملکونو د دوه اړخیزه سټرېټیېجېک همکارۍ د مکالمې په موقع وکړل.
پاکستان سره همکارۍ کې د ژورتیا خبري د چین خارجه وزیر وانګ يي د پاکستان هم منصب اسحاق ډار سره د رسمي خبرو وروسته په یو خبري کانفرنس وکړې.
د وانګ او اسحاق ډار خبري کانفرس پاکستان ټېلې وېژن په ژوندۍ بڼه نشر کولو. د خبري کانفرنس نه څو هفتې مخکې په پاکستان کې پینځه چینايي انجېنیران چې په داسو ډېم يې کار کولو په ځانمرګي حمله کې وژل شوي دي. په حمله کې د چینايانو مقامي ډرایور هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ دا میاشت وویل چې د مارچ په ۲۶ نېټه د حملې په اړه تحقیقاتو کې موندل شوي چې په چینايي انجېنیرانو حمله یو افغان کړې او د حملې سازش په افغانستان کې تیار شوی و. د افغانستان واکمن طالبان دا خبره ردوي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو خلاف حملو کې استعمالېږي.
وانګ وویل پاکستان لوظ کړی چې په چینايي انجېنیرانو حمله کې ککړ تنان په ګرفتاروي او د انصاف سره به يې مخامخ کوي. د چین د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، وانګ امید څرګند کړو چې اسلام اباد به په پاکستان کې د چینایانو، د چینايي منصوبو او ادارو تحفظ یقیني کوي او په دې لړ کې به د چینایي شهریانو او د چینايي کمپنو تشویش ختموي.
اسحاق ډار وویل د وانګ سره په خبرو کې د افغانستان د صورتحال کتنه هم وشوه او دواړه خوا په دې متفق شول چې د چین او پاکستان په مشترکه ګاونډي ملک افغانستان کې امن او ثبات د سیمې د ترقۍ، پېوستون او سوکالۍ دپاره ضروري دی.
د پاکستان خارجه وزیر وویل په دې اړه تشویش لري چې په افغانستان کې وسله والې ډلې شتون لري او د افغانستان د موقتي حکومت نه غوښتنه کوي چې د هغه عناصرو په ضد د اعتماد او د تصدیق وړ ګامونه واخلي چې د ګاونډیو ملکونو امنیت ته د خطر راولاوړلو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.
پاکستان وايي کالعدم تحریک طالبان پاکستان ډله په هېواد کې د ترهګرۍ په حملو کې لاس لري او دا چې افغان طالبان يې سهولتکاري کوي.
افغان طالبان د پاکستان دا خبره ردوي. افغان طالبانو دا الزام هم رد کړی چې په چینايي انجېنیرانو حمله د افغانستان د خاورې څخه شوې ده. افغان طالبان وايي هېڅ چا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف استعمال کړي.
د افغانستان د نوم د اخیستلو بغیر وانګ وویل چین تیار دی چې پاکستان سره د ترهګرۍ خلاف همکاري زیاته کړي. هغه څه تفصیل وړاندې نه کړو خو په نړیواله ټولنه يې غږ وکړو چې د ترهګرۍ د ودې مخه دي ونېسي او د دې خطر خلاف دې د هغه په قول متحده محاذ جوړ کړی شي.
د پاکستان او چین د مکالمې نه یوه ورځ مخکې په واشنګټن کې د څېړنې ادارې یو اېس انسټېټیوټ فار پیس په یو رپورټ کې وویل افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته پېدا شوي خلا کې د ټي ټي پي په شان وسله والې ډلې بیا سر راپورته کوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبرو کې وانګ وویل چین تیار دې چې سي پېک ته ترقي ورکولو دپاره د پاکستان سره کار وکړي.
ډار په دې خبره ټینګار وکړو چې سي پېک د پاکستان اقتصادي وضعه ښه کړې ده، د بجلۍ نیشت والی یې ختم کړی، د بنیادي سهولتونو جال يې جوړ کړی او د پاکستان د مستقل د ترقۍ دپاره يې مضبوظ بنیاد اېښودلی دی. هغه زیاته کړه چې چین او پاکستان متفق شوي چې د سي پېک منصوبې ته ترقي او پراختیا ورکړي.
په وروستیو ورځو کې په خپل یو تقریر کې په اسلام اباد کې د چین سفیر جیانګ زی دونګ وویل د سي پېک دلارې په پاکستان کې نېغ په نیغه د ۲۵ بېلین ډالرو سرمایه کاري شوې دهخ، د روزګارونو ۱۵۵۰۰۰ موقعې یې پېدا کړي دي، ۵۱۰ کېلومېټره لوی لارې یې جوړې کړي او د ۸۰۰۰ مېګا واټ بجلي پېدا کوي او د ۸۸۶ کېلو مېټره اوږده د بجلۍ تارونه په کې غځول شوي دي.
ځینې ناقدین د پاکستان د زیاتېدونکو مالي مشکلاتو سبب سي پېک سره تړلي د چین قرضې او سرمایه کاري بلي. تېر کال پاکستان د قرضو په بېرته ادا کولو کې دیوالیه کېدو ته نږدې و خو بیا يې د انټرنېشنل مانيټري فنډ، ايي اېم اېف، نه درې بېلین ډالر قرض ترلاسه کړو او د دیوالیه کېدو د خطر نه رابهر شو.
Forum