لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې پاکستاني ډاکټر ته داعش دپاره د جنګېدو په اراده 18 کاله قېد سزاه ورکړی شوه


یو دېرش کلن محمد مسعود یو کال مخکې دا اعتراف هم کړی و چې یو غیر ملکي ترهګر تنظیم سره د مالي مرستې کوښښ یې کړی و
یو دېرش کلن محمد مسعود یو کال مخکې دا اعتراف هم کړی و چې یو غیر ملکي ترهګر تنظیم سره د مالي مرستې کوښښ یې کړی و

د امریکې په مېنېسوټا ریاست کې هغه پاکستاني ډاکټر ته عدالت 18 کاله د قېد سزا واروله چې داعش وسله والې ډلې دپاره د جنګېدو په غرض يې شام ته تګ غوښتلو او په امریکا کې یې په حملو کې د لچسپۍ اظهار کړی و.

یو دېرش کلن محمد مسعود یو کال مخکې دا اعتراف هم کړی و چې یو غیر ملکي ترهګر تنظیم سره د مالي مرستې کوښښ یې کړی و.

د سرکاري وکیلانو ترمخه، په 2020 کې مسعود د امریکې نه اردو او بیا شام ته د تګ کوښښ کولو خو ناکامه شو. هغه بیا د مېنېسوټا د مېناپلس ښار نه لاس اېنجلس ښار ته ورغلو. د هغه خیال و چې په لاس اېنجلس کې به د یو تن سره وویني او هغه به یې د مال بردار سمندري جهاز په زریعه د داعش د ولقې لاندې سیمې ته ورسوي.
خو د کال 2020 د مارچ د میاشت به 19 نېټه مسعود د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ایی اېجنټانو د مېناپلس په هوايي اډه ونیولو.

یو اېس ډسټرکټ جج پال مېنوسن مسعود ته د جمعې په ورځ په سېنټ پال ښار کې سزا واوروله.

د سرکاري وکیلانو په وېنا مسعود د کار په ویزا په امریکا کې و د کال 2020 د جنورۍ په میاشت کې یې مخبرانو ته بیانونه ورکړي وو او داعش د مشر حمایت یې کړی و. هغه ګڼل چې دغه مخبران د داعش غړي دي خو په حقیقت کې هغوي تنخادار مخبران وو. هغه په امریکا کې دننه د حملو خواهش هم څرګند کړی و.

د اېف بي ایي د یو بیان ترمخه، ادارې د دې معلوماتو ترلاسه کولو تحقیقات شروع کړل چې یو تن په سوشل ميډیا د داعش د حمایت پېغامونه لګولي دي. وروسته معلومه شوه چې دغه تن مسعود دی.

مسعود د سوشل میډیا په دغه پاڼه یو د مخبر سره رابطه وکړه او ویې وېل چې هغه ډاکټر دی، پاکستانی پاسپورټ لري او غواړي چې شام، عراق او یا د شمالي ایران د افغانستان سره نژدې سيمې ته سفر وکړي چې به محاذ وجنګېږي او د زخمي "وروڼو" امداد وکړي.

په کال 2014 کې د شام او عراق په یو شمېر سیمو د داعش د قبضې وروسته د دنیا د کونج کونج نه وسله وال د ډلې په صفونو کې د جنګېدو دپاره ورغلل. د امریکې په مشرۍ کې نړیوالو ځواکونو ایتلاف داعش ته ماتې ورکړی. په کال 2019 کې د داعش نیول شوي سيمې ازادې کړی شوي دي.

د متحده قومونو د ماهرینو یوې ډلې تېره هفته په یو رپورټ کې وویل چې په هغو سیمو کې چې پخوا پې د داعش قبضه وه اوس هم د پېنځه زره نه واخلي تر اووه زرو پورې د ډلې وسله وال موجود دي او د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې داعش تر ټولو لوی خطر دی.

اېسوسي پرېس خبري اداره وايي وسله والو ډلو په مېنېسوټا کې ګڼ شمېر کسان جلب کړي دي او د 2007 راهسې په ښار کې اباد د صومالیايي مسلمانانو د 30 نه زیات کسان د القاعدې سره تړلې وسله والې ډلې الشباب، داعش او یا په نورو ډلو کې شمولیت دپاره تللي دي. ګڼ شمېر کسانو ته په کې د ترهګرۍ په الزاماتو سزاګانې ورکړی شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG