لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارټر اشرف غني سره دافغانستان په امنيتي وضعه خبرې کړي


 هغه وئيلي دي چې کارټر اشرف غني سره دافغان ځواکونو دتربيې ، صلاح مشورې اؤ مرستې ورکولو په اړه په روان امريکائي مشن هم خبرې کړي دي.
هغه وئيلي دي چې کارټر اشرف غني سره دافغان ځواکونو دتربيې ، صلاح مشورې اؤ مرستې ورکولو په اړه په روان امريکائي مشن هم خبرې کړي دي.

دامريکا ددفاع دمحکمې وياند پيټر کوک يو بيان کې وئيلي دي چې ددفاع وزير ايشټن کارټر ډيوس کې دنړيوال اقتصادي فورم دسرمشريزې غونډې په مهال دافغانستان صدر اشرف غني سره راتلونکي کې په عسکري همکارۍ اؤ دترهه ګرو په ضدپه جګړه خبرې اترې کړي دي.

هغه وئيلي دي چې کارټر اشرف غني سره دافغان ځواکونو دتربيې ، صلاح مشورې اؤ مرستې ورکولو په اړه په روان امريکائي مشن هم خبرې کړي دي.

دپينټاګون وياند وئيلي دي چې دواړو مشرانو دافغانستان په موجوده امنيتي وضعيت خبرې کړي دي.

صدر اشرف غني افغانستان کې دامريکائي ځواکونو دقربانو اؤ امريکائي صدر براک اوباما لخوا ٢٠١٦م اؤ له دې څخه ورپه اخوا دمهم عسکري موجوديت دپريکړې ستائينه کړې دکومې چې کارټر هرکلى کړى دى.

صدر غني اؤ ايش کارټر ددواړو هيوادونو ترمينځ دمرستې په دوامداره ساتلو هم اتفاق کړى دى.

دامريکا په مشرۍ دنيټو ځواکونو د٢٠١٤م په اخره کې افغانستان کې دخپل جنګي مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ اؤ دهغوي کردار افغان پوځ ته تربيې، صلاح مشورې اؤ دالقاعده سره دتړلو جنګيالو په ضد جګړه کې مرستې کولو پورې محدود شوى.

دتيرو څو مياشتو راهسې دپلازمينې کابل په ګډون دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې اؤ افغان حکومت دامريکا، چين اؤ پاکستان په مرستې سره طالبانو سره دجوړجاړي دخبرو هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG